تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د ټولو رایو د بیا شمېرلو یا تفتیش کار ځنډېدلی دی.

د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندانو اعلان وکړ چې د ټولو رایو تفتیش به د نړیوالو څارونکو او د کاندیدانو د استازو په وړاندې په ۲۴ ساعتونو کې پیل شي خو د دوشنبې په ورځ ناوخته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني اعلان وکړ چې کمیسیون د ټولو رایو تفتیش تر هغو نه شي پیلولی چې کمیسیون خپله تیاري نه وي بشپړه کړې او نړیوال څارونکي افغانستان ته نه وي رارسېدلي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو دواړو کاندیدانو موافقه کړې چې ټولې رایې به د نړیوالو څارونکو په وړاندې بیا کتل کېږي.

ښاغلي نورستاني وویل چې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر هم غوښتنه کړې چې د نړیوالو څارونکو تر رارسېدو پوري د رایو تفتیش وځنډوي.

ښاغلي نورستاني د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د ټولو رایو د تفتیش کار به په درو اوونیو کې بشپړ شي خو ده پرون /دوشنبه/ د ځنډ له کبله د تفتیش د وخت د اوږدېدو په اړه څه ونه ویل.

ښاغلي نورستاني وویل چې هیله لري د رایو تفتیش د چهارشنبې په ورځ کابل ته د نړیوالو څارونکو له رارسېدو سره په یووخت پیل شي.

ده ده هم وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رایو د تفتیش لپاره د پروګرام په جوړولو بوخت دی.

موافقه شوې وه چې ټولې رایې به له ولایتونو څخه ایساف ځواکونه په خپلو الوتکو کې کابل ته راوړي او په کابل کې به د ایساف ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو له لوري په کلکه ساتل کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس وویل چې د رایو د تفتیش لپاره تیاري به نن /سې شنبه/ بشپړه شي او عملاً به د رایو تفتیش سبا /چهارشنبه/ پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *