۴۷ – علامه شعراني په کشف الغُمة کې دا روايت نقل کړی دی چې : څوک د ماښام له لمانځه څخه وروسته د ماسخوتن تر لمانځه پورې اعتکاف وکړي نو الله جل جلاله به د ده لپاره په جنت کې يو کور جوړ کړي . ( فضائل رمضان للشيخ زکريا رحمه الله ) او امام محمد رحمه الله فرمايي چې : په شپه يا ورځ کې يو ساعت نفلي اعتکاف هم کېږي . ( در مختار ) داسې چې مسجد ته ننووځي د اعتکاف نيت وکړي ، يا په خپل کور کې د عبادت په ځای کې کښيني او د اعتکاف نيت وکړي ، نو رب به د اعتکاف ثواب ورکړي .
يو ساعت :
د امام محمد رحمه الله پدې قول کې د يو ساعت اعتکاف جواز او ثواب معلوم شو ، لدې يو ساعت څخه دغه اوسنی د ۲۴ ساعتونو يو ساعت مراد دی او که څه ؟
پدې هکله علامه رافعي رحمة الله عليه د علامه سندي قول نقل کړی چې : په شريعت کې د همدې ۲۴ ساعتونو د اندازې تأييد شته . في السندي : و قد ورد ما يؤيد ما ذهب إليه أهل الميقات من تقدير الأربع و العشرين من الساعات في الليل و النهار , و ذلك فيما أخرجه أبوداؤد و النسائي :عن جابر بن عبد الله : عن رسول الله صلى الله عليه و سلم أنه قال : يوم الجمعة اثنتا عشرة ساعة و لا يوجد عبد مسلم يسأل الله شيئا إلا أتاه الله فالتمسوها آخر الساعة بعد العصر . ( تقريرات الرافعي في آخر المجلد الثاني من رد المحتار , ( لفظ هذا الحديث للحاكم في المستدرك , و قال : هذا حديث صحيح على شرط مسلم , وقال الذهبي : على شرط مسلم )
د اعتکاف قضا :
که د چا اعتکاف مات شي ، يا د کوم عذر له امله پاتې شي نو احتياط پدې کې ده چې بيا به يې قضا را ګرځوي ، او لس ورځې اعتکاف به کوي ، او پدې اعتکاف کې به د ورځې روژې هم نيسي . ( فتاوی محموديه : ۱۰ / 255 , إدارة الفاروق )
د اعتکاف په هکله زمونږ د ځوانانو غفلت :
د اعتکاف دومره ستر ثواب دی ، د وه حجونه او دوه عمرې ، خو بيا هم زمونږ ځوانان لدې ثواب څخه ډېر لرې وي ، او په ځينو سيمو کې خو خلک دا فکر کوي چې اعتکاف يواځې د بوډاګانو عمل دی ، چې د افسوس خبره ده .
بايد ځوانان د روژې دا لس ورځې غنيمت وګڼي ، او اعتکاف ته کښيني ، چې د تربيت مطالعې تلاوت او نورو تربيوي اعمالو لپاره يو موزون عمل دی .
د اعتکاف په هکله د محترمو امامانو دنده :
زمونږ محترم امامان بايد ځوانان دې ستر عمل ته وهڅوي ، او د دې شپو او ورځو ثوابونو ته يې تشويق کړي ، بيا چې کوم ځوانان اعتکاف ته کښيني ، د هغوی لپاره دې ورځني درسونه وټاکي ، او پدې لسو ورځو کې دې وخت په وخت ضروري مسائل ، فضائل او اعمال ور زده کړي ، کيدای شي الله جل جلاله پدې ځوانانو د اعتکاف او نورو تربيوي درسونو له امله روحي اوښتون راولي .