دزابل دکلیو اوپرختیاریاست مسولین خبر ورکوي چې دزابل ولایت د شهرصفاولسولۍ کې یی پنځه رغنیزي پروژي ګټي اخستني ته سپارلي دزابل دکلیواوپراختیاریس محمد قاسم پوپل وایی پدغو پروژو کې پلچکان داوبوذخیري استنادي دیوالونه اودیوکلینک احاطه شامله ده چې دامهال دښارصفاولسوالۍ په بیلابیلو برخو کې عملي سوي دي دښاغلی پوپل په خبره پر دغو پنځو پروژو شاه وخواه پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ددوي له لوري ورکول کیږي نوموړي زیاتوي ددغو پروژو درغولو کار د دریو میاشتو راپدي خواپیل سوي وو چی اوس ګټي اخیستي ته وسپارل سوي     دښاغلی پوپل په خبر ددی پروژوپه بشپړیدو سره به ددې ولسوالۍ دخلکو هغه ستونزي هواري سي کوم چې وړاندي تر دې ورسره مخ وه

په ورته وخت کي دسیمي یوشمیر اوسیدونکي هم ددي پروژو او کار څخه خوښ بریښیدل او غوښتنه يي کوله چی دولت دي ددوي له سمي سره په نورو برخو کي هم همکاري وکړي

ښاغلی پوپل زیاتوي چې تردې مهاله یې لسګونه نوري عامه پروژې هم بشپړي کړي چې په وینا ددې ولایت سلکونو کسانو ته دکار کولو زمینه برابره سوې دي همدا راز زیاتوي چې ددغو پروژو په بشپړیدو سره دامهال دکلات ښار اوسیدونکو ته زیاتي اسانتیاوي برابری سوی

دیادوني وړده چې تردی وړاندی په دی ولایت دکلیواوپرختیاریاست له لوری دمرکز قلات په ګډون په ځینو ولسوالیو کی دبیارغونی کارونه کړی وه دکلیواوپرختیاریاست چارواکی وایی چی دی ته ورته نوری پروژي به هم دمرکزقلات په ګډون په ټولو ولسولیو کی پلي کړي

خبریال عبدالقیوم عاجز زابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *