حالاتو یو پخوانی نکل را یاد کړ، عنوان یې دی :
« یوچل مې دی جوړکړی، یا به خره ګټم یا ښځه »
وایی په پخوا زمانو کی یوه سړي خپله میرمن ښا رته بوتله ، خره یی کته کړه، ښځه یې پرې سپره کړه او پخپله ورسره پلی روان شو .
پر لاره یو رونډ ولاړو، د دوی د پښو غږ یی واورید ، غږیی کړ :
په دواړو ړوند یم ، ثواب وګټئ ، ښارته ځم ، ما له ځانه سره بوزئ.
ښځی میړه ته وویل ، اوبال دی، ړوند دی، زه او ته به پلی شو او ړوند به په خره سپور او ښارته به یې ورسوو .
میړه یی وویل، ښځې، مه ساده کیږه ، کوم جنجال راته جوړنه شی ؟
ښځی وویل، خوارغریب اوپه غبرګو ړوند دی، مرسته ورسره کوو، جنجال به ولی پیښیږی ؟
سړي نه منله خوښځی یې مجبورکړ، ړوند یې په خره سپوراو دوې ورسره پلي روان شول. ښارته چی ورسیدل، ړوند ته یې وویل، حافظ جی کوزشه، ښارته راورسیدو. ړوند چیغه کړه ، ای خلکو دا خره هم زماده اوښځه هم زماده ، داظالم یی راڅخه اخلی.خلک راټول شول، سړی او ښځی ډیرچیغی وکړی چی ړوند دروغ وایی، خوخلکوته د ړوند عاجزۍ رښتیا ښکاره شوه او بلاخره درې واړه څارنوالی کی بندیان شول .
سړي او ښځې ړوند ته ننواتې کولې چی له خدایه وډارشه، موږخو درسره ښه کړی دی ، خو ړوند نه منله .
د تحقیق پرمهال سړی ویل، ښځه او خره دواړه زمادي ، ښځې ویل سړی می میړه او خره زموږده ، خو ړوند وویل، دوی ظالمان دی ، خره او ښځه زمادی .
د قاضیانو کوششونو هیڅ نتیجه ورنکړه ، بلاخره یوه قاضی امروکړ چی درې واړه په درې جلا جلا کوټو کی ایسارکړۍ .
دشپې لخوا قاضی د سړي د کوټې دروازې ته غوږ ونیو، سړی ویل ای خدایه تاته هرڅه ښکاره دی، ښځه او خره دواړه زما دی ، ای ربه د ړوند له ټګۍ می په امان کی وساته ، د ښځی دکوټی دروازې ته یې غوږونیو،ښځی ویل ، ای خدایه ته راسره مرسته وکړی، اودغه دروغجن ړوند وشرموی .
د ړوند د کوټی دروازی ته یې هم غوږ ونیو، ړوند ویل، « یوچل مې دی جوړکړی یابه خره ګټم یاښځه » .
قاضی ته معلومات وشو، سبایی سړی ، ښځه او خره رخصت او ړوند یی ګنهګاروباله .