بسم الله الرحمن الرحیم
د روژې ثوابــونه :
۱ – رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم فرمايلي چې : الله جل جلاله فرمایي : روژه زما ده ، او زه به په خپله روژه نيوونکي ته ثواب ورکوم .
او روژه ډال دی ( مسلمان له اُور څخه ساتي ) ، چې کله تاسو روژه یاست نو بيا بدې خبرې مه کوئ ، ( لکه ښکنځل ، او نورې بې ځایه او سپکې خبرې ) که روژه دار ته څوک ښکنځل وکړي ، يا جګړه ورسره کوي ، نو ( دی دې ځواب نه ورکوي بلکه ) ورته وايي دې چې زه روژه یم . ( او غلی دې شي ) .
او په خدای قسم چې د روژه دار د خولې بوی الله جل جلاله ته د مشکو له ( ښکلي ) بوی څخه هم غوره دی ، د روژه نيوونکي لپاره دوه خوښۍ دي : يوه هغه وخت چې روژه ماته کړي ( نو خوښ شي ) بله بيا هغه وخت چې کله له الله جل جلاله سره مخامخ شي ( او هلته د خپلې روژې ثواب او ويني ) نو په روژه به خوښ شي . ( بخاري او مسلم )
۲ – رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي چې : غزا ته ځئ نو د خدای په ضمانت کې به ياست ، او روژه نيسئ نو صحتمند به ياست ، او سفر کوئ نو غنيان به ياست . ( طبراني )
۳ – له حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې يوه ورځ هم د خدای د رضا لپاره روژه ونيسي بيا له ایمان سره مړ شي نو جنت ته به ځي . ( مسند احمد )
د روژې د مياشتې ثوابونه :
۴ – رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : څوک چې په داسې حال کې د روژې د مياشتې روژې ونيسي چې د روژې په فرض کېدلو يې ايمان وي او د ثواب اراده ولري ( يعنې د خلکو لپاره نه ، بلکه د خدای لپاره روژه ونيسي ) نو ټول مخکني ګناهونه به يې وبخښل شي . ( بخاري )
د روژېد مياشتې برکت :
۵ – له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اورېدلي چې فرمايل يې : جنت د کال له اول نه تر آخره پورې د روژې د راتللو لپاره ښايسته کېږي ، چې کله د روژې د مياشتې اوله شپه شي نو د عرش له لاندې نه يو باد را والوځي ، دې باد ته مُثِيْره وايي ، د دې له امله د جنت پاڼې پړکېږي ، او د دروازو حلقې هم سره لګېږي چې له امله يې يو آواز اورېدل کېږي ، دومره ښايسته آواز چې د دې په څېر ښايسته آواز چا نه وي اورېدلی ، نو حورې را اوځي تر دې چې د جنت په برنډو کې ودرېږي ، او دا آواز کوي چې : څوک شته چې له خدای نه مونږه اوغواړي چې مونږ نکاح ورسره وکړو ؟ بيا دا ټولې حورې د جنت څارونکې ملايکې ته چې نوم يې رضوان دی غږ وکړي چې : ای رضوانه ! دا کومه شپه ده ؟ هغه ورته وايي چې دا د روژې د مياشتې اوله شپه ده ، د جنت دروازې د محمد د امت لپاره خلاصې کړی شوې .
الله تعالی فرمايي چې : ای رضوان ! د جنتونو دروازې خلاصې کړه ، ( او د دوزخ څارونکې ملايکې ته وايي چې نوم يې مالک دی ) ای مالک ! د دوزخ دروازې بندې کړه .
او ای جبريل ! ځمکې ته کوز شه ، او سرکشه شيطانان وتړه ، او ځنځيرونه پکې واچوه ، بيا يې په سمندر کې وغورځوه ، څو زما د ګران ( محبوب ) د امت روژه خرابه نکړي .
او فرمايي چې : او الله تعالی د روژې د مياشتې په هره شپه کې يو آواز کوونکي ته امر کوي چې درې وارې دا آواز وکړي چې : آيا کوم سوالګر شته چې زه يې ضرورت ورته پوره کړم ؟ آيا کوم توبه کوونکی شته چې زه يې توبه قبوله کړم ؟ آيا کوم مغفرت ( بخښنه ) غوښتونکی شته چې زه يې ګناهونه ورته وبخښم ؟ څوک قرض ورکوي داسې ذات ته چې غني دی فقير نه دی ؟ او داسې ذات ته چې وفا دار دی ظالم ندی ؟ ( البيهقي في شعب الإيمان )
او فرمايي چې : کله د ليلة القدر شپه شي نو الله جل جلاله جرئيل عليه السلام ته امر کوي ، هغه بيا د ملايکو له يوه لښکر سره ځمکې ته کوزېږي ، له دوی سره يو شين بيرغ وي ، هغه بيرغ د کعبې د پاسه ودروي ، د جبريل عليه السلام سل وزرونه دي ، دوهداسې وزرونه دي چې يواځې په دې شپه يې غوړوي چې له مشرقه تر مغربه پورې رسېږي ، جبريل عليه السلام ملايکې هڅوي هغوی بيا په هر ولاړ او ناست ، لمونځ کوونکي او ذکر کوونکي باندې سلامونه اچوي او لاس ورکوي ( يعنې مصافحه ، په لاس باندې روغبړ ورسره کوي ) او په دعاګانو باندې يې آمين وايي ، تر دې چې سهار کېږي ، چې کله سهار شي جبريل عليه السلام آواز وکړي چې : ای ملايکو ! ( بېرته ) روانېږو ، روانېږو !
هغوی ورته وايي چې ای جبريل ! زمونږ رب د احمد صلی الله عليه وسلم د امت حاجتونه سره څه وکړل ؟ هغه ورته وايي چې : نن شپه الله تعالی ټولو ته د رحمت نظر وکړو او ټول يې وبخښل .
يواځې څلور کسان يې ندي بخښلي : ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : مونږ اوويل چې : ای د خدای رسوله ! دوی څوک دي ؟ هغه اوفرمايل چې : يو هغه سړی چې شراب څښي ، او د مور او پلار له لوري عاق شوی ، او هغه چې له خپلوانو سره يې دوستي پرې کړې وي ، او بل مُشاحِنْ ، مونږ پوښتنه وکړه چې مشاحن څوک دی ؟ هغه اوفرمايل چې : هغه چې له مسلمانانو سره دښمني کوي . ( البيهقي في شعب الإيمان )
فائده : حسيني په تاج العروس کې ليکلي چې : مشاحن : هغه کس ته وايي چې بدعتي وي او د مسلمانانو له ډلې څخه جدا شوی وي ، امام اوزاعي فرمايي چې : مشاحِنْ : هغه کس ته وايي چې : په زړه کې يې له اصحابو سره دښمني وي . ابن ثوبان فرمايي چې : مشاحن : هغه کس ته وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت يې پريښي وي ، او د رسول الله د امت په هکله بدې ارادې لري ، يا د مسلمانانو وينې تويوي .
۶ – ابوهُرَيرَه رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د روژې مياشت درته راغله ، دا مبارکه مياشت ده ، الله تعالی پر تاسو باندې د دې روژه فرض کړې دی ، پدې مياشت کې ( د الله تعالی د رحمتونو د نازلېدلو لپاره ) د اسمانونو دروازې خلاصېږي ، او د جهنم دروازې بندېږي ، او سرکشه شيطانان پکې په زنځيرونو تړل کېږي ، پدې مياشت کې د الله تعالی يوه شپه ده چې له زرو کلونو څخه غوره ده ، څوک چې د دې شپې له خير څخه بې برخې شو ، هغه يقينًا بې برخې او محروم دی . ( نسائي او بيهقي )
۷ – او ( د الله تعالی له لوري څخه ) يو څوک آواز کوي چې : ای د خير پلټونکيه وړاندې شه ، او ای د شر پلټونکيه ! بس کړه ، او الله تعالی ډېر خلک له جهنم څخه آزادوي ، او دا هره شپه وي . ( ترمذي ) ۸ – عُباده بن صامت رضي الله عنه فرمايي چې : روژه را نږدې شوه ، نو يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : تاسو ته د روژې مياشت راغله ، دا د برکت مياشت ده ، پدې مياشت کې الله جل جلاله تاسو ته خاص د رحمت نظر کوي نو رحمتونه را نازولي ، او ګناهونه بخښي ، او پدې مياشت کې دعا قبلوي ، الله تعالی ستاسو د خير سياليو ته ګوري ، او د ملايکو مخکې پر تاسو باندې فخر کوي ، نو الله تعالی ته ښه کارونه وړاندې کړئ ، ځکه هغه څوک بدبخته دی چې پدې مياشت کې د الله تعالی له رحمت (پېرزوينو ) څخه بې برخې پاتې شي . ( الطبراني )
۹ – له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه اوفرمايل : د روژې د مياشتې په اوله شپه الله جل جلاله ټول اسلامي امت ته د رحمت نظر کوي ، او چاته چې الله جل جلاله د رحمت نظر وكړي – هغه ته بيا کله هم عذاب نه ورکوي ، او الله جل جلاله خپل جنت ته امر کوي چې ځان تيار کړه او ښايسته شه زما د بندګانو لپاره ، ځر ده چې هغوی به د دنيا له ستړيا وو څخه زما کور او پېرزوينې ته راشي .
او چې کله د روژې د مياشتې آخري شپه شي نو ټولو ته به بخښنه ( مغفرت ) وشي .
یو کس پوښتنه وکړه چې : دا د ليلة القدر شپه ده ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ځواب ورکړ چې : نه ، ته نه ګورې چې کله کاريګر کار وکړي او فارغه شي نو پوره مزدوري ورکول کېږي . ( يعنې دا خو د روژې آخري شپه ده ، او مسلمانانو دا ټوله مياشت خواري کښلې ده ، نو د همدې تندې او لوږې په بدل کې به الله جل جلاله دوی بخښي ، او د ليلة القدر شپه خو بېله ده ) ( البيهقي في شعب الإيمان )
د تراويح ثواب :
۱۰ – ابوهُريره رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به مسلمانانو ته د روژې په مياشت کې د ماسخوتن له لمانځه څخه وروسته د ( قيام ) تراويحو د لمانځه ترغيب ورکولو بې له دې چې ( د فرضو په څېر ) سخت حکم ورته وکړي ، بيا به يې فرمايل چې : څوک د روژې په مياشت کې د شپې قيام (تراويح ) په ايمان او د ثواب په نيت سره وکړي نو مخکني ګناهونه به يې ورته وبخښل شي . ( بخاري او مسلم )
۱۱ – له عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په نورو مياشتو باندې د روژې د مياشتې غوره والی ( فضيلت ) بيان کړو ، بيا يې اوفرمايل چې : څوک د روژې په مياشت کې د شپې قيام ( تراويح ) په ايمان او د ثواب په نيت سره وکړي نو له ګناهونو څخه به داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې له خپلې مور څخه پيدا شوی وو . ( النسائي )