تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزی، چې په دوهم پړاو انتخاباتو کې یې څه باندې ۵۶ فیصده رایې ګټلي وايي چې د رایو د تفتیش په نتیجه کې به هم ولسمشر شي خو په خپل حکومت کې ټولو خواوو او قومونو ته ونډه ورکوي.
اشرف غني احمدزي له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په یوه مفصله مرکه کې بیا بیا په دې ټینګار کړی چې افغانستان عراق نه دی او باید له عراق سره پرتله نه شي او نه دی نوري المالکي دی.
ښاغلي غني وویل چې نن به عبدالله د ده کور ته ورشي او د حکومت پر چوکاټ او په هغه کې د افغان ټولنې د ټولو خواوو په ګډون به خبرې وکړي.
ده وویل، د افغانستان د تورو ورځو په اړه بېرې ورسره مرسته وکړه چې له عبدالله عبدالله سره موافقه وکړي.
ده وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب خبرې کوټلې وې خو لږترلږه د ده لپاره ډراماتیکې نه وې.
«زما ځانګړنه داسي ده چې ممکن ښه نه وي یا ښه وي- یعني کله چې لویه مسله وي، د سوړ یخي په شان یم. هیڅ احساساتي او جذباتي نه یم.»
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې احمدزي تایید کړه چې که یې انتخابات وبایلل نو د عبدالله تر مشرۍ لاندې به کار کوي خو ده په مرکه کې هیڅ ځای ونه ویل چې د هیواد ریاستي سیستم به بدلېږي او یا به د صدارت چوکۍ رامنځته کېږي.
«راځئ د تفتیش نتیجو ته انتظار وباسو. موږ د بریالیتوب له اعلانه ډډه کوو. موږ د نورو مسایلو په اړه هم نه غواړو خبرې وکړو.»
احمدزي وویل چې هم دی او هم عبدالله له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو ملاتړ کوي.
ده په عین حال کې له طالبانو سره د جوړجاړي خبره وکړه، ویې ویل:«موږ باید له هر هغه طالب سره وږغېږو چې افغانستان ته لومړیتوب ورکوي. باید له طالبانو سره خبرې وکړو. ایا داسي تراوسه مو داسي شخړه لیدلې چې له خبرو پرته دې حل شوی وي.؟»
د ده په مقابل کې عبدالله عبدالله بیا باور لري چې طالبان باید د پوځي قوت له لارې خبرو او سولې ته اړ ایستل شي