له هغه وخته، چي د ټاکنو موضوع توده سوې، ورسره سم په ټول هيواد کي د خلکو پر اقتصادي ژوند منفي اغېز منګولي ښخي کړي دي.

ورځ تربلي د خوراکي توکي بيې لوړيږي، خو کارونه او ګټي په ټپه ولاړي دي.

بهرنۍ او کورنۍ مؤسيسې کارونو ته زړه نه ښه کوي، د پخوا په پرتله په ډيرو کمو سيمو کي ځيني د بيار غووني پروژې پلي کيږي، چي د همدې ټکني کارونو له لاسه ډېر ځوانان وزګار ګرځي.

د رغنيزو چارو ترڅنګ لويي او کوچنۍ سوداګريزي راکړي ورکړي هم داسي وګڼه، د سرايونو، موټرونو او ان د ډېر کوچني سوداګر لاهم له روان حالت څخه سرټکوي.

که مو په پام کړى وي په ځينو دولتي ادارو کي مامورين لا د خلکو پوښتنو ته سم ځواب هم په دې خاطر نه وايي، چي حالت سم نه دي او خداى خبر سبا او راتلونکو ورځو کي څه پېښه سي؟

هر سړى، چي وپوښتې په ځان پوري حيران دى او هغه د چا خبره ږغ يې ترخوله نه خيژي.

تر ټولو په زړه پوري لا داده، چي يو کندهارى من ( تقريبا څلورنيم کليو ګرامه) کچالو يا پټاټې، چي د ټاکنو له اوازو څخه مخکي په اويا او اتيا افغانۍ وې، اوس يې نرخ دوه سوه افغانيو ته جګ سوى دى.

له دې څخه معلوميږي، چي د ټاکنو د پايلو ځنډ د عام ولس اقتصادي ژوند څومره له ګواښ سره مخ کړى دى ؟

د اقتصادي چارو پوهان هيڅکله داسي حالت د زغمولو وړ نه ګڼي او وايي ، دولتي چارواکي د خلکو د اقتصادي پياوړتيا مسؤليت لري او ورته په کار ده، چي دخپلو خلکو د ښې راتلونکي لپاره اقتصادي پلانونه ولري، يوازي له ولس څخه د رايو غوښتل او ځان ارګ ته رسول د خلکو اساسي ستونزي نه سي دوا کولاى.

په نړې کي سياسي چارواکي د ټاکنو پرمهال له خلکو سره د کړو ژمنو پرځاى کول خپل د پلان لومړيتوب ګڼي، هيڅ وخت ژمني ه هيروي او نه هم د خپلو شخصي ګټو لپاره د ميلونونو خلګو په ژوند لوبي کوي.

له بده مرغه زموږ په هيواد کي خبره سرچپه ده، په ټاکنو کي ونډه اخيستونکي هره ډله غواړي، چي ځان بريالى او ارګ ته ننوتل يې يو سترارمان دى، نور د ولس په غم کي نه دي او نه هم په دې کيسه کي دي، چي روان حالت له هره اړخه خلک څومره ځوروي او پر اوږو يې دروند بار ورځ تربلي زياتوي.

که مو په ياد وي په دې نږدې ورځو کي په هندوستان کي دد ومره زياتو مذهبونو، ګوندونو، مليتونو او کلتورونو او ژبو سره سره ټاکني ترسره سوي، له ټاکنو وروسته يې پايلې معلومي سوې، د خلکو اکثريت ته په درناوي پخواني لومړي وزير خپل ځاى نوي لومړي وزير ته په ورين تندي له مبارکۍ سره يوځاى پرېښود.

نه چا د موازي حکومت خبره وکړه، نه چا مذهبي، سمتي، کلتوري، ژبني او نورو پلمو د ټاکنو پايلو د منلو او نه منلو خبره ياده کړه.

که چيري زموږ مسؤلين په رښتيا هم غواړي، چي ولس او د ولس رايو ته درناوى ولري، نو ورته لازمه ده، چي خپلي شخصي غوښتني شاته او د ولس غوښتنو ته لومړيتوب ورکړي.

د همدې لومړيتوب پر بنسټ د يو موټي خپلواک، سمسور، پرمختللي او سرلوړي افغانستان د جوړېدو او پايښت لپاره کار، هڅه او ځغاستي وکړي.

که چيري افغانستان متحد، سمسور، پرمختللى او اباد وي، نو په افغانستان کي ټول ميشت قومونه به له ټولو حقونو څخه برخمن کوي او که خداى مه کړه افغانستان له ستونزو ډک وي، نو په دې خاوره کي هيڅ اوسيدونکى ښه ژوند نه سي کولاى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *