اعلامیه:ـ
نیټه ۱۳۹۳-۴-۱۹
افغانستان – کندهار- کندهار ښاروالۍ د بې کیفیته اوتاریخ تېرو خوراکي توکو دبندیز په لړکښي یوشمیر هغه تاریخ تیره خوراکي توکي او یو شمیر مشروبات د ښاریانو دهمکاري پراسا س نیولي دي کوم چي دصحت لپاره زیانمن وه.
د کندهارښاروالۍ دښارپه بېلابیلو برخو کښي دښاریانو دهمکاري پراساس هغه مشروبات نیولي چي له یوه اړخه يي تاریخ تیر وواوله بله طریقه یي کیفیت ټیټ وو اوترڅنګ یي یوه اندازه نقدي جریمه هم دیادو مشروباتو په طور خلګوته ورکړې ده ترڅو دوهم ځلي بیا داسي څه تکرار نکړي چي په مټ یي دښاریانو دصحت لپاره صدمه رسیږي په یادو تروخت تیرو خوراکي توکوچي څه اندازه کیک او ورسره په څنګ کښي دمشروباتو بېلابېل ډولونه دي کندهار ښاروالۍ دښاریانودهمکاري پراساس نیولي او دجریمې ترڅنګ یي ورته د ښه توکو دپلورو توصیه سوې ده ولي بیاهم کندهار ښاروالۍ په دې برخه کښي دخپلو شریفو ښاریانوڅخه مننه کوي چي پروخت یي دخپلي ښاروالي سره همکاري کړې ده ولي دلاهمکاري غوښتنه یي ځیني کړي ده