تاند – د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش د پریکړې هرکلی وکړ. دغه پریکړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړیتوب عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي وکړه.
حامد کرزي د دواړ کاندیدانو تر خبرې غونډې وروسته تیره شپه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې غونډې ته حاضر شو او ویې ویل چې هیله لري چې هرڅومره چې ژر کیږي هغومره ژر دې انتخاباتي کمیسیونونه د رایو تفتیش پیل کړي څو افغانان خپل ولسمشر پیدا کړي.
ولسمشر کرزي وویل چې د افغانستان خلک په بې صبرۍ خپل نوي ولسمشر ته انتظار کوي او دغه ځنډ حکومتي کارونو ته سخت زیان اړوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار د حامد کرزي ستاینه وکړه او ویې ویل چې د کرزي مشري تر هغه وخت پورې چې نوي منتخب حکومت کار پیلوي ډیره مهمه ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی یان کوبش هم په دې خبرې غونډه کې د ولسمشر کرزي هڅې وستایلي او خوښي یې څرګنده کړه چې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو موافقه وکړه چې ټولې رایي دې له سره تفتیش شي او د ملي وحدت حکومت دې جوړ شي.

د خبرې غونډې پر مهال حامد کرزي د دواړو کاندیدانو دا وړاندیز ومانه چې مخکې یې کړی وو چې دی دې تر هغه وخته په واک کې پاتې شي چې رایي تفتیش کیږي او نوي ولسمشر ټاکل کیږي. حامد کرزي د اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا وړاندیز هم ومانه چې د لوړې مراسم به د څو اونیو لپاره وځنډوي.
مخکې ټاکل شوې وه چې د اګست په دوهمه نیټه دغه مراسم ترسره شي. اوس د دې لپاره چې د ټولو رایي ګنل کیږي نو وخت ته اړتیا شته خو تر دې دمه د لوړې د مراسمو وخت نه دی ټاکل شوی.