خبرپاڼه

کندهار، افغانستان- د کندهار افکو کمپنۍ حکومت ته په عينو مېنه کي د ګڼ شمېر دولتي ادارو لپاره ٢٨٠ جريبه مځکه ورکړه.

هغه غونډه چي د ولايت مقام په ګډون د ٤١ دولتي ادارو لپاره د کندهار ښار په عينو مېنه کي د نويو تعميراتو د مځکي د ټاکلو په موخه جوړه سوې وه، د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ ښاروال محمدعمر عمر، د ولايتي شورا رئيس سيد جان خاکرېزوال، د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي، د افکو کمپنۍ استازي هاشم کرزي، د ښار جوړولو رئيس انجنېر محمد حنيف، د علماوو شورا رئيس حاجي عبيدالله، مستوفي عظيم خان احمدزی، د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي، د مځکي د خپلواکي ادارې امر نورالله نوري او يو شمېر نورو اړوندو کسانو پکي ګډون درلود.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د يادې پروژې د پرانيستنې پر مهال ياد ګام د خلکو د هوسايني په موخه يو ستر کار وباله او ويې ويل په دې ساحه کي به يو شمېر اړوندو دولتي ادارو ته ځانګړي تعميرات جوړ سي او يو شمېر دولتي ادارې به دلته راانتقال سي.

کندهار والي وويل، دا چي د کندهار ښار نفوس د پخوا په پرتله څو برابره زيات سوی او ورځ تر بلي نور هم زياتېږي او ادارې هم زياتي سوي دي، د خلکو د ستونزو د هواري او امنيتي ستونزو د له منځه وړلو په موخه د افکو کمپنۍ له خوا د ٢٨٠ جريبه مځکه چي ١٤٠ جريبه د دولتي ادارو او پاتي نوره د سفارتونو او موسساتو لپاره ټاکل سوې ده، ورکول سوه. هغه زياته کړه، پر ياده مځکه به د دوو کلونو په اوږدو کي د ګڼ شمېر دولتي ادارو د جوړېدو چاري بشپړي سي.

د والي په خبره: “اوس مستوفيت يو ځاى وي، ولايت مقام بل ځاى، ګمرک بل ځاى، چي دې فاصلې د خلکو وخت ضايع کړى او له امنيتي ستونزو سره يې مخ کړي دي. دا چي په عينو مېنه کي ګڼ شمېر دولتي ادارې په يوه ځاى کي جوړېږي، د خلکو لويي ستونزي به حل کړي.”

کندهار ښاروال محمد عمر عمر هم ياده پروژه د کندهار په کچه يوه مهمه پروژه وبلله او يادونه يې وکړه چي نوموړې مځکه د افکو کمپنۍ له خوا په وړيا ډول ورکول سوه، تر څو د خلکو د هوسايني په موخه ورباندي دولتي اداري په يوه ځای کي موقعيت ولري. ښاروال د يادې ساحې غرب لوري ته د ډيپلوماټيکي ساحې په اړه هم معلومات ورکړل چي په خبره يې ډېر ژر به د دې ساحې د کار د پيل مراسم په رسمي ډول پيل سي. نوموړي دا راز وويل، له يو شمېر ډونرانو او مرستندويه ادارو سره به خبري وکړي، تر څو د دولتي ودانيو په جوړولو کي مرسته ورسره وکړي. هغه زياته کړه: “عموماً په ټولو هېوادونو کي ډيپلوماټيکه ساحه د ښار په يوه برخه کي وي، نه دا چي يو سفارت د ښار په يوه برخه، بل په بله برخه کي وي. په عينو مېنه کي به ټول سفارتونه د نوري نړۍ غوندي په يوه خاصه ساحه کي وي.”

عينو مينه د کندهار ښار ختيځ لور ته پروت يو پر مختللی او عصري ښارګوټی دی چي د ژوند د ټولو اسانتياوو په درلودلو پکي ګڼ شمېر خلکو پانګونه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *