نیویارک ټایمز ورځپاڼې، په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله د وروستیو پاروونکو څرګندونو په اړه په یوه لیکنه کې ویلي،افغانستان دا مهال له یوه ستونزمن حالت سره مخامخ دی. د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله پلویانو په دې ګواښ چې په هېواد کې به موازي حکومت جوړ کړي او وروستي انتخابات کودتا بولي، افغانستان یوه خطرناک لوري ته بیايي.
د نیویارک ټامیز ورځپاڼې له لیکنې سره سم،د عبدالله دا غوښتنه سمه ده چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې دې د درغلۍ د تورونو پلټنه وشيخو په خپلو احساساتي ویناوو چې په کوم ډول خپل پلویان پاروي، دا به ښه او سوله ییزه نتیجه و نه لري.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، عبدالله ته په کار دي چې د خپل سیال اشرف غني احمدزي پر لار روان شي چې د انتخاباتو هغه نتیجه یقیني کړي چې افغانان ورباندې باور لري. د عبدالله او د ده د پلویانودریځ دا دی چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په انتخاباتو کې اشرف غني احمدزي او ولسمشر کرزي درغلي کړې ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، عبدالله او غني دواړه باید پر دې خبره پوه شي چې په افغانستان کې قوميدښمنیو ته لار برابرول به هېواد له نورې لویې شخړې سره مخامخ کړي.
لیکنه وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم په هېواد کې روان بحران هغه مهال ژور کړ چې د رایو تر سمو پلټنو او محاسبې مخکې یې ابتدايي پایلې اعلان کړې. د انتخاباتو پایلو وښودله چې اشرف غني احمدزي۵۶،۴ فیصده رایې تر لاسه کړې دي او له عبدالله عبدالله یې تر یو ملیون زیاتې رایې ګټلې دي.
د حالاتو له خرابېدو سره د امریکاولسمشر باراک اوباما د دوشنبې په شپه عبدالله ته او بیا د سې شنبې په شپه غني ته ټیلي فون وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د درغلۍ د تورونو د څېړلو پروسه دې ومني، ارام دې اوسي او د خبرو له لارې دې مسله حل کړي.
اوباما وویل، تاوتریخوالي یا له اساسي قانونه پرته کارونو ته لار برابرول هېڅ دلیل نه لري. ده ګواښ وکړ چې که په افغانستان کې ناارامي یا له اساسي قانونه ماورا اقدام وشو نو امریکا به له افغانستان سره امنیتي او مالي مرستې بندې کړي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته ولاړ شي او له دواړو نوماندانو سره خبرې وکړي.
په لیکنه کې راغلي، د سې شنبې پر ورځ اشرف غني یو مثبت کار وکړ او هغه دا و چې د عبدالله خبره یې ومنله او د رایې ورکولو د ۷۱۰۰ مرکزونو د رایو پر څېړلو سلا شو. دا له درو ملیونو زیاتې رایې جوړېږي. اشرف غني د یووالي غږ وکړ.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، د رایو څېړلو عمل باید ژر تر ژره وشي او غني باید له عبدالله سره کښېني چې دا باوري کړي چې په څه ډول په افغانستان کې ولس ته د منلو وړ یو نماینده حکومت جوړ کړي او د کورنۍ جګړې مخنیوی وکړي.
دعبدالله تیر وتنی.
ولی عبدالله ټاکنی بایلی او ولی د منلو اراده نه لری.
زه خو شنونکی نه یم خو ځینی تیروتنی می په سترګو سوی چی د عبدالله د بایللو علت کیدای سی.
لمړی تیروتنه یی ډیر پخوا کړیده هغه تعلیم پریښود او د جنایت لاره یی خوښه کړل
دوهم دا چی پر هغه لاره هم تر نورو تر لاس لاندی ؤ هیڅ وخت یی خپل ږغ نه دی پورته کړی هغوی دته د کونډی د زوی په سترګه کتل او بس په عبدالله کی د مشرتوب قابلیت نه ؤ او نسته.
کله چی یی د جنایت کالی ویستل او د ډیموکراسی درشی یی واغوستل نو بیا هم بریالی نسو چی مشری وکی او پخوانی جنایتکاران پر ځان راټول کی نو بیا تر یوه او بل تر سیوری لاندی ؤ.
او کله چی خبره د ټاکنو سول نو دی نه پوهیده چی ځان څنګه معرفی کړی چی خلګ وغولوی کله به پ دعبدالله تیر وتنی.
ولی عبدالله ټاکنی بایلی او ولی د منلو اراده نه لری.
زه خو شنونکی نه یم خو ځینی تیروتنی می په سترګو سوی چی د عبدالله د بایللو علت کیدای سی.
لمړی تیروتنه یی ډیر پخوا کړیده هغه تعلیم پریښود او د جنایت لاره یی خوښه کړل
دوهم دا چی پر هغه لاره هم تر نورو تر لاس لاندی ؤ هیڅ وخت یی خپل ږغ نه دی پورته کړی هغوی دته د کونډی د زوی په سترګه کتل او بس په عبدالله کی د مشرتوب قابلیت نه ؤ او نسته.
کله چی یی د جنایت کالی ویستل او د ډیموکراسی درشی یی واغوستل نو بیا هم بریالی نسو چی مشری وکی او پخوانی جنایتکاران پر ځان راټول کی نو بیا تر یوه او بل تر سیوری لاندی ؤ.
او کله چی خبره د ټاکنو سول نو دی نه پوهیده چی ځان څنګه معرفی کړی چی خلګ وغولوی کله به پښتون سو او کله به تاجک چی دا کار ډیر تاجک په شک کی واچول او د ټاکنو پر وخت یی د رایی ورکولو پر ځای نه ورکول غوره وبلل.
بل داچی ښاغلی عبدالله ډیر افراتی تاجک دی او د نورو ټولو ملیتو سره په شخړه دی چی عقلیتونه هم پر دی سړی چندان باور نه کوی.
په اوسنی ټاکنو کی ده خپل ځان د پخوانیو زوره ورانو په لاس کی واچوه او هغوی د خپلو ګټو د پاره عبدالله کاره وی او دته اوس هم د هم هغی کونډی د زوی په سترګه ګوری په ده هغه څه وایی چی دده سیاسی ژوند بلکل تر خاورو لاندی کوی.
عبدالله هیڅ وخت دا کوښښ نه دی کړی چی سیاسی سلا کاران پیدا کړی او کار اور سره وکړی دده په اوسنی ډله کی د ګوتو په شمیر مسلکی خلګ دی چی یو یی هم سیاسی پوهه نه لری لکه زلمی رسول چی یو طبی ډاکتر دی بله هیڅ زده کړه نه لری او یا جنرال علومی چی یو ښه عسکری سلاکار دی خو هیڅ سیاسی پوهه نه لری.
نو زما په فکر عبدالله خپل اخیری موقع د لاسه ورکړل اوس نو دته لازمه ده چی د خپلو اولادو سره غلا سوی پیسی د هیواده باهر وخوری.
بله تیروتنه دده دپاره شاید ډیره ګرانه تمامه سی.
م.ر.رحیمی