تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون /یکشنبه/ په یوه دوستانه لوبه کې د زیمیابوې الف ټیم ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۱۵ نړیوالو اتلولیو ته د تیاریو په لړ کې له زیمیابوې سره، چې د افریقاً نسبتاً غښتلی ټیم دی، د څو مسابقو لپاره دغه هیواد ته تللی دی.
د کرکټ د ۲۰۱۵ نړیوال جام مسابقې په استرالیا او نیوزیلنډ کې کېږي.
د افغانستان او زیمبابوې د ملي ټیمونو ترمنځ څلور یو ورځینۍ مسابقې د روانې جولای په اتلسمه /جمعه/ پیلېږي.
د زیمبابوې الف ټیم پچه ګتلې وه او غوره یې وبلله چې بیټنګ افغان لوبغاړي پیل کړي. افغان لوبغاړو د زیمبابوې الف ټیم ته ۲۱۰ منډې هدف وټاکه.
عثمان غني تر ټولو ښه لوبه وکړه. ده په ۱۱۰ توپونو ۷۹ منډې وکړې. عثمان غني ۶ څلوریزې او ۳ شپږیزې ووهلې.
په بالینګ کې شرف الدین اشرف ۶ ویکټونه واخیستل. ده په ۹ اورونو او ۳ توپونو ۶ زیمیابوې وال لوبغاړي وسوځول.
دوه لوبغاړي د میرویس اشرف له لوري وسوځول شول. دوه نور د کیپتان محمد نبي او شاهپور ځدراڼ له خوا وسوځول شول.
د زیمیابوې الف ټیم په ۴۸ اور او درېم توپ ټولټال ۱۹۳ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د کرکټ ټیم د تېر کال په وروستیو کې زیمبابوې ته د دغو مسابقو لپاره تللی وای خو هغه مهال زیمبابوې، چې کرکټ یې له مالي ستونزو سره مخامخ دی، تیار نه شو چې له افغان لوبغاړو سره مسابقې وکړي.
دې ته په پام چې افغان لوبغاړي روژه نیسي، دا مسابقې د افغانانو لپاره له ستونزو خالي نه دي ځکه لوبه زیاتې انرژۍ او څښاک ته اړتیا لري.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د زیمبابوې له ملي ټیم سره د څلورو مسابقو تر پیلولو مخکې سبا / سې شنبه/ بیا د زیمبابوې له الف ټیم سره په ورته میدان کې بله سیالي وکړي.
د دواړو هیوادونو ملي تیمونه د جولای په اتلسمه، شلمه، یو ویشتمه او څلرویشتمه یو ورځینۍ مسابقې کوي خو د جولای له ۲۷ څخه د اګست تر دوهمې پوري په ټیست میچ کې سره مخامخ کېږي.
May Allah help our team any where therefore at-lest they give some entertainment and better then election