تاند- په افغانستان کې د انتخاباتي جنجال په منځ کې هند د شنبې په ورځ /جولای۱۲/ وویل چې انتخاباتي پروسه باید د یووالي سبب شي نه د اختلاف او نوی ډیلی د افغانانو او کاندیدانو پر پوهې حساب کوي چې د خپل هیواد د لوړو ګټو لپاره به ښه حل لاره ومومي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی سید اکبرالدین د افغانستان د انتخاباتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، هند تل د یوه متحد، دیموکرات، سوله ییز او سوکاله افغانستان د جوړولو لپاره د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.
د هند لپاره د افغانستان ثبات خورا اهمیت لري. دغه هیواد په تېرو ۱۳ کلونو کې تر۲ ملیارد ډالره زیاتې پیسې د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ لګولي دي. دا هیواد د افغانستان د حالاتو په وړاندې له ډېر احتیاطه کار اخلي، له یوې خوا نه غواړي چې خپله پخوانۍ متحده یعني د شمال ټلواله خوابدي کړي او له بلې خوا د افغانستان له راتلونکي حکومت سره د اړیکو د پاللو لپاره نه غواړي چې داسي څه ووايي چې اشرف غني احمدزی ورڅخه خوابدی شي.
اکبرالدین وویل:«موږهیله لرو چې د افغانستان د انتخاباتو پایله به د افغانستان له اساسي قانون او د انتخاباتو له قوانینو سره سمه وي.»
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا څرګندونې مخکې تر دې وکړې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړه کاندیدان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب موافقه وکړي.
د هند هیواد تل د افغانانو له ملی حکومتونو سره دوستانه اړیکی درلودلی دی دا اړیکی به په راتلونکی کی هم دوام وکړی. هند زمونږ د منطقی لوی هیواد دی او د سیاسی ،اقتصادی او کلتوری لحاظه مونږ ته ډیر اهمیت لری. فکر کوم چی هند به د شمال کاواکی ټلوالی پرځای د افغانستان له مرکزی او انتخابی دولت سره خپلو دوامدارو اړیکوته ارجحیت ورکړی. د افغانستان خلک له هندوستان سره د تاریخ په اوږدو کی هر اړخیزی اړیکی درلودلی . نور به دا موقع پاکستان ته ورنکړل شی چی زمونږ خارجی سیاست د هغوی له خوا دیکته شی. دښاغلی اشرف غنی احمدزی په مشری به دسیمی او نورو هیوادونو سره یو هراړخیز ، فعاله ، مثبت او د افغانستان د ګټو په نظر کی نیولو سره سم د بهرنی سیاست تګلاره جوړه او عملی شی.