سباوون د قطعې له نورو سرتېرو ملګرو سره په کټ کې ناست وو، د خپلو وطنوالو د امنیت ساتنه یې کوله، له خپل کور څخه ورته د مور له ټليفونه ټالۍ راغله د ملی اردو په ځان کړې دریشې له ښې جېب څخه یې موبایل ټيليفون راووېست د ملګرو له منځه پاڅېده د ټلیفون د هوکې بټن يې کېکاږله او د سلام غږ یې پرې وکړ. سلام مورجانې ستړې مه شې. مور: قربان زويه ته ستړی مه شې. سباوون: خواره مه شي، مورې څنګه يې، په کور کې څه حال دی؟
مور: ښه یم زویه، په کور کې هم کراری ده ناوې دې هم ښه ده. سباوون مسک شو او خبره يې له خپلې مورجانې څخه بلې خواته واړوله؛ ښه کلي کې څه حال دی او زما د اکبر کاکا زامن او لورګانې څنګه دي. مور: ښې دي پرون د اکبر مشر زوی او دريمه لور راغلې وه ستا پوښتنه يې هم وکړه ورته ومې ويل ښه دی کله کله زنګ کوي، او رښتيا زويه روژه ده اختر هم را روان دی ته کله راځې؟ د سباوون په خندا ورته وويل، مورې د دریو میاشتو معاش مې هم راغلی که خدای کول دې څو ورځو کې به درشم. تا او خپلې خوږې خور ته مې يوه يوه جوړه جامې هم اخیستې دي.
له ډېرو خبرو وروسته يې له مور سره خدای پاماني وکړه. سباوون د خپلو سرتېرو ملګرو څخه يو هغه انسان وه چې تل به يې خپله دنده په ایماندارۍ سره کوله او پنځه وخته لمونځ به يې د قطعې تر څنګ د کلي په واړه جومات کې په جمه کاوه، سباوون د نورو ملګرو په څېر په ماهم ډير ګران و دی د خپلې مور يوازینی زوی وه، درې خوېندې يې وې، پلار يې هم د مجاهدينو په وخت کې حق ته ځان سپارلی و، د سباوون د واده هم ډیرې ورځې نه وې وتلې. د روژې لسمه ورځ وه په هلمند کې زمونږ له قرارګاه څخه د سباوون او زمونږ تر کوره اته ساعته د موټر لار وه. د قطعې قومندان ما او سباوون ته د اختر تر شپږمې ورځې پورې رخصت راکړ ما د قطعې په خپل ځای کې د کاليو بکس تيار کړ او د سباوون کوټې ته ورغلم سباوون هم په خپل بکس کې خپلې او هغه سرې جوړې چې مور ، خور ، او خپلې ځوانې ناوې ته یې اخيستې وې کېښودلې، له لږ ځنډ ورسته له کوټې راووتو. له ملګرو سره مو خدای پامانی وکړه او د هلمند د ښار په لور روان شو، د خپل ولايت د موټرو تم ځای ته لا نه وه رسیدلی چې يو وحشتناک غږ مې تر غوږو شوه او د ښار دغه سیمه په خړو لوګيو او ګردونو باندې پټه شوه، زما د څنګ ملګري سباوون راسره د تل لپاره خدای پاماني وکړه او هغه درې سره رنګه جوړې يې د وطن دښمنانو په سره اور کې وسوځېدلې. پای م