۳۴ – الله جل جلاله فرمايي چې :{لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ () تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا}( د ) ليلة القدر ( د شپې عبادت ) د زرو مياشتو ( له عبادت ) څخه غوره دی ، پدې شپه کې د رحمت ملايکې او جبريل ځمکې ته را کوزېږي . ( القدر : ۳ ، ۴ آيتونه ) زر مياشتې = اتيا کلونه او څلور مياشتې کېږي .
۳۵ – بيهقي له امام مجاهد رحمة الله عليه څخه دا روايت نقل کړی دی چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني اسرائيلو د يو کس په هکله اوفرمايل چې : اتيا کاله يې د خدای په لاره کې جهاد کړی وو ، نو مسلمانانو ته خپل عملونه کم ښکاره شول ، ( ځکه چې اوس عُمرونه کم وي ) نو بیا دا آيت را نازل شو ( او د اتيا کلونو د عبادت ثواب الله جل جلاله په يوه شپه عبادت کې اعلان کړو ) . ( روح المعاني )
۳۶ – ابوهُریرة رضي الله عنه وايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د ليلة القدر په شپه له ايمان او د ثواب په نيت سره قيام ( نفلي لمونځونه) وکړي نو ټول مخکني ګناهونه به يې وبخښل شي . ( بخاري او مسلم )
۳۷ – په يو بل روايت کې راغلي چې وروستني ګناهونه به يې هم وبخښل شي . ( نسائي ) ۳۸ – عُباده بن صامِتْ رضي الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته دا خبره وکړه چې : ليلة القدر د روژې د مياشتې په وروستيو لسو شپو کې ده ، ۲۱ يا ۲۳ يا ۲۵ يا ۲۷ يا ۲۹ يا هم آخري شپه ، څوک چې پدې کې په ايمان او د ثواب په نيت سره قيام ( نفلونه ) وکړي نو ټول مخکني او وروستني ګناهونه به يې وبخښل شي . ( مسند أحمد )
۳۹ – حضرت عایشه رضي الله عنها فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : تاسو لیلة القدر د روژې د آخري لسيزې په تاقو شپو کې ولټوئ . ( بخاري )
فائده :
ليلة القدر ډېره مبارک او د قدر شپه ده ، د دې شپې حقيقت او اسرار او همداسې د عبادت ثواب يې يواځې الله جل جلاله ته معلوم دی ، ځينې عالمان وايي چې له زرو مياشتو څخه مطلب ټوله زمانه ده . پدې شپه ډېر ې زياتې ملايکې له اسمانونو څخه ځمکې ته را کوزېږي ، د دوي د را کوزېدلو دوه مطلبونه عالمانو بيان کړي دي ، نور نو خدای ته معلوم دي : يو دا چې : په ځمکه باندې ګرځي هر مسلمان ته ورځي جبريل عليه السلام مصافحه ورسره کوي او په کور کې يې د خدای رحمتونه او برکتونه وېشي ، هر کور ته ځي يواځې هغه کور ته نه ورځي چېرته چې شرابي وي ، عکسونه وي ، سپی وي . دوهم دا چې : دا شپه او برکت يې يواځې په دنيا کې وي نو د دې برکت د حاصلولو لپاره ملايکې دنيا ته را کوزېږي څو له مسلمانانو سره يو ځای د دې شپې په عبادت کې شريکې شي. ( روح المعاني )
د دې شپې نښه داده چې : ډېره ارامه وي ، د شپې ستوري نه وارېږي ، نه ګرمه وي او نه ډېره يخه ، د دې شپې په سهار باندې د لمر رڼا يو څه تته ( کمه ) وي ، علامه آلوسي فرمايي چې : دا ځکه تته وي چې په فضا کې د کوزېدونکو او ختونکو ملايکو انوار وي . امام شعبي رحمة الله عليه فرمايي چې د ليلة القدر د ورځې عبادت هم د شپې د عبادت هومره ثواب لري . ( روح المعاني )
د اختر د شپې د عبادت ثواب :
۴۰ – له عُباده بن صامت رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د واړه اختر او لوی اختر شپې ژوندۍ کړي نو د ده زړه به نه مړ کېږي په کومه ورځ چې د نورو خلکو زړونه مړه ک��ږي . ( الطبراني )
۴۱ – له معاذ بن جَبَل رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې دا پنځه شپې ژوندۍ کړي ( عبادت پکې وکړي ) د هغه لپاره جنت واجب شو : د تَرْوِيې شپه ، د عرفات شپه ، د لوی اختر شپه ، د واړه اختر شپه ، او د شعبان مياشتې د پنځلسم شپه . ( الترغيب و الترهيب للأصبهاني )
ترويه :
د ذي الحجې د اتمې ورځې شپه ، لدې نه وروسته بيا د عرفات شپه وي . مسئله : ( پدې شپو کې که څوک ټوله شپه عبادت وکړي ، دا خو ډېره غوره خبره ده ) خو که څوک د شپې ډېره برخه عبادت وکړي نو هم د ټولې شپې ثواب به تر لاسه کړي ، ځينې عالمان وايي چې : که تر نيمې شپې پورې عبادت وکړي نو هم به دغه ثواب وګټي ، که څوک دا نشي کولای نو پدې شپو کې دې د ماسخوتن او سهار لمونځ په جماعت سره وکړي نو د دې شپو د عبادت معنوي ثواب به وګټي . ( رد المحتار ) وَيَكُونُ بِكُلِّ عِبَادَةٍ تَعُمُّ اللَّيْلَ أَوْ أَكْثَرَهُ . ( الدر المختار )
مسئله : د دې شپې د ژوندۍ کولو مطلب دادی چې پدې شپه کې نفلي لمونځ وکړي ، پدې کې کوم خاص شمېر نشته ، چې څومره کولای شي ، سمه ده ، يا د قرآن شريف تلاوت وکړي ، يا حديثونه لولي ، يا يې اوري ، يا تسبيح وايي يا ثناء وايي ، يا په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې درود شريف وايي ، پدې ټولو کارونو باندې د دې شپې د ژوندۍ کولو ثواب تر لاسه کېږي . ( رد محتار ) نُقِلَ عَنْ بَعْضِ الْمُتَقَدِّمِينَ ، قِيلَ هُوَ الْإِمَامُ أَبُو جَعْفَرٍ مُحَمَّدُ بْنُ عَلِيٍّ أَنَّهُ فَسَّرَ ذَلِكَ بِنِصْفِ اللَّيْلِ وَقَالَ : “مَنْ أَحْيَا نِصْفَ اللَّيْلِ فَقَدْ أَحْيَا اللَّيْلَ ” وَذَكَرَ فِي الْحِلْيَةِ : أَنَّ الظَّاهِرَ مِنْ إطْلَاقِ الْأَحَادِيثِ الِاسْتِيعَابُ ، لَكِنْ فِي صَحِيحِ مُسْلِمٍ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ ” مَا أَعْلَمُهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَامَ لَيْلَةً حَتَّى الصَّبَاحَ ” فَيَتَرَجَّحُ إرَادَةُ الْأَكْثَرِ أَوْ النِّصْفِ ، لَكِنَّ الْأَكْثَرَ أَقْرَبُ إلَى الْحَقِيقَةِ مَا لَمْ يَثْبُتْ مَا يَقْتَضِي تَقْدِيمَ النِّصْفِ ا هـ . وَفِي الْإِمْدَادِ : وَيَحْصُلُ الْقِيَامُ بِالصَّلَاةِ نَفْلًا فُرَادَى مِنْ غَيْرِ عَدَدٍ مَخْصُوصٍ ، وَبِقِرَاءَةِ الْقُرْآنِ ، وَالْأَحَادِيثِ وَسَمَاعِهَا ، وَبِالتَّسْبِيحِ وَالثَّنَاءِ ، وَالصَّلَاةِ وَالسَّلَامِ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْحَاصِلُ ذَلِكَ فِي مُعْظَمِ اللَّيْلِ وَقِيلَ بِسَاعَةٍ مِنْهُ . وَعَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا بِصَلَاةِ الْعِشَاءِ جَمَاعَةً ، وَالْعَزْمِ عَلَى صَلَاةِ الصُّبْحِ جَمَاعَةً ، كَمَا قَالُوهُ فِي إحْيَاءِ لَيْلَتَيْ الْعِيدَيْنِ . وَفِي صَحِيحِ مُسْلِمٍ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ اللَّيْلَ كُلَّهُ } ” . ( رد المحتار : ۲ /25 )
د روژې په مياشت د عُمرې ثواب :
۴۲ – له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : د روژې په مياشت کې عُمره کول د حج ثواب لري ، يا زما سره يوځای د حج ثواب لري . ( بخاري او مسلم )
۴۳- د ابوؤد شريف په روايت کې بيا راغلي چې : يو وارې رسول الله صلی الله عليه وسلم حج ته د تللو اراده وکړه ، نو يوې ( مشرې ) ښځې خپل خاوند ته اوويل چې ما هم له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يو ځای په قافله کې حج ته ولېږه ( ځکه چې د دې ثواب به ډېر وي چې رسول الله مبارک پخپله موجود دی ) هغه سړي ورته ځواب ورکړ چې زما سره دومره څه نشته چې تا پرې حج ته ولېږم .
( نو دې ښځې خپل خاوند رسول الله مبارک ته ور ولېږلو ) هغه رسول الله مبارک ته ورغی او عرض يې وکړو چې : زما ښځه غواړي چې له تاسو سره په قافله کې حج ته لاړه شي ، خو زما سره دومره څه نشته چې هغه پرې ولېږم ، هغې ماته ويل چې له تاسو څخه پوښتنه وکړم چې بل کوم عمل دی چې ثواب به يې ستاسو سره د حج د ثواب برابر وي ؟ رسول الله مبارک ورته اوفرمايل : هغې ته زما له لوري څخه السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته او واياست ، او دا ورته او وايه چې : د روژې د مياشتې عُمره دومره ثواب لري لکه زما سره حج . ( ابوداؤد ، ابن خُزَيمه )
۴۴ – له اُمِّ مَعْقَل رضي الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د روژې په مياشت کې عُمْره – زما سره دحج هومره ثواب لري . ( ابوداؤد ، ترمذی ، نسائي ، ابن خُزَيْمه )
فائده : هغه ډېر بختور خلک وو چې رسول الله مبارک ته به يې مخامخ کتلو او د هغه په ملګرتيا کې به يې لمونځ روژه حج جهاد او نور عبادتونه کول ، هغه يو وخت وو تېر شو ، بېرته نه را ګرځي ، خو دا هم د يو مؤمن لپاره ډېره د تسل او غنيمت خبره ده چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې د عبادت ثواب په يو بل اسانه عبادت کې تر لاسه کړي ، که د دې زمانې مسلمانان له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره یو ځای له حج کولو څخه پاتې شول ، نو د روژې د مياشتې عُمره خو ندی ترې پاتې شوې ، اکثره مسلمانانو ته الله جل جلاله دا توان ورکړی دی ، او کولی شي چې د روژې په مياشت کې عُمره وکړي او د حج ثواب تر لاسه کړي ، هغه حج چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يو ځای وي . رب مو دې لدې او نورو پېرزوينو څخه برخمن کړي .