رشوت ګټم او له هغه وروسته به هیواد کې خلکو ته خدمت کوم !!!
دوبۍ ته راغلی یم،غواړم په هېواد کې شته رشوت خورو ته رشوت وګټم،دا د هېواد د یوه با استعداده،ځیرک او هېواد دوسته لیکوال،ژورنالیست او کادر محمدخان وطندوست ګیله ده چې له ډېر اوږده وخته وروسته یې راته په لیکلي ډول وکړه.
ژوند ده؛له نن څخه دوه کاله وړاندې د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي څخه په لومړۍ درجه فارغ محمدخان،سره مې لومړی ځل لیدل په داسې حال کې وشول چې له ملګرو سره د ژوند په ستونزو او مسایلو بوخت و،ما هم له فطرت سره سم په دې خوندور خو زړه خوړونکي بنډار کې ځان ورشریک کړ،په دې ورځ مې د ښاغلي وطندوست د ژوند داسې ترخې؛خو له عبرته ډکې ستونزې واورېدې چې باور مو وشه دې ته حیران وم چې دا سړی لا هم د ژوند کولو تمه لري،پوهنتون هم لولي او بالاخره …..
زه فکر کوم دا په افغانستان کې د داسې کسانو په استازولي د یو چا د ژوند کیسه ده،یو دی نه؛داسې نور ډېر زیات کسان شته چې ورته ژوند او ستونزې به ولري ؛خو دا چې وطندوست مې ملګری دی او د زړه خواله په توګه یې راته دا کیسه وکړه،نو ما هم د خپل مسوولیت له مخې ولیکله تر تاسو یې در رسول غواړم .
تېره ورځ مې د خپل فیسبوک پاڼه خلاصه کړه او له خلاصولو سره سم راباندې ملګري محمدخان سلام وکړ،ما هم چې له ډېر وخت وروسته له وطندوست سره دا وروستۍ اړیکه وه په ډېره مینه او لېوالتیا سلام ته واعلیک ووایه،سمدلاسه مې ترې پوښتنه وکړه چې وطندوسته چېرته یې،را ته یې وویل:اوس ،…. ښه ،درته ووایم ،ما وویل: ژر شه وایه ،ده وویل :ښه نو زه اوس په شارجه کې یم،له دې سره ښه ځنډ ورک شو ،ما ورته یو څو نوې خبرې هم ولیکلې خو ځواب یې را ونه رسېد،لکه چې سم بوخت شوي وي….
څو دقیقې وروسته یې را ته ولیکل:(مننه،حبیب صیب ستا د فیسبوک پاڼه مې کتله له ډېره وخته وروسته دې راباندې د استاد او ملګرو دیدار هم وکړ……). د استادمحمدخان نیازي یادونه یې کوله چې دوه ورځې وړاندې یې د علمي سیمینار د غونډې تصویرونه ما د فیسبوک د ملګرو لپاره پورته کړي وو.
ما ویل :محمدخانه یاره دا وایه چې ماسټري ته تللی يې،که نه ؛کوم بل کار دې پیدا شوی،دا پوښتنه مې ځکه وکړه چې په مسلک کې ماستري د ده د ژوند یوه له لویو هیله ده،ده بیا هم په ډېر مینه ناک انداز لیکلي وو چې نه په کارپسې راغلی یم ،ما ویل څه ډول کار؟ ویې ویل :که رښتیا راباندې وايې کورنۍ ستونزې او بې کاري تر دې ځایه راورسولم.
ما ورسره ټوکه وکړه ورته مې وویل : ددې کونډو او یتیمانو پیسې د رباندې د همدې لپاره مصرف شوې چې د عربو چوپړ ته مټې بډ وهې؟،ویل یې :های،افسوس….حبیب صیب که رښتیا راباندې وایې نو یوه موخه مې همدا وه چې خپل خوار ولس ته د خدمت لپاره باید زه دولت استخدام کړی وی،له بده مرغه دولتي ډېر زیات بستونه خالي دي،خو هغه څه چې ددې بستونو لپاره اړین وو،ما نه درلودل،ما وویل :څه دې نه درلود ؟لیسانس وې،د پښتو او دري تر څنګ دې روانې انګلیسي او اردو ژبې زده وې،په مسلک کې دې نام خدای(ج) ښه او ژوره مطالعه درلوده، کافي کاري تجربه او ….. څه دې لرل ،له دې لازیات څه وو،چې ته یې تر شارجې ورسولې چې هلته یې رازده کړې او بیا راشي؟ده وویل :یاره دا هرڅه وه کور دې اباد ،خو لویه ستونزه دا وه چې پیسې مې نه درلودې ،زه باید د خدمت لپاره لومړی پیسې وګټم تر څو په لوړو بستونو باندې د اهل کارکوونکو لپاره رشوت پیدا کړم،چې خلکو ته د خدمت په موخه مې د خپلې خوښې وړ په یوه بست وټاکې،له دې وروسته به بیا په خیر ……
ما ویل څه ……؟ له دې وروسته به ته هم له خلکو سره همداسې چلند کوې؛لکه له تاسره چې کېږي؟ویل یې نه ،خیر زه ستونزې د همدې لپاره ګالم چې خلکو ته دا ثابته کړم،ستاسو داسې خادم هم شته،چې تاسو ته د خدمت په موخه یې د عربو شیخانو …..مزدوري وکړه او اوس نو ستاسې رښتونی خدمت کوي ….
ما ویل مننه،الله دې درته ددې خوار ولس د خدمت مقام درکړي،له دې زیات مې دده د ډاډګېرنې لپاره هیڅ نه لرل،دداسې یوه کس سره زموږ د اوسنی حکومت دا چلندبه ضرور سړی تر دې رسوي چې د داسې کسانو حق وغواړي،خو دا کس به هم د وخت تر ټولو ستر باغي وي،چې ددې ستونزو د حل یوازنۍ لاره د یوه ښه مشرتابه رامنځ ته کول دي،چې همدا مشرتابه به بیا نو په رښتونواهل دې کار خلکو ته مسوولیتونه او واکونه ویشي،له دې وروسته به بیا نو داسې کسان له ستونزو خلاص او وړتیا به یې ورته دنده ورسپاري .
های افسوس؛کاش چې ډاکټر صیب اشرف غني احمدزی داسې کسان په نظر کې ونیسي او سمه کاري او په کارپوه اداره رامنځ ته کړي،صادق او ژمن خلک وګماري څو د همداسې په لکونو کسانو د دردونو دوا شي .
په دې هیله چې په راتلونکې کې هر یو له خلکو سره مسوولانه او باوجدانه چلند وکړو .
په ډېر درنښت
خالد حبیب،پکتیا