افغانستان یو جګړه ځپلی هیواد دی. افغانان هر نوي بدلون ته خوشحالېږي، خو یوه بدلون هم د هغوی د سولي د هیلو ځولۍ نه دي ډکې کړې. جګړه تباهي ده، جګړه وچ او لانده ټول سوځوي. د بون له لومړي کنفرانس سره سم یو ځل بیا زموږ هیلې راږوندۍ سوې وې، خو پایله یې د زرګونو ملکي افغانانو په وژلو او ژوبلولو تمامه سوه.

د افغانستان په سویل کې هلمند هر کله د جګړو او تاوتریخوالي نوي ازمایښتونه تېروي، کله پکې جګړه روانه وي، کله په ملکي کورونو او کلیو بمونه غوځول کېږي، کله پکې ترور کېږي او دې ته ورته هر څه پکې شوني او تېرېږي. په دې ورستیو کې د شمالي ولسوالیو ترڅنګ د مرکز لښکرګاه امنیت هم د ډاډ وړ نه دی. د ښار په منځ کې یې په سپینه ورځ له یوه صراف څخه د هغه تر وژلو وروسته غلو پیسې یوړي. او دې ته ورته نورې ستونزې خورا ډېرې دي.

احل هنود له تاریخه د افغانستان په ځینو ولایتونو، کندهار، دهراوت، ننګرهار، هلمند او نورو کې اوسي، هغوی د افغانستان اوسېدونکي او له خپلې خاورې سره د نورو افغانانو په څېر مینه لري، هغوی په دې هیواد کې هر ډول ننګونو ته ځیګر ورکړی او ستونزي یې ګاللې. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم همدا احل حنود په افغانستان کې اوسېدل او ازاد ژوند یې کاوه. هغوی ته قانون هم حقوق ورکړي، د افغانستان د اساسي قانون له مخي چې ټول افغانان د قانون پر وړاندي یو دي، او ددوی په منځ کې تبعیض منع دی.

په افغانستان کې د سوني او شعیه ، مسلمان او احل هنود خبره نوې راژوندۍ کېدونکې ده، دا د جګړې یو بل معاصر ډول دی او په ځان کې ډېر سخت ورانونکی ډول دی، د جګړې دغه تبلغاتي ډول د یوه ملت په منځ کې درځونه راولي او یو ملت په برخو ویشي چې ورسره ملي یوالی زیامنېږي. په هلمند ولایت کې د مېشتو احل هنودو مشران وایې چې په دې وروستیو کې له سختو ستونزو او غبرګونونو سره لاس او ګریوال دي، د هغوی په خبره چې نه یې مال خوندي دی او نه یې هم سر.

په هلمند کې د مېشتو احل هنودو یو مشر بهاک سنګ داسي وایې: (موږ په افغانستان کې اوسو، افغانستان زموږ کور دی او د تاریخ په اوږدو کې موږ دلته اوسېدلي یو، موږ هم د نورو افغانانو په څېر د خپل کور په ورانوول خوا بدېږي. په دې وروستیو کې موږ له امنیتي ګواښونو سره مخ یو، ځیني خلک راپسې بد وایې، ځیني ملا امامان په خپلو مساجدو کې خپلو مقتدیانو ته وایې چې ګڼي له احل حنودو څخه سودا مه کوئ. موږ هر کله او هر چیرته تحقېرېږو. دولت هم راباندي سر نه ګرځوي، له ولسمشر کرزي څخه مو د هندوسوز د ځای امر راوړی، خو لا یې کومه ځانګړې ځمکه نه ده راکړې.)

دا په داسي حال کې ده چې په وار وار د احل هنودو مشران د هلمند چارواکو ته ورغلي او خپل ستونزي او مشکلات یې ورسره شریک کړي. په وینا یې چې نیمه ورځ یې هټۍ پرانیستې وې، خو کله چې غرمې لور راځې هټۍ ځکه تړي او کورونو ته چې ځانونه مسئون نه بولي.

په هلمند کې د مېشتو احل هنودو د شورا مرستیال ویساک سنګ وایې: (موټر سیکل سپاره راځې زموږ ماشومان زوروي، ماشومان ښوونځي ته ځکه نسو لېږلی چې ملنډې پرې وهل کېږي. زه په لویه ږیره په خپل هټۍ کې ناست یم د ښوونځي ماشومان راځې او ملنډې را وهي، په یوه سیمیزه راډیو کې هم زموږ پر ضد خبرې کېږي. دا خبرې مو د هلمند د معارف له رئیس او د اطلاعات او کلتور له رئیس سره هم شریکې کړي دي، خو تر دې دمه یې کوم مثبت اثر نه دی کړی.)

د ۲۰۰۱ز کال راپدېخوا په هلمند کې مېشتې د احل هنودو کورنۍ له سلو زیاتې وې، خو اوس یې یوازې ۳۵ کورنۍ پاتې دي، نور ټول یا خو نورو ولایتونو ته کډه سوي او یا هم بهر ته کډه سوي دي. په هلمند کې د مېشتو احل هنودو په وینا چې ولسمشر کرزي د دوکانونو فرمان ورکړی، خو د هلمند موجوده چارواکي یې حق نه ورکوي او په یوه او بله پلمه ترې ځان خلاصوي. د احل هنودو مشر همدا راز د سختو اقتصادي ستونزو یادونه هم کوي. هغه وایې که یې ستونزې هواري نسي او پر وړاندي یې دغه ډول غبرګونونه موجود وي، ښایې ټولي ۳۵ کورنۍ نورو ولایاتو او یا هم بهر ته ولاړ سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *