عبدالعزیز بابکرخېل

د تیری لسیزی یوه ستره لاس ته راوړنه همداده چی افغانان د نورو ازادو ولسونو په څیر د ولسمشر او ولسی جرګی د وکیلانو د ټاکنی لپاره د زور، چل او ټوپک پر ځای ټولټاکنو ته مخه کړیده، چی په نتیجه کی  ددولت دوه ګونی  قوی – اجرېیه او مقننه د ولس په خوښه ټاکل کیږی. د ولسواکۍ نظام په حکومتوالی کی د ولس ګډون اوله چارو څخه دڅارنی ښه بنسټونه په وجودراوړی. مګر د ولسواکی نظام له بده مرغه زمونږ په هیواد کی لا د ګواښ لاندی دی، نو له همدی امله یی باید دخوږی ګوتی په څیر ساتنه وشی.  زما په اند پر خای به وی چی ددی ستری لاس ته راوړنی لپاره نړیواله ټولنه او ولسمشر کرزی وستایل شی.

ټولټاکنی دولسونو دهیلو، اړتیاوو اونظرونو سره سم د اړینو سمونونواو تغیرونو د طرحی اوپلی کولو لپاره مناسبه زمینه برابره وی، نو له همدی امله هیله مند کاندیدان زیار باسی تر څوهغه تګلاری، موخی اوپالیسی غوره کړی چی دبدلون او سمون لپاره د ولسونو هیلی انځور کړی. نو له همدی امله د ولسواکۍ په نظام کی دبدلون او سمون انګیزه او اساس دولسونو له منځه سرچینه اخلی. له دی اصله دغه حقیقت جوتیږی چی دهیله مندو کاندیدانو دبریالیتوب ستر عامل دهغوی د ډلو ښه شهرت، ترکیب، ښی موخی اوپروګرامونه تشکیلوی.

هیله مند کاندیدان دقوانینو او ټولټاکنو دکمیسونو د لایحواو اصولو په بنسټ دسیالۍ ډګر ته دانګی، دسیالۍ پیل، منځ جریان او پایلی په ترتیب سره دهمدغو کمیسونونو لخوا تسهیل، نظارت ،تعین او اعلانیږی. هیله مند کاندیدان له پیله ژمنه کوی چی دټاکنیزو کمیسونونو پریکړو ته به غاړه ږدی. دسیالۍ په ډګر چی کاندیدان ګڼ وی نو پایلی هم غوڅی او کره نه وی، خو کله چی ډګر دوو کاندیدانو ته پاتی شی نو دفوټبال د لوبی په څیر دټولټاکنی سیالی هم ډیره په زړه پوری شی.

مونږ هم د ټولټاکنو په دوهم پړاو کی د ډاکټر صاحب اشرف غنی اوډاکټر صاحب عبدالله د ټاکنیزوسیالیو شاهدان وو. دټاکنی په ورځ ولس په پراخه پیمانه ګډون وکړ چی دملی او نړیوالو رسنیو اوبنسټونو لخوا وستایل شو. مګر دشپی ۸ بجی هغه مهال چی دمحلونوڅخه  د رایوشمیری تر لاسه شوی، ډاکتر صاحب عبدالله په ټولټاکنو کی دپراخی درغلی خبر ورکړ اور سره یی ټیم ګواښونه اودړه کی پیل کړی. همدغه راز د ټولټاکنو د کمسیون ددارلانشا رییس یی په درغلۍ تورن کړ اودټولټاکنو ټول بهیر یی د پوښتنی لاندی راووست.

ښه به دا وای چی چی دروڼتیا د اعادی په غږکی دټاکنو کمیسون له یوی مخی بی اعتباره شوی نه وای تر څو دسیالی ډلی، موجود حکومت او ټاکنیزو جوړښتونو په مټ  په ټاکنیزه پروسه کی د روڼتیا راوستولو لپاره لازم ګامونه پورته شوی وای، ولس به یی هم ملاتړ کړی وای ځکه چی ولس یواځی نندارچی نه بلکه د سیالو ډلو او ټاکنیزو کمیسونونو په څیر د دټاکنیزی سیالی یوه مهمه برخه جوړه وی. په همداسی یوحالت کی سیاله ډله دټاکنیزی پروسی او د هغی دپایلی دمشروعیت په اړه مرستندویه او ممده واقع کیدای شوای ځکه چی د پایلو په مشروعیت کی د سیالی ډلی دټاکنیزو هلو ځلو حاصل او ثمره ننغښتی ده. مګر ولی د توقع خلاف د ټاکنیزی پروسی بدنامول پیل شول؟

دلته یوه مشخصه پوښتنه راولاړیږی چی ایا ددغو ګواښونه موخه په ټاکنیزه پروسه کی د روڼتیا اعاده کول دی تر څو پاکی رای له ناپاکو رایو څخه جلاشی او که دبایلنی د احساس له امله د ټاکنیزی پروسی ویجاړول اوبی اعتباره کول دی؟ له دی سره سم دولس په ذهنونو کی داسی ګمان هم شته چی ګواکی داصلاحاتو او همپالنی ټیم له وړاندی څخه داسیطرحه د B پلان په توګه لرله چی درایو د کمښت په صورت کی به د ټاکنیزی پروسی څخه عدول او انصر اف کوی تر څو کړکیچ را منځ ته شی او ټاکنیزه پروسه سیاسی شکل غوره کړی چی پایلی به یی په څرګند ډول د ټاکنیزی پروسی له پایلو سره توپیر ولری.

 د ولس په ذهنوکی دغه ګمان هغه پیاوړی شود  داصلاحاتو او همپالنی د ټیمګواښونه کچه د ددرغلیوسره  دمبارزی داقدامونوسره بالکل غیرمتناسب اوناموزونی و پیژندل شول، دبیلګی په ډول دګواښونو په محتوی کی داسی پیغامونه لکه د دا سی یوسیاسی کړکیچن حالت ایجاده ول چی وخیمی پایلی به یی لکه نظامی حرکت او د جلا حکومت اعلانول، کوم څه چی حتی د هیواد په تجزیه کیدو تمام شی، شامل وو. ددرغلی د ادعا په وړاندی دداسی نامتناسبهګواښونو کارول داسی مثال لری لکه څوک چی د ماشی وژولوته کلاشینکوف ته لاس واچوی. نوله همدی امله ولس ګمان کوی چی داصلاحاتو او همپالنی ټیماوس مهال دویش څخه په تالان خوښ دی چی له همدی حالت څخه په ګټه پورته کولو خپله ناکامی په مقابل لوری ددرغلی په تورونو پټه کړی ځانته په مصنوعی ډول معنوی برلاسی ترلاسه کړی ترڅود ملا بسم الله په مټ نظامی کودتا ته دخپل حق داعادی په نوم لار خلاصه کړی.

 زما مطلب دا نه دی چی درغلی به نه شوی، درغلی به ضرور شوی وی خو علاج یی دکړکیچ راولاړول او دهیواد ویجاړه ول نه دی. ملت د مسؤلواو ملی ګټو ته ژمنو سیاستی سیالو ډلو په توګه په تیره بیا داصلاحاتو او همپالنی ټیم څخه توقع لری چی د قانونی لارو او جوړښتنوپه مرسته دروڼتیا لپاره ګامونه پورته کړی، ددی هیواد هیڅ وګړی نه غواړی چی  دټولټاکنو پروسه بی اعتباره او لسمشر یی ددرغلۍ له لاری داسی و ټاکل شی مشروعیت یی دپوښتنی لاندی وی.

اوس ټاکنیزه سیالی دډاکټر صاحب عبدالله د انصراف په صورت کی د خپل اصلی مسیر څخه  اوښتی او یوسیاسی بڼه یی خپله کړیده. داصلاحاتو او همپالنی ټیم سیاسی لوبو ته مخه کړی، د لوبو تیوری یا د Game theory ددی ډول لوبو جوړښتونه روښانه کوی چی د ستراتیژیک موخو د لاس ته راوړلو لپاره په کار اچول کیږی. و ګوری له یوی خوا د  ډاکټر صاحب عبدالله ټیم، خپلی لوبی د ناشونوغوښتنو اوشرطونو چی تل دګواښونو سره مل دی، پلی کوی، او له بلی خواپه هیواد کی نازک او حساس امنیتی حالت په تیره بیا چی په هلمند کی دګاونډیو لخوا را منځ ته شوی دی، د ژوری اندښنی وړ دی. تیره اونۍ دامنیت لوی رییس ولسی جرګی ته ددواړو ګاونډیولخوا په هلمند کی دجګړی درهبری په هکله معلومات ورکړل. دغه حالت د غوراو څیړنه غواړی ترڅومطلوبه نتیجه تری حاصله شی.

زه غواړم دوو پیښو ته چی دنړی په نور برخو کی واقع شوی، د شکل او څرنګوالی له مخی زمونږ داوسنی حالت سره لږاوډیر ورته والی لری، اشاره وکړم. لومړی پیښه یی چی د بهرنی ګواښ لاندی دټولټاکنود پایلوبدلول بیانوی، دلیکنی لاندی نیسم.د Taiwan د۱۹۹۶په ټولټاکنو دریو سیاسی ډلو هر یو: Kuo Min Tan، DPPیاDemocratic progressive party او نوی پارټۍ یاNP  د ټاکنیزو سیالیو ډګر ته رادنګلی وو. دنوی ډلی پرته دوه نورو ډلود چین څخه دازادی غوښتنه لره په داسی حال کی نوی پارټۍ د دچین سره د یو ځای پاتی کیدو پلوی کوله. چین ۹ میاشتتی نظامی عملیاتو ته دوام ورکړ چی د ټولټاکنو پایلوته بدلون ورکړی، مګر ددی اچول شوی سیاسی او نظامی مانور خلاف د کومینټان (Min Tan(Kuo ډلی وګټله. دوهمه پیښه د لایبریا جګړه ځپلی هیواد کی رامنځ ته شوی. دغه پیښه دداخلی کورنی جګړو دګواښ لاندی د ټولټاکنو پایلود بدلولو لوبه انځوړه وی. د لایبریا هیواد هم ۸ کاله دکورنیو جګړو په اور کی وسوځیداود ۲۰۰۰۰۰ انسانانو ژوندیی د جګړی قربانی شو. د ۱۹۹۷په ټواتاکنوکی د نړیوال بانک اقتصاد پوه ایلن جانسن سرلیف(Ellen Johnson Sirleaf  ) او پخوانی جنګسالار چارلس ټایلر(Charles Taylor) ټاکنیزو سیالیو ته ولاړوو. چارلس ټایلرد ټولټاکنو وړاندی د کورنیو جګړودیوځل بیا پیلیدو ګواښونه اودړکی پیل کړی، دټولټاکنو کمیسیون یی هم وګواښاوه. داحتمالی ویری او ترهی فضا د حاکمولوخبریی دخلکو غوږونوته ورساوه اود ګواښ لاندی یی پایلی د ځان په ګټه کړی.

لنډیز دا چی د اصلاحاتو او همپالنی ټیم د خپلو ګټو د تامین لپاره او په قدرت کی د پاتی کیدو لپاره په افراطی ډول سیاسی لوبه پیل کړه، تر څو افغان ولس او سیاله ډله دقدرت شریکولو ته اړ باسی. ددی حالت څخه وتل اسان دی ځکه کړکیچ ولسی ریښه نه لری، یواځی ډلی او ټپلی اورته په داسی پکی وهی ترڅو داورسکروټی تازه وی چی غرضی ډله پری خپل  پلو، کباب او حلوا پخه کړی حتی که په پایله کی یی ولس هم سکروټی شی نو باک نشته.

مخکی لدی چی د کړکیچ په حل خبر ی وکړو، ښه به چی وی دګواښونو په عملی اړخ بحث وکړو. سره لدی چی مونږ د یو کمزوری حکومت خاوندان یو چی د جمهوررییس- هغه څوک چی دګواښ��نوکی ډلی محسن بلل کیږی- عکسونه یی  دهمدوی لخوا د پښولاندی اچول کیږی. سره له دی چی همدغه ډله له سره تر پښو پوری د جمهور رییس په ناز او احسان کی ډوبه او پوښل شویده، سره له دی چی د ګاونډیو لخوا د امنیتی ګواښونو لاندی یو، سره لدی چی سر کاتب عطا په خپل ګمان ډیر غښتلی او غیرتی والی دی او په شمال کی حکومت کوی او ددفاع وزیرهم ددوی د ډلی سړی دی.

 دوی به ډیر داسی څه ونکړای شی کوم څه چی دوی په خپلو ګواښونو کی څرګنده وی لکه د بیلګی په توګه له خپل سره حکومت جوړول، تجزیی یا بیلتون ته لاره هوارول. البته څرګنده ده چی د وګړو ژوند په ځینو بر خو کی ناارامه او حتی په بعضی ولایتونو د مرکز څخه سرغړونه هم و کولا شی، ولس او حکومت ته درانده مالی اوامنیتی زیانونه واړه ولای شی. د ټولو نه سترزیان به یی دا وی چی په ډیموکراسۍ او ټولټاکنود ولس باور له منځه یوسی ،ملی وفاق او یووالی ته زیان ورسوی، چی باید مخنیوی یی وشی. سره له دی چی نور فکتورونه هم شته چی ګواښونکی ډله د موازی  یا خپلسری حکومت له اعلان څخه ژغوری او هغه په لاندی ډول وړاندی کیږی:

د موجود حکومت لخوا د محدودیت لګیدل یا د ګواښونکی ډلی احاطه کول سره له دی چی دحکومت زور ویشل هم دی، د نړیوالو پوځونو شتون، ملی او نړیواله بی اعتمادی چی دحکومت چلولو ته ستر زیان رسوی او نه پریږدی چی غیر قانونی حکومتونه داوږدی مودی لپاره دوام وکړی لکه د تاریخ د سنت له مخ دغسی حکومتونه له پیل څخه په فنا محکوم وی،  ولسی پاڅون، دتیری لسیزی د ناز او نعمت ژوند ترک کول او اقتصادی زیانونه منل. مختلف قومی ترکیبونو موجودیت اوقوت، حتی په هغه سیمو کی چی دوی ځانونه په کی ځانګړی لوبغاړی احساسوی. همدغه راز له ټولو مهم دطالبانو ګواښ چی کولای شی د۹۰ لسیزی خاطرات ددی ډلی په ذهنونو کی بیا راژوندی کړی چی په نتیجه کی یی بیا مرکز کوم غره یا کولاب ته انتقالیږی. دغه ټول فکتورونه ددوی دسرغړونی، طغیان او ایله ګردۍ قوت اوصلابت راکښتوی او همدغه فکتورونه دجلا حکومت یا بیلتون د اعلان داحتمالاتو پارامیترونه راټیټوی.

نو څه باید وشی؟ لومړی، خو باید دډاکټر صاحب عبدالله ټیم وهڅول شی چی د ټاکنیزی پروسی سره یو ځای شی، د شکایتونو دڅیړنی د پروسی څخه دسیالی ډلی سره په ګډه  نظارت وکړی  تر څو پاکی رای له ناپاکو رایو جلا شی. دوهم، ددواړو مشران باید په خپلو کی دهیوادذدسلامتیا او ملی ګټو د خوندی ساتلو لپاره ساسی جوړ جاړی ته ورسیږی.په هر صورت بیا هم دحل لاره د ماکیاولی (Niccolo Machiavelli) نظریی له دهلیزو څخه خپله خوشبوی اخلی. څرګنده ده چه په داسی حالاتوکی د جګړی او ورانۍ پر ځای د همکارۍ لاس غځول پکار دی. دملی وفاق او یووالی ساتل په کاردی. نو ګواښوونکی ډله باید د حکومت دننه راونغښتل (coopted) شی او په پایله کی د ملی مشارکت حکومت د ګټونکی ډلی په مشرتابه جوړشی. ټول دافغانستان وګړی دی اوپه حکومتوالۍ  کی برابرحق لری. افغانان به دملی مشرکت حکومت ته په هیواد کی دټیکاو، ثبات، سولی او ابادۍ په هیله هرکلی ووایی، مګر د ایتلافی حکومت جوړیدل به یی ستومانه او پښیمانه کړی، د ولسواکۍ جوهراو ارزښت به دسوال لاندی راشی . که موجود حکومت ددواړو سیاسی ډلو په راضی کولو کی مؤثر ګامونه پورته کړی، زه ډاده یم چی ښه نتجه به ورکړی. ژوندی دی وی افغانستان.

0 thoughts on “ټولټاکنی، کړکیچن حالت او د هغی پایلې/ عبدالعزیز بابکرخېل”
  1. ډیر ښه !
    بابکرخیل صاحب ډیره ښه لیکنه دې کړې ده خو د کرزي صاحب نه ورخ اوبو وړی دی او د هیڅ رغوونکي اقدام توقوع ترې نه کیږي . د حق د بري په هیله !

  2. ستاسو تحلیلی لیکنه چی هم یی د کړکیچ عوامل په نښه کړیدی او هم یی د حل لاری ورته ښودلی دی، ډیر په زړه پوری او علمی بحث دی. زما هیله داده چی د افغانستان ټول تحلیل کوونکی هغه ولولی او مثبتی نتیجی تری واخلی.
    زما په نظر کوم کسان چی کړکیچ ته لمن وهی او یا هیوادله نظامی تهدید سره مخامخ کوی ، باید وپيژندل شی او ژرترژره له دندو ګوښه شی ، تر څو نظامی ګواښونه ختم شی. له بلی خوا کوم کسان چی له نورو هیوادونو دهیواد د تجزیی او یاموازی حکومتونو مشوری اخلی بیواکه شی. له بلی خوا دواړه لوری د هیواد د عالی ګټو د ساتلو په موخه چی د خاوری تمامیت او د ولسونو ترمنځ وروګلوی ده ، یوبل سره توافق وکړی یوبل سره خبری وکړی تر څو پورتنی اصلونه وساتل شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *