تاند – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن شنبه د دوهم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو سره په کابل کې خبرې پيل کړې. دی غواړي چې د انتخاباتو پر سر لانجه غوڅه شي.

د دې سربیره چې  د جمعې په ورځ جان کري له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې او له افغان چاروکو سره د لیدنې کتنې د شپې تر ناوخته دوام وکړ خو د امریکایي چاروکو په وینا د تیرې ورځو او شپې له خبرو یې کومه غوڅه نتیجه ترلاسه نه کړه.

نن جان کري یو ساعت او شل دقیقې له عبدالله عبدلله سره وغږیده او د امریکایي چارواکو په وینا تر هغه وروسته یې له اشرف غني احمدزي سره خبرې پیل کړې.

ښاغلي کیري نن له خبریالانو سره د خبرو په مهال هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو څو ساعتونو کې د افغانستان لپاره داسې یو حل وموندل شي چې د دې هیواد د ولسمشرۍ انتخابات داسي لوری خپل کړي چې ورته اړتیا ده.

 جان کري وویل، په افغانستان کې د امریکا راتلونکې ګټې د افغانستان د دې ډيموکراټیکې پروسې یعنې انتخاباتو په بریالیتوب پورې تړلی دی.

یو شمیر امریکایي چارواکو وویل چې پرون ګڼ وړاندیزونه شوي وو چې ښایي پر دو تمرکز وشي، یو دا چې څرنګه کیدای شي چې رایي پاکې شي او دوهم وړاندیز دا دی چې څرنګه افغانان په خپلو کې خپله ستونزه هوارولی شي.

جان کیري به نن وروسته له ولسمشر حامد کرزي سره هم وویني. په دې اړه چې ښاغلی کیري به نن د خپل سفر په پای کې کومې خبري غونډې ته څرګندونې وکړي او کنه، څه نه دي ویل شوي.

نوموړی د پنجشنپې په ورځ د شپې ناوخته کابل ته راورسېد. نن جینوا ته ځي چې د ایران پر اتومي لانجې د لویو قدرتونو او ایران په خبرو کې ګډون وکړي.

4 thoughts on “جان کیري له عبدالله سره نژدې یو نیم ساعت خبرې وکړې”
  1. ښه نو څنکه شو ګل مرجان ومنله او که نه
    خدای د ده ته انصاف ورکړی لا پدی موازی حکومت

  2. محترم ورور عبدالله ،عبدالله غوارم ديو أفغان او ديو جنرال به توكه نيكه مشوره در كرم ؟
    داجه زه ستا دي انخور ته كورم به انخور كي يو خارجي هغه هم أمريكاءي به تا ستركي را آيستلي أويو قسم درته كوري اوتا خان عاجز نيولي كومه خندا جه به طبعي شكل ته لري هغه زه نه كورم .قسم خورم او روزه به خله لرم داجه ته أفغان اوزه أفغان يم دستركو مي بي اختياره أوشكي رواني شوي جه ولي مونز دومره واره او دبرديو دلاس اله وكرخيدو أونور خلك راخي زمونز زعامت را تأكي همداسي يوه حمله را بأندي دكار مل او نجيب به وخت كي هم را بأندي راغلي وه كوم عمل جه روسانو إنجام كره
    اصلي مطلب مي دادي جه له دغي بي شرما نه عمل جه خارجيانو شروع كري ديته دي ديو أفغان به توكه مثبت جواب ويلي وي او به خلكو كي جه كوم نفرين او بد كما نئ ستا به هكله بيداشوي ده هغه تلافي او خلكو كي محبوبيت بيداكري دا شرم نه دي بلكه افتخار دي ديو أفغان به توكه ورشه دداكتر اشرف غني لأسونه ونيسه أوردته ووايه جه دي كتلي مبارك دي شه بيا وكوره جه افغانان تا ته به خه درنه ستركه احترام قائل كيزي د طوفان وزيري غوندي شيطان او خو نورو محدودو بشتنو به خبره مه غوليزي هغه ستا دا لرؤ ته ستركي بتي كري نني بشتو خرخه كره سبا تا خرخوي دافغانانو تول قومونه سره ورونه او شريكي اريكي لري ستا دداسي شه عمل داجرا كولو به انتظار

  3. محترم ورور عبدالله ،عبدالله غوارم ديو أفغان او ديو جنرال به توكه نيكه مشوره در كرم ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *