راپور: عصمت الله(نصرت)

هلمند، لښکرګاه

د هلمند ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ چي له دوو کلونو راهيسي په هلمند کي فعاليت کوي، د جمعې په ورځ يې د يوې غوڼډي په ترڅ کي يو سلو اته تنه محصلين فارغ کړل.

د اغوڼده چي د هلمند د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ د لمړي دورې فارغينو د فراغت په وياړ د هلمند ولايت د ولايتي شورا د غوڼډو په تالار کي جوړه سوي وه، د هلمند ولايت مرستيال والي مسعود(بختور) په ګډون د هلمند ولايت د اړوند ادارو ريسانو او نورو جګپوړو چارواکو په کښې برخه اخيستې وه.

هېره دي نه وي چي په هلمند کي دا لمړۍ ځل دی چي په دومره پراخه کچه د ادارې او مديرت او اقتصاد او سوداګرۍ له دوو بېلا بېلو څانګو څخه محصلين فارغېږي.

د ياد ولو وړه ده چي اوسمهال په هلمند کي د څلورو پوهنتونونو سربېره پنځه انسټيټيوټونه  فعاليت کوي.

د غوڼډې په پای کي د ياد انسټيټيوټ استادانو او او هغو محصلينو ته چي په خپلو ټولګيو کي يې لمړی، دويم او دريم مقامونه تر لاسه کړي د بست د لوړو زدکړو موسسې لخوا ورته چمتو شوي ستاينليکونه ورکړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *