ژباړه: نورمحمد سعید
د وتلي هندي ليکوال کرشن چندر په اړه مشهور کره کتونکى ډاکټر اقبال افاقي په خپل کتاب ( اردو افسانه، فن، هنر او متني تجزيې کې ) کاږي، کرشن چندر چې هرې موضوع ته لاس نژدې کړى، په کېسه يې اړولې.
د کرشن چندر د محبوبيت سببونه ډېر دي، ښايسته او روان نثر يې، روماني انداز يې، ژوند ته د هغه طنزيه ليد لورى، د هغه ترقي پسند فکر، د ژوند د ژور تضاد ته د هغه بشپړ پام اود دغه تضاد رابرسيره کولو وړتيا، خو وايي زما په خيال له دې هر څه سره سره د هغه د خورا ډېر کشش اصل لامل له جمالياتو سره سره ټولنيزو واقعيتونو ته د هغه بشپړ لاسرسى دى.
شاوخوا دوې بجې به وې، سپوږمۍ د ورېځو په يوه نري څادره کې پټه وه، چې ناڅاپه مې سترګې خلاصې شوې. پر مور مې سترګې ولګېدې، چې څنګ ته پراته کټ کې ناسته ده او سلګۍ وهي.
په وارخطايۍ مې سترګې وموښلې، پوښتنه مې ترې وکړه – ولې مورې؟
– ولې…… مورې!
مور مې په غوسې پوښتنه راغبرګه کړه.
– – شرمېږئ نه، زوى او پلار دواړه، دومره لوى شوې، له خدايه نه ډارېږ؟
ژر يې په خبره کې ورلوېدم
– – ښه نو څه شوي دي، ولې په دا نيمه شپه ژاړې؟
دوبى و، موږ ټول په برنډه کې څملاستو، پلار مې يوازې په مخامخ کوټه کې پروت و، هغه ناروغ و او په ګرمۍ کې يې هم ساړه کېده، ځکه به دننه پروت و، خو هغه هم ويښ شو، په اړخ واوښت، له هغه ځايه يې وپوښتل.
– – څه شوي، وحيده؟ مور دې ولې ژاړي؟
– – زه به څه ووايم پلاره، بس خو ژاړي.
– – هو نو تاسې سره نوره کومه اندېښنه ده.
د مور سلګۍ بې واره شوې.
– – خداى خبر زويکى به مې څه حال کې وي، کوچنى محمود مې او تاسې دلته بې غمه ويده ياست، هلته يې څوک دي، نه مور، پلار، نه خور او ورور او تاسې دلته خريږئ( په سلګيو کې) دغه اوس مې خپل محمود په خوب ليدۀ، په خيرن بستر کې پروت له تبي ځګروېدۀ، تندى يې د تنور غوندي تود و او په ځيګروي کې يې مورې مورې يادوول.
دې سره مور په په چيغو وژړل. د مور ( کوچنى محمود ) او زما مشر ورور لاهور پوهنتون کې زده کړو بوخت و او مې مياشت کې د ايف اې له ازموينې وروسته بايد کور ته راغلى واى، خو اوس چې د جون مياشت هم په تېرېدو وه، هغه لا هم لاهور کې پاتې و. مور، اندېښمنه وه او رښتيا خو دادي، چې ټول اندېښمن وو.
دغه تېره ورځ مو ورته ټيليګرام لېږلى و او له اوږدې مودې وروسته د هغه ليک هم ناڅاپه راورسېد، يو څو کږې وږې کرښې يې ليکلې وې:
( زه ناروغ يم، د ملريا تبې مې کېږي، خو اوس يې زور ختلى، له څو ورځو راهيسې دلته لاهور کې بارانونه اوري، که د لاهور دا حال دى، اسلام اباد کې به څه حال وي، د کشمير لاره پرانيستې ده؟ ژر راته وليکئ، پر کومه لاره راشم، د جمو بانهال سړک راشم که د کوهاله اوړي سړک له لارې، کومه لاره به سمه وي؟ )
که څه هم د دواړو سړکونو حال خوندور نه و، خو موږ له سلا مشورې وروسته بل ټيليګرام ورواستاوه، چې بايد د کوهاله اوړي سړک له لارې ستون شي او همدغه نن شپه دغه ناورين پيل شو.
د پلار خوب ګډوډ شو، له غوسې ډک غږ يې راغى:
– – نو اوس د دې څه علاج وکړو او ستا خو هسې زړه له اندېښنو ډک دى، د دې څه علاج دى؟ محمود ماشوم خو نه دى، د زرهاوو مېندو بچي لاهور کې درسونه وايي او په ليليو کې پراته دي، را رسېدونکى به وي، که سهار يې له لاهوره حرکت کړى وي، ماښام به راولپنډۍ ته رسېدلى وي، سبا کوهالې ته او…
مور يې ژر خبره اور غوڅه کړه.
– او… او؟ که خداى مه کړه تبه يې نه وه پرې شوې، بيا؟ پوښتنه کوم، نو بيا؟ دې سره غلې شوه، په ټيکري يې اوښکې وچې کړې او ويې ويل ( موټر راوغواړه، زه همدا اوس لاهور ته روانېږم.
– تا سره به اوس څوک بحث کوي، ما ته خوب راغلى. پلار له دغې جملې سره په څنګ واوښت او ويده شو. ما هم دغسې مناسبه وبلله، خو د مور سلګۍ مې، چې هغې يې د سوکه کولو هڅه کوله تر ډېره اورېدې. سترګې مې پټې کړې، خو فکر مې کاوه، د مور زړه، د مور مينه، څه ډول بې ساري جذبه ده. د احساساتو په نړۍ کې هېڅ سارى نه لري. د يوه خوب په نرۍ وږمه کې خپل ناروغ زوى ويني او په لړزه شي. مور…
ايا د دغه احساس بنسټ، يوازي بدني دى، يوازې د دې لپاره چې زوى د مور د پوست او هډوکو يوه ټوټه ده؟
او دا چې ايا موږ د فلابير له خيال سره سم دغه کاينات کې يوازې يو، ګوښي، بې يار و دوسته، په يوه بل پوهيږو، خو نا اشنا يو، خو زه هم د محمود ورور يم، زما په بدن کې هم هغه وينه ځغلي، موږ يوه بل ته ګران يو، د خپل عمر په شلو کلونو کې يوازې دوه ځلې له يوه بله جلا شوي يو او هغه هم د خورا لنډې مودې لپاره.
خو زه د هغه لپاره داسې بې کراره نه يم، ايا موږ رښتيا د ډبرو د غونډارو په څېر يو، د مصر د مينارونو په څېر ښايسته خو بې ژونده يو؟ خو د مور مينه….
ويل کېږي، دنيا سراب ده، دهوکه ده، غبار ته ورته ده، ښايي همداسې وي، خو دغه ښايستوکى احساس بيا څه شي دى، د کاينات په يوه کونج کې پرته مور چې ساړه اسويلي کوي، دا هم يوه دهوکه ده؟
رښتيا وايم زړه يې نه مني.
– کوچنى محمود… زما وړوکى محمود… زما بچوړی، مور مې اوس هم له ځيګروي سره همدا ويل.
څومره کوچنۍ خبره ده، ورور مې ښايي اوس هم لاهور کې ميلمستاوې وهي، سينما ته ځي او یا له لاهوره وتلى وي، ښايي راولپنډۍ کې له خوبه خوند اخلي، ملريا څه شى دى؟
ښايي له سره يې اوس ناروغي ختمه وي، ما ته د خپل ورور پلمې معلومې دي، مور ته مې هم معلومې دي، خو بيا هم ژاړي. ولې؟
د مور مينه! ښايي دا يو روحاني نژديوالى دى، ښايي موږ د نړۍ په دغه پراخه سارا کې يوازې نه يو، ښايي موږ د کاڼو غونډارو په څېر نه يو، ناڅاپه د موپاسا کېسه ( ايکي يوازې ) راياده شوه، چې پکې نوموړى د ډېرې تنهايۍ له لاسه ژاړي. اه… بيچاره موپاسا، هغه يو روان شناس و، خو هغه ډېر ځلې و نه توانېد د انساني په روان حالت وپوهيږي، د هغه فکر هغه په کږو لارو سر کړ( يکي يوازې ) دغسې يوه بېلګه ده، هغه کاږي:
( ښځه سراب ته ورته ده، موږ د يوه بل په باب بې خبر يو، ښځه او ميړه کلونه له يوه بل سره ګډ ژوند کوي، خو يوه بل ته پردي وي، دوه دوستان يو بل سره ويني، خو هره ليدنه کې له يوه بله لرې کېږي، ښځينه مينه يو مخيزه دهوکه ده… او کله چې زه ښځه وينم، هر لور ته مرګ وينم.)
سترګې مې پرانيستې، مور ته مې وکتل، په ژړا کې خوب وړې وه، غامبوري لامده وو، د پټو سترګو د بڼو په څوکو يې اوښکې ځلېدې. ايا مورکۍ مړګ دی ؟
ايا د مور مينه همداسې يو وژونکي احساس دى؟
ښايي موپاسا تېروتى، ښايي کله يې چې دغه څه ليکل د خپلې مهربانې مور څېره يې هېره وه. دهغې توده غيږ او د ماشومتوب پر مهال د هغې په تي پورې نښتل…. ښځينه مينه مستقله دهوکه ده….
ښايي له هغه نه د مور ښکولول هېر و، چې له لويوالي وروسته به يې هم د ده ليونى سر په غيږ کې ونيو او مينه به يې ورسره کوله، چې د ده په نشتوالي کې به يې د ده لارې څارلې، چې د ده هره تېروتنه به يې د ماشومانو غلطي بلله.
موږ په دې نړۍ کې يوازې نه يو، موږ سره زموږ مېندې شته، د يوازيتوب هغه شديد احساس، چې موپاسا ورنه سر ټکوي او د دنيا په مينه او نژديوالي کې هم انسان ځوروي، د مور په غيږ کې خدايزده ولې ورک شي؟
د مور په مينه کې د ځارېدو يوه داسې جذبه ده، چې انانيت يې له منځه وړي او د هغې وجود ماشومانو ته انتقالوي. موږ په دغه نړۍ کې يوازې نه يو، بلکې موږ سره زموږ مېندې شته… رښتيا هم…
خو… د مرغانو، چرګانو غږونو د سهار پيغلې ته هرکلى وايۀ، راکېناستم، پښې مې له کټه لاندې ځوړندې کړې، سترګې مې موښلې، چې د مور غږ مې واورېد.
– وحيده زويه پاڅه محمود راغلي.
سترګې مې پرانيستې، رښتيا هم، مور مې انګړ کې د ولاړ بوټي لاندې په چوتره ګۍ ناسته وه او محمود ورور مې د هغې لاسونه مچول، ژر پاڅېدم، ورور مې غيږ کې ونيو، ترې ومې وپوښتل:
– – دومره ورځې چېرې وې؟
محمود موسکى شو، سترګه يې راته ټينګه کړه او شاته ولاړو سرو ګلونو ته يې په غور وکتل.
بيا يې ورو راغبرګه کړه.
– نژدې اووه ورځې پرله پسې باران اورېدۀ، چې ورسره سړک څو ځايه سيلاو يووړ او ترافيکو لاره تړلې وه. دې سره يې په زوره زوره زما لاس ښوراوۀ.
مور مې له کدو نه پوټکى اړاوه او موږ دواړو ته يې کتل. سترګې يې له اوښکو ډکې وې، د اوښکو په هغو دواړو سمندرونو کې د خوښۍ ښاپېرۍ نڅېدې.