(حبیب بختیال)

د پاکستان پر قبایلي سیمه وزیرستان د ترورستانو د له منځه وړلو لپاره پوځي عملیات پیل کړل؛ خو ددې عملیاتو د پیل کولو څخه یې وړاندې له افغان لوري سره هیڅ کومه همغږي نه درلوده او افغان حکومت هم په نیمه پټو سترګو د پاکستان دا عمل وستایه او ددې عملیاتو پر دوام یې ټینګار وکړ. موده وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون مشر وویل، چې دا عملیات ګټور دي او دوي هڅه کوي، چې د پولې هغې غاړې څخه د افغانستان خاورې ته د وسله والو جنګیالیو د را اوښتو کلکه مخه ونیسي، خو د عملیاتو اونۍ لا نه وه پوره، چې افغان حکومت ددې عملیاتو د نه ګټورتیا خبرې وکړې او د هلمند د سنګین جګړې په پیل کیدو سره یې په دې جګړې کې د پاکستان او ایران استخبارات ، ازبک او طالب جنګیاليو پراخ شتون خبرې وکړې.

همدارنګه په افغانستان کې دیره د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان هم دې ته ورته نظر درلود او څرګنده یې کړه، چې دوي د ډویرنډ کرښه او قبایلي سیمې په ځیر سره تر څار لاندې نیولي او خپلې دې هڅې ته به دوام ورکړي. دغه راز د پاکستان لخوا ددې پوځي عملیاتو څخه وروسته د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دوه ځلې تر اوسه له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړي او ددې عملیاتو د ښې پایلې د لاسته راوړنې او د تروریزم د له منځه وړنې په برخه کې یې د ګډې هڅې د تر سره کولو او همغږۍ د ټینګښت غوښتنه یې ترینه کړې ده.

د پاکستان پوځيانو لخوا د ضرب غضب په نامه دغه پوځي عملیاتو کې د سلګونو تنو ترورستانو او د افراطي ډلو د مهمو غړو د وژل کیدو خبره کیږي، خو دا پوځي عملیات یې په داسې حال کې پیل کړل، چې ټول ازبک او د القاعدې شبکې نور غړي لا له وړاندې د پاکستان په خبردارۍ له هغو سیمو څخه چې عملیات په کې کیدل یا د هلمند سنګین ولسوالۍ جګړې د تازه کولو لپاره له ډیورنډ کرښې را اوښتي وو او یا هم نورو امنو سیمو ته تللي وو.

پاکستان بلاخره د ضرب غضب عملیاتو سره سم د وزیرستان د ترورستي ډلو جنګیالي په افغانستان کې د جګړې د اور د تودولو لپاره راولیږل او په دې سره یې خپل ځانته وفادار جنګیالي د خپلو استخباراتو او د ایران د سپاه پاسداران په ملاتړ او پلان له یوې خوا له مرګ ژوبلې وساتل له بلې خوا یې د هلمند د سنګین ، نوزاد ، موسی کلا او مارجې په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې جګړې ته وهڅول او له طالبانو سره مټ په مټ د افغان ځواکونو پر وړاندې وجنګیدل، خو د افغان امنیتي لوړ پوړو چارواکو غفلت بیا هم له بده مرغه په دې برخه کې ددې سبب شو، چې په دې جګړه کې افغانانو ته درانه ملکي او نظامي تلفات واوړي او زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي استوګنځایونو څخه نورو امنو سیمو ته په روژه او بیا د اوړې په سوزنده ګرمۍ کې کډه شي، چې دا مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د هلمند له سنګین او یو شمیر نورو ولسوالیو څخه امنیو سیمو ته کډه شوې کورنۍ او هغه کورنۍ چې بیرته خپلو ړنګو کورونو ته ستنې شوې دي د بشري ناورین سره په مخامخ کیدو دي. په سیمه کې د خوراکي توکو بیې له حده زیاتې لوړې شوي او ښار ته د راتګ پر مهال د سړک غاړې ماینونو ښکار کیږي، له همدې امله د سنګین او یو شمیر نورو سیمو اوسیدونکو له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې که چیرې یې امنیت نه شي نیولای نو د ددوي د سیمو واک دې طالبانو ته وسپاري. دغه اوسیدونکي دا خبرې په دې خاطر کوي، چې ویل کیږي دا مهال د سنګین ولسوالۍ په بازار کې یوه ډوډۍ ۴۵ پاکستانیو کالدارو ته رسیدلې ده، چې جګړې ځپلو خلکو ته یې اخیستل ګرانه تمامیږي.

نو ځکه باید ووایم، چې دې ډول جګړه ځپلو خلکو ته دې افغان چارواکي هر څومره ژر چې شونې وي د روژې په میاشت او د اوړې په سوزنده توده هوا کې اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي، ګنې خدای مه کړه په نږدې راتلونکې کې به د هلمند په سنګین او نورو جګړو ځپلو ولسوالیو کې د یو بشري ناورین شاهدان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *