تاند- جرمني تېره شپه د برازیل د ۲۰۱۴ کال د فوټبال د اتلولیو په پایلوبه کې له ارجنټاین سره مخامخ شو.

د جرمني تکړه لوبډله وتوانېده د لوبې په لومړۍ نیمايي کې یو ګول ووهي او مسابقه په همدې تفاوات ترپایه وساتي.

د فوټبال ډېرو کتونکو په نیمه پایلوبه کې له هالنډ سره د ارجنټاین مسابقو ته په کتو اټکل کاوه چې جرمني به ارجنټاین ته په پایلوبه کې ماتنې ورکړي.

په نیمه پایلوبه کې، سره له دې چې د هالنډ ټیم پر ارجنټاین برلاسی ښکارېده، هیڅ ټیم ونه توانېده چې حتي په اضافي وخت کې ګول ووهي. خو د پینالټي شودونو وښودله چې د ارجنټالین بخت زور دی.

1۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *