تاند- وسله والو ترهګرو په هرات کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې شپږ غړي وژلي او ۳ نور تښتولي دي.
له دې سره په یو وخت د کابل په پروان مېنه کې نن سهار د چاودنې ږغ واورېدل شو.
د هرات د پولیسو سرچینې وايي چې نن سهار په کهسان ولسوالۍ کې پر ماین پاکانو برید وشو، شپږ تنه ووژل شول او درې نور د حمله کوونکو له لوري برمته شول.
تراوسه پوري د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه عموماً طالبان او نورې جنایتکارې ډلې کوي.
ویل شوي چې وژل شوي او تښتول شوي ماین پاکان د هلو ټرسټ موسسې کارکوونکي دي.
له بلې خوا نن په کابل کې د پولیسو په یوه موټر کې چاودنه وشوه.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزی وايي چې دا پېښه د سریښېدونکي بم د چاودنې په نتیجه کې شوې ده.
ده وویل چې بم د پولیسو په یوه موټر پوري نښلول شوی و چې د چاودنې له کبله یې د موټر چلوونکی ټپي شوی دی.
له بلې خوا شاهدان وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي شوي دي.
په وروستیو کې طالبانو سرښیېدونکو بمي بریدونو ته زور ورکړی دی.
له بلې خوا د زابل خلک وايي چې پرون ماښام د دغه ولایت په شاهجوۍ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یوه ښځه، له دولت سره د همکارۍ په شک په بې رحمۍ ووژله.
دا پېښه د شاه جوۍ ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان محمد الله توخي هم تایید کړه.