پاچا- کيلفونيا- امريکا
۹ جولای ۲۰۱۴
په افغانستان کی د دوهم پړاو ټاکنی يو ډير حساس پړاو ته ورننوځی. د سه شنبی په ورځ د جولای په اتمه، ۲۰۱۴، ډاکټر عبدالله عبدالله د لويی جرګی په خيمه کی د خپل بری اودده په اصطلاح تقلبی رايو په اړه خپلو پيروانو ته په يوه بيانيه کی وويل چی زمونږ ټيم بريالی دی. لومړی خو بايد وويل شی چی د لويی جرګی په تالار کی لکه چی په ويډيو کی ليدل کيږی د ولسمشر کرزی عکس د ستمی شورای نظار د لوچکانولخوا راښکته کيږی بيا څيرل کيږی او پر ځای يی د عبدالله عبدالله عکس لګول کيږی. په دغه ويډيو کی دا هم ويل کيږی چی “فاير نه کنين”، دلته بايد فکر وشی چی د شورای نظار اوباشان د لويی جرګی خيمی ته پوره مسلح راغلي وو. اوس پوښتنه داده چی د افغانستان دامنيتی ځواکونو وظيفه څه وه او څه ده؟ د امنيتی ځواکونو وظيفه دا ده چی په داسی حساس وخت کی هر څوک چی دغسی غونډو ته ننوځې بايد تالاشی شي. يعنی دلته بايد وويل شی چی د عبدالله عبدالله او د شورای نظار ستميانو سره د کابل د امنيه قوماندان ظاهر ظاهر چی د يوی ورځی لپاره د کار څخه ګوښه او پر سبا يی بيا د کابل د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو، حتمی او ضروری په دغه جرم کی شريک عنصر دی. د شورای نظار د ستمی اوباشانو دا عمل په هيڅ صورت د منلو وړ نه دی او لازمی ده چی د قانون په اډاڼه کی ددی پيښی پوښتنه وشی او مرتکبينو ته يی سزا ورکړل شی. دا ډير ښه کار وشو چی د شورای نظار د اوباشانو لخوا د ولسمشر کرزی عکس پر ځمکه غورځول کيږی او يا هم څيرل کيږی. ځکه کرزی د شمالی ټلوالی اوباشانو ته پخپله کابينه او حکومت کی ډيري مهمی رتبی او پوستونه ورکړل، خو د شمالی ټلوالی ناسپاسه رزيلانو د کرزی ددغو امتيازاتو په مقابل کی رزيلانه، لوچکانه او د تعصب نه ډک عمل تر سره کړ، دا ځکه چی کرزی پښتون دی.
يو متل دی چی وايی “سزای قروت آب ګرم ” ولسمشر کرزی د شورای نظاراوباشانو ته ډير امتيازات ورکړل، او يواځی دا نه چی پښتانه يی له نظره وغورځول بلکه د افغانستان د نورو قومونو حقونه يی هم تر پښو لاندی کړٰل. که تاسو وګورۍ په افغانستان کی ډير وزارتونه د پنجشيريانو اود شورای نظارد اوباشانو څخه ډک دي اوهم د افغانستان ټول سفارتونه د دغی ډلی د نمک حرامو عناصرولخوا اشغا ل شويدي.
ډبل عبدالله لومړنۍ خبری په پښتو پيل کړې، البته د قرانی اياتونو د لوستلو څخه وروسته، پښتانه بايد په دی ونه غوليږی چی ګواکی عبدالله په پښتو ژبه خبري کوی نو حتمآ بايد د پښتنو سره د زړه د کومی مينه او علاقه ولری، دا ټول سياست او رياکاری ده. ای! بی اتفاقه پښتنو خپل تاريخی رسالت ته متوجه واوسۍ چی څوک مو تير نه باسی.