تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په کتنه کې وویل چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د اګست په دوهمه تنظیم شوي دي.

ښاغلي کرزي نن سهار په ارګ کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر د انتخاباتو، د انتخاباتي لانجې د حل کولو لپاره د ملګروملتو پر وړاندیزونو او د ټاکنو په اړه د دواړو کاندیدانو د د نظرونو په باب خبرې وکړې.

د ملګروملتو له وړاندیز سره سم د څه باندې ۸ زره محلونو رایې بیا شمېرل کېږي. له دې وړاندیز سره دواړو کاندیدانو موافقه کړې ده.

ولسمشر تاکید وکاوه چې د انتخاباتي لانجې د حل کولو لپاره هره نتیجه چې د کاندیدانو په تفاهم او د افغانستان د قوانینو مطابق لاس ته راشي، د منلو ده.

ښاغلي کرزي د ملګروملتو پر وړاندیز ټینګار وکړ، ویې ویل چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته پوره تیاري نیول شوې او په خپل وخت به نوی ولسمشر واک ترلاسه کړي.

0 thoughts on “کرزي جان کیري ته وویل چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته پوره تیاري نیول شوې”
  1. ښاغلی حامد کرزی به کوم نوی ولسمشر ته واک تسلیم کړی؟
    د انتخاباتو د کمیسیون له پریکړو سره سم خو ښاغلی داکتر اشرف غنی احمدزی مخکی دی او د افغانستان د اکثریت ولس انتخاب هم دی دی .
    اما د جمعیت او شورای نظار کاندید چی دوی ورته مردم افغانستان خطاب کوی بیا ښاغلی داکتر عبدالله عبدالله دی چی هغه بله ورځ یی د لویی جرګی په تاریخی خیمه کی د ښاغلی حامد کرزی عکس دوه ځلی په مځکه وغورځاوو او د خپل مشر عکس یی هلته ځوړند او تر یوه ځاییه یی موازی حکومت هم اعلان کړ چی د بلخ د والی ښاغلی عطامحمد نور له خوا سمدستی په رسمیت وپیژندل شو. البته ښاغلی عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل چی دری ورځی نور هم وخت ورکړی او دادی دا التیماتم هم پوره شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *