ولسمشر کرزي په داسې مهال د انتخاباتي کړکېچ د هواري لپاره د ملګرو ملتونو له طرحې سره موافقه کړې، چې یو انتخاباتي کمپ د امریکا د بالفعل مداخلې لاره هواره کړه. دغه پرېکړه چې ۴۳ سلنه رایه بیا پکې شمېرل کېږي، کولای شي، د جان کیري سفر ترسیوري لاندې راولي.
په سیاسي کړیو کې د امریکا مداخلې ته په ښه سترګه نه کتل کېږي؛ امریکا هم په عین وخت کې چې د دواړو لوریو ترمنځ د ایتلافي حکومت غوښتونکې ده او د اجرایوي مشر څوکۍ ایجادول غواړي، بل غوراوی یې د موقت حکومت جوړېدل دي.
عبدالله عبدالله هم د ملګرو ملتونو پیشنهادي طرحه رد کړې او هم یې د ټيم ځینو مشرانو د موقت حکومت رامنځ ته کېدو وړانديز د واک پرسر د کړکېچ حل ګڼلی دی.
اوس د افغانستان د انتخاباتو پرسر راولاړ شوی کړکېچ خپل اصلي رنګ څرګندوي، د انتخاباتو مخکښ کاندید اشرف غني که په وروستیو پایلو کې هم ګټونکي وي، نو د ایتلافي حکومت په هکله په انکار سره یې خپل سیال لوری مایوسه کړی دی. بل لورته د همپالنې ډله چې د موازي حکومت د اعلانېدو ګواښ کوي، په داسې برید ولاړه ده، چې د اشرف غني تر بري حتی د موقت حکومت جوړېدل یې د سیاسي حیایت په خیر دي.
د عبدالله عبدالله د کیڼ لوري مرستیال ويلي، دوی تیار دي، چې که بله حل لاره ونه مومي موقت حکومت ته تن کېږدي، دا غوښتنه کولای شي، په واک کې ددوی ونډه یوار بیا د بن په څېر زیاته زبات کړي، ځکه چې دوی لاهم په دولت او هم اپوزیسیون کې غښتلې ونډه لري.
روسیه او ایران چې ظاهراًد ټاکنو د مشروعیت ملاتړ کوي، د پردې ترشاه د لوبې په زوال کې یې لاسونه د شک وړ دي، بل لور ته امریکا هم د انتخاباتو د لوموړیو ورځو په نسبت د دریځ بدلیدو په حال کې ښکاري. امریکا د ځانګړي استازي څرګندونې چې وايي، ایتلافي حکومت ته د افغانستان د وحدت ضرورت دی، د افغانستان په ټاکنو کې د امریکا د مداخلې ډول واضح کوي.
د امنيتي تړون پرسر د افغان دولت احتياطي دريځ راهیسې امریکا هڅه کوي، د کرزي رول په ډېرو سیاسي ډګرونو کې وننګوي، یو له دې ټولو د واک د انتقال لپاره د کرزي ټينګار دی، چې وايي، د اسد په یوولسمه به واک منتخب ریيس جمهور ته سپاري. امریکا هڅه کوي، له یوې خوا ولسمشر کرزي ته سرخوږی جوړ کړي او له بلې خوا دداسې یو حکومت په جوړولو افغان لوري مجبوره کړي، چې د مشروعیت له اړخه په امریکا تکیه ولري.
په داسې حال کې چې وروستۍ ناامنۍ ناڅاپه او په مصنوعي ډول رامنځ ته شوې او د افغانستان د راتلونکې په اړه د نړیوال تضمین د کاواکۍ یو زېګنال دی، له بل لوري افغان انتخابات هم خپل طبعي مسیر نه طی کوي. ډېری نړیوال لاسونه د انتخاباتو په پایله کې د یو ایتلافي حکومت د جوړیدو لپاره بوخت دي، چې په ترڅ کې یې د افغانانو د رایو اغیز د دغه سنتي هېواد په سیاست او برخلیک ټاکنه کې له اهمیت څخه غورځولی دی.
ډېری کتونکي د شمالي ټلوالې د مشرانو ګواښونو ته له بیرون څخه د سازمان شوي جریان په سترګه ګوري، چې له واکه لرې نشي او په راتلونکو پنځو کلونو کې هم د افغانستان په سیاسي ټولنیزو فیصلو کې د ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو د غوښتنو استازولی وکړي.
څارونکي وايي، د امریکا مداخله د ۲۰۰۹ کال په څیر ده، ګټونکی اړخ ترهغې کچې ترفشار لاندې راولي، چې هم یې مشروعیت ستونزه ولري او د امریکا غوښتنې د کاندید د بري تعامل شي. دغه څارونکي وايي، د امریکا له خوا د پیشنهاد شوي ایتلافي حکومت یوه لویه نیمګړتیا داده، چې د اجرايوي مشر ( چيف اېکزکټیو)څوکۍ د جوړیدو غوښتنه یې بیا راپورته کړې ده او د کرزي په شان به نوی ولسمشر د هغې د مخالفت لپاره قاطع مقابله ونکړای شي.
سلام په تولو
زه فكر نه كوم چى ايتلافى حكومت دى جور شي اودا مشكل به پرى حل شي بل لورى ته احمدزي چه لاپه خوايي هم ويلى وه چى بزكشي ته هم تيار يم له عبدالله حًخه په افغانساتن او هم په نرى كى دير طرفداران لرى دوى كه بينظمى ته لاس وركر نو دعبدالله حًاى به له كولاب نه هم اخواوي امريكا نه غوارى دافغانستان دخلكو دارادى په مخ كى ودريژى لكه روسان چى ودريدل او بل داچه تنها امريكا يان په افغانستان كى دهـرحًه صلا حيت هم نه لرى او امريكا هـم هغه اقتصادى اوسياسى وزن له لاسه وكرى كوم چى له ٢٠٠١ نه اخوادرلود تا سي به اوريدلى وى چه كيرى له چين حًخه افغانستان ته راغي او چينايانو هـم ورنه ويلى چه بزكشي ته تيار يو او كيرى سولى خبرى كولى بل داچه نرى وال دانتخاباتو غوشتونكى دى دا يوه سياسي لاره او دخلكو اراده ممثله كوى دريم داچى اباما وويل دافغانستان داساسي قانون په چوكات كى او دانتخاباتو دكمسيون دفيصلى انتطازاربه كوو او دا خبره روسانو چينايانو ملگرو ملتنو هند او ديرو نورو هيوادونوهـم كرى دا په دى معنا چى تنها دامريكا يانو په خوشه به نه كيژى بلكه تو لى نري خپل اواز دامريكا له لاودسپيكر حًخه را پورته كرى او ماشوم عبدالله پرى ارامه وى