روژه

   ۴۸ – له عبد الله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د روژې د مياشتې روژه ونيسي بيا په شوال   ( د واړه اختر په مياشت کې ) شپږ ( نورې ) روژې هم ورپسې ونيسې نو له ګناهونو څخه به داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې له مور څخه پيدا شوی وو . ( الطبراني )

د شوال د روژو وخت :

مستحب او مسنون طريقه داده چې يواځې د واړه اختر يوه ورځ روژه ماته کړي او له دوهمې ورځې څخه دا روژې   شروع کړي ، شپږ واړه يو ځای هم نيولی شي او بېلې بېلې هم ، په اسلام کې وړوکی اختر يوه ورځ ده ، لمونځ چې په دوهمه ورځ جائز دی هغه قضا ده ، نه چې ادا .

( وندب تفريق صوم الست من شوال ) ولا يكره التتابع على المختار خلافا للثاني

حاوي . والاتباع المكروه أن يصوم الفطر وخمسة بعده فلو أفطر لم يكره بل يستحب ويسن

ابن كمال . ( الدر المختار : 2 / 435 , ط ايچ ايم سعيد کراتشي )

د روژې يو څو آداب :

  عالمانو د روژې يو څو آداب بيان کړي دي چې بايد روژه نيوونکی يې خيال وساتي .

اول – د سترګو ساتل  چې په کوم ناروا څيز باندې ونه  لګېږي ، تر دې چې عالمان وايي چې خپلې ښځې ته دې هم د شهوت په نظر نه ګوري نور خو لا لرې خبره ده ، همداسې په کوم بل بې ځايه ځای کې هم ونه لګېږي ( لکه تلوېزون او انټرنېټ ، ځکه چې په شريعت کې محض د انسان يا حيوان انځور ته کتل ګنا لري ، دا خو بيا ډېره ګنا ده چې د ښځې يا پردي سړي وي )

   ۴۹ – رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې : نظر د شيطان  له غشو څخه يو غشی دی ، څوک چې خپل  نظر  د الله له وېرې  له حرامو څخه وساتي   نو الله تعالی به هغه ته د  ايمان  داسېرڼا  ( نُور ) ورکړي چې د هغې خوند به په زړه کې محسوسوي ، صوفياء کرامو ويلي چې : د هر هغه شي کتل پدې کې داخل دي چې زړه له  الله جل جلاله  څخه بل لور ته  اړوي    .

دوهم – د ژبې ساتنه ، دروغ ، د دوه کسانو تر منځ خبرې ، غيبت ، سپکې خبرې او ښکنځلې دا ټول پکې راځي ، د بخاري شريف په روايت کې راغلي چې روژه د سړي لپاره ډال دی ، له همدې امله  روژه نيونکي ته پکار دي چې په ژبه کومه بده خبره ونکړي ، که څوک جګړه ورسره کوي ، نو دی دې ورته وايي چې زه روژه يم ، او که هغه مخامخ سړی يې ډېر بې عقل وي نو بيا دې خپل زړه ته اووايي چې زما خو روژه ده ، او هغه ته دې ځواب نه ورکوي .

په ځانګړي توګه بیا له غيبت څخه  ځان ژغورل ډېره ضروري خبره ده ، ځکه چې د ځينو عالمانو په اند پدې باندې روژه ماتېږي .

۵۰ – د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د دوه ښځو روژه وه ، هغوی دواړه دومره وږې   شوې وې ، چې نږدې وې چې له لوږې نه مړې شي ، اصحابو کرامو رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر کړو ، هغه مبارک يوه پياله ور ولېږله ، او دا امر يې ورته وکړو   چې دواړه دې پدې کې قَیْ وکړي ، هغوی چې قَیْ پکې وکړو نو  په  هغې کې د غوښې ټوټې او تازه خوړل شوې وينه را او وتله ، خلک حيران شول ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل چې : دې دواړو په حلال رزق باندې روژه نيولې وه ، او بيا يې حرام څيز اوخوړلو ، ( يعنې غيبت يې وکړو او غيبت داسې دی لکه د خپل ورور خوښه چې خورې ) .

لدې حديث شريف څخه دا هم معلومېږي چې د غيبت له امله روژه اوږدېږي ، تر دې چې هغه دواړه ښځې مرګ ته نږدې شوې وې ، همداسې نور ګناهونه هم دي ، ( چې له امله يې روژه اوږدېږي او درندېږي ) ډېر ځلې داسې وي چې پرهېزګاره خلکو باندې د روژې هېڅ اثر هم نه وي ، او بد کاره فاسقان چې وينې نو بد حال يې وي ، له همدې امله په روژه کې له ټولوګناهونو څخه ځان ساتل پکار دي ، خصوصًا بيا له غيبت څخه .

۵۱ – الله جل جلالهپه قرآن کريم کې د غيبت تعبير د مړه شوی ورور د غوښې په خوړلو سره کړی دی ، يعنې څوک چې غيبت کوي دا دومره بد کار او ګنا ده لکه د خپل مړه شوي ورور غوښه چې خوري .

له ډېرو حديثونو څخه دا معلومېږي چې : څوک چې د چا غيبت کوي نو دوی په رښتيا د هغه غوښه خوري .                   ۵۲ – يو وارې رسول الله صلی الله عليه وسلم څو کسان ولیدل ، له ليدو سره يې ورته  اوفرمايل چې : په غاښونو کې مو خلال    وکړئ    ( يعنې غاښونه مو پاک کړئ ) هغوی ويل چې : نن خو مونږه غوښه څکلې هم نه ده ! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل چې : د فلاني سړي غوښه ستاسو په غاښونو کې ښکاري .

        معلومه شوه چې هغوی غيبت کړی وو ، الله تعالی مو دې په خپل فضل سره وساتي ، مونږ ټول لدې څخه ډېر زيات غافل يو ، عوام خو لرې پرېږده خاص خلک هم پدې کې اخته دي ، دا دنيا داره خلک خو لا پرېږده د دينداره خلکو مجلسونه هم لدې څخه خالي ندي ، لدې نه سخته ګنا لا داده چې : ډېر خلک يې غيبت هم نه ګڼي .

   ۵۳ – له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې : غيبت څه شی دی ؟ هغوی ځواب ورکړو چې : په چا پسې داسې خبره کول چې هغه يې بده ګڼي ، هغه بيا پوښتنه وکړه چې : که په هغه کې هغه خبره موجوده وي نو بیا ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ځواب ورکړ چې همدا خو غيبت دی ، او که هغه خبره په هغه کس کې نه وي – هغه خو بيا بُهتان دی .

       ۴۵ – يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم په دوه قبرونو باندې تېرېدلو ، هغوی دواړو ته عذاب ورکول کېدو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : دې يوه ته د خلکو د غيبت کولو له امله عذاب ورکول کېږي ، او دې بل ته له متيازو څخه د ځان نه    ساتلو   له امله .

۵۶ – رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې : سود له ۷۰ اوياوو نه ډېر قِسمونه لري ، تر ټولو د کم او سپک سود ګنا دومره ده لکه څوک چې له خپلې مور سره زِنا کوي ( العياذ بالله ) ، او د يوه درهم د سود ګنا له پنځه دېرش وارې زِنا کولو څخه زياته ده ، او تر ټولو بد سود او مردار سود د بل مسلمان عزت پامالول دي .  الله تعالی دې مونږ ټول لدې بلا څخه وساتي .

درېم – د بدو خبرو له اورېدلو څخه د غوږونو ساتل ، ځکه چې :   ۵۷ – رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې د غيبت کوونکی او اورېدونکی دواړه په ګنا کې شريک دي .

څلورم ـ د روژه ماتي په وخت کې حلاله ډوډۍ هم دومره  خوړل   چې نس پرې ډک نشي ، ځکه چې په ډېرې ډوډۍ سره د روژې مقصد له منځه ځي ، دادولس مياشتې مو په ماړه نس ډوډۍ خوړلې که دا يوه مياشت مو ونه خوړله نو څه به وشي ؟    خو زمونږ حال دادی چې په روژه کې دومره خوراک کوو چې په نورو ورځو کې يې نشو کولای ، علامه غزالي فرمايي چې : د روژې مقصد دادی چې د انسان شهوت او ابليس مات شي ،خو که يو څوک په روژه ماتي کې دومره ډوډۍ اوخوري چې د ورځې د لوږې له امله چې کوم شهوت مات شوی وو هغه بېرته قوي کړي نو هغه مقصد به تر لاسه نشي .

د خلکو عادت دا وي چې ښه ښه شيان د روژه ماتي لپاره ساتي ، د ورځې له يو څه لوږې وروسته بيا په همدې شيانو ور پرېووځي ، او دومره اوخوري چې د شهوت د ماتولو په ځای د هغې د زياتېدو سبب شي .

         د روژې يو مقصد دادی چې مسلمانان د غريبانو له حالت څخه خبر شي ، دا دولس مياشتې يې په مړه ګېډه خوراک کړی نو دا يوه مياشت لږ ځان وږی کړي ، څو له نورو مقاصدو سره د غريبانو حالت هم ورته معلوم شي .

             ۵۸ – او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : شيطان د انسان په بدن کې د وينې په څېر ګرځي ، د ده لارې د لوږې په سبب سره بندې کړئ ، د ټولو اندامونو مړېدل د نفس په لوږه پورې تړلي دي ، چې نفس وږی وي نو ټول اندامونه ماړه وي ، او چې نفس موړ وي نو ټول اندامونه وږي وي .

            د تصوف مشايخو او عالمانو دا خبره کړېده ، د مراقي الفلاح مصنف ليکلي دي چې : په پېشلمي کې ډېر خوراک مه کوئ ، لکه څنګه چې د مالداره خلکو عادت د ی ، ځکه چې د دې له امله د روژې مقصد له لاسه ځي ، علامه طحطاوي د دې په شرحه کې ليکلي چې : مقصد دادی چې د لوږې يو څه تريخوالی محسوس کړي ، ځکه چې د دې له امله ثواب زياتېږي ، او په مسکينانو او فقيرانو باندې يې زړه سوځېږي ، په خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم به هم د نس ډکول بد ګڼل .

    ۵۹ –  رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : الله تعالی ته د يوه لوښي ډکول هم دومره بد نه ښکاري لکه د نس ډکول ، د انسان لپاره يو څو مړۍ (ګولې ) بس دي چې مَلا يې پرې سيده وي ، خو که بيا هم يو څوک ډېره خوري نو داسې دې وکړي چې د نس په درې برخو کې دې يوه برخه ډکه کړي يوه برخه دې د اوبو او بله د هوا ( سا ) لپاره پرېږدي . ( فضائل رمضان )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *