۳۱ – له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : پېشلمی کوئ ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت دی . ( بخاري او مسلم )
۲۳ – يو صحابي وايي چې : رسول الله صلی الله عليه و سلم اوفرمايل : دا ( پېشلمی ) برکت دی ، الله جل جلاله تاسو ته در کړی دی ، دا مه پرېږدئ . ( النسائي )
۳۳ – سائب بن يزيد رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : ښه پېشلمی خورما ده .
او فرمايل يې چې : الله دې په پېشلمي کوونکو باندې خپل رحمت نازل کړي . ( الطبراني )
د پېشلمي وخت :
د دې لپاره مناسب داده چې د شپې په آخري برخه کې وي ، داسې چې د اذان تر وخته پورې ختم شي ، چې بيا سړي مسجد ته لاړ شي او ښځې خپل لمونځونه وکړي ، نو د ټولو لمونځونه به په خپل وخت ادا شي .
ډېر خلک داسې کوي چې نيمه شپه يا له اذان څخه ډېر مخکې را پورته شي ، چې بيا پېشلمی ختم شي نو اذان ته لا وخت وي ، بيا نو ويده شي ، او د سهار لمونځ قضا کړي ، يا يې بې له جَمْعې څخه ادا کړي ، چې دواړه تاوان دی ، په کليو کې اکثره داسې کېږي ، په مسجدونو کې د سهار په لمانځه کې يو څو کسان په امام پسې ولاړ وي !
د دې لپاره بايد محترم امامان د سهار لمونځ را مخته کړي ، داسې چې څنګه اذان وشي نو لس يا پنځلس دقيقي وروسته دې جماعت ودروي ، پدې سره به ډېر خلک د جماعت په لمانځه کې شريک شي ، ځکه چې د اذان په وخت کې ډېر خلک ويښ وي ، نو که له اذان سره پرلپسې جماعت ودرېږي ټول خلک ، لويان او ماشومان به برخه پکې واخلي ، چې د خير او برکت خبره ده .
بدبختان :
۲۸ – رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : جبريلماته راغی او دا خبره يې راته وړاندې کړه چې : هلاک دې وي هغه څوک چې د روژې مياشت تېره شي او د دده بخښنه ونه شي . ما ويل : آمين .( المستدرک )
فائده :
يعنې په روژه کې د الله جل جلاله د رضا د حاصلولو او د خپلو ګناهونو د بخښلو لپاره ډېرې اسانه اسانه لارې موجودې وي ، خو که يو کس لدې اسانتيا سره بيا هم دومره عبادت ونکړي چې د ده لپاره د مغفرت سبب شي ، او روژه په غفلت کې پرې تېره شي ، نو بې شکه چې دا سړی ډېر بد بخته دی ، رب مو دې لدې بدبختۍ څخه وساتي .
۲۹ – له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اورېدلي چې فرمايل يې:
کله چې د ليلة القدر شپه شي نو الله جل جلاله جرئيل عليه السلام ته امر کوي ، هغه بيا د ملايکو له يوه لښکر سره ځمکې ته کوزېږي ، له دوی سره يو شين بيرغ وي ، هغه بيرغ د کعبې د پاسه ودروي ، د جبريل عليه السلام سل وزرونه دي ، دوه داسې وزرونه دي چې يواځې په دې شپه يې غوړوي چې له مشرقه تر مغربه پورې رسېږي ، جبريل عليه السلام ملايکې هڅوي هغوی بيا په هر ولاړ او ناست ، لمونځ کوونکي او ذکر کوونکي باندې سلامونه اچوي او لاس ورکوي ( يعنې مصافحه ، په لاس باندې روغبړ ورسره کوي ) او په دعاګانو باندې يې آمين وايي ، تر دې چې سهار کېږي ، چې کله سهار شي جبريل عليه السلام آواز وکړي چې : ای ملايکو ! ( بېرته ) روانېږو ، روانېږو ! هغوی ورته وايي چې ای جبريل ! زمونږ رب د احمد صلی الله عليه وسلم د امت حاجتونه سره څه وکړل ؟ هغه ورته وايي چې : نن شپه الله تعالی ټولو ته د رحمت نظر وکړو او ټول يې وبخښل .
يواځې څلور کسان يې ندي بخښلي : ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : مونږ اوويل چې : ای د خدای رسوله ! دوی څوک دي ؟ هغه اوفرمايل چې : يو هغه سړی چې شراب څښي ، او د مور او پلار له لوري عاق شوی ، او هغه چې له خپلوانو سره يې دوستي قطع کړې وي ، او بل مُشاحِنْ ، مونږ پوښتنه وکړه چې مشاحن څوک دی ؟ هغه اوفرمايل چې : هغه چې له مسلمانانو سره دښمني کوي . (بيهقي ) فائده :
حسيني په تاج العروس کې ليکلي چې : مشاحن : هغه کس ته وايي چې بدعتي وي او د مسلمانانو له ډلې څخه جدا شوی وي ، امام اوزاعي فرمايي چې : مشاحِنْ : هغه کس ته وايي چې : په زړه کې يې له اصحابو سره دښمني وي . ابن ثوبان فرمايي چې : مشاحن : هغه کس ته وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت يې پريښي وي ، او د رسول الله د امت په هکله بدې ارادې لري ، يا د مسلمانانو وينې تويوي.
۳۰ – له ابو هُرَيْرَهْ رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : ډېر روژه نيوونکي داسې دي چې هغوی ته له خپلې روژې څخه بې له لوږې – نور هېڅه هم لاس ته نه ورځي ، او ډېر د شپې لمونځ کوونکي داسې دي چې هغوی ته بې له “بې خوابۍ ” څخه نور هېڅه هم په لاس نه ورځي . ( ابن ماجه او نسائي )
فائده :
د دې حديث په تشريح کې څو اقوال دي : اول – عالمان فرمايي چې : لدې حديث څخه هغه سړی مُراد دی چې ټوله ورځ روژه وي خو روژه ماتی په حرامو وکړي ، د ټولې ورځې د روژې چې څومره ثواب وو- له هغې څخه د حرامو ګناه زياته وي ، چې د ټولې ورځې ثواب ورسره ختم شي او د ورځې له روژې څخه ورته بې له لوږې نور څه لاس ته نه ورځي . دوهم – هغه سړی يا ښځه مُراد ده چې روژه نيسي خو په غيبت کې هم اخته وي . دريم – دا چې د روژې په حالت کې له نورو ګناهونو څخه ځان نه ساتي .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم خبرې هر اړخيزې وي ، دا ټول شيان ور څخه مُراد دي ، او لدې نه علاوه نور بد کارونه هم .
همداسې د شپې د بې خوابۍ او عبادت حال هم وي ، چې ټوله شپه عبادت وکړي خو د سهار لمونځ ور څخه قضا شي يا يې بې له جماعت څخه وکړي ، يا د ورځې په غيبت اخته شي ، يا د شپې عبادت او بې خوابي د خلکو او رِيا لپاره کوي . ( فضائل رمضان للشيخ زکريا رحمة الله عليه )