تاند – یوه ورځ وروسته تر دې چې د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو موافقه وکړه چې ټولې رایي به تفتیش کیږي، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر وویل چې د ټولو راییو تفتیش به درې اونۍ وخت ونیسي.
احمد یوسف نورستاني د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پلان لري چې هره ورځ ۱۰۰ ډلې د رایو ۱۰۰۰ صندوقه وپلټي چې په دې ډول به په دریو اونیو کې دا کار بشپړ شي.
نورستاني وویل، د تفتیش نتیجه باید دواړو کاندیدانو ته لکه څرنګه چې موافقه شوې ده د منلو وي. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر دا خبره هم وکړه چې رایي به د دواړو کاندیدانو د استازیو مخې ته کتل کیږي او ملي او نړیوال څارونکي به هم دا بهیر څاري.
د رایو تفتیش په کابل کې کیږي او له ولایتونو کابل ته د رایو د صندوقونو لیږد پیل شوی دی. د رایو د انتقال امنیت ناټو ځواکونو په غاړه اخیستی دی او په دې برخه کې یې د شنبې په ورځ ژمنه کړې وه.
تر اوسه د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو نیټه نه ده تعین شوې، پخوانۍ نیټه چې د اګست دوهمه وه د ټولو رایو د تفتیش لپاره وځنډول شوه. خو ښایي د نتیجې تر اعلان یوه اونۍ وروسته د تحلیف مراسم ترسره شي.
سلام نوریستانی صاحب ولا که یاته صلاحیت په خپل ریاست کی لری او یا دافغانانو رایه کم ارزښت لری څه سره خطاباسو ولس ولا په هرسه پوهیږی امرکیانو دنړی دوهم متفکر خطاباسی اطلافی حکمت په منی زموږ دی خدای وځله وکړی رایی مه حیساب کوی اشرف غنی ولس مشر دی ګل مرجان یی اجرایه