په ډېريو ناامنو سيمو کې وسله وال طالبان له خپلسرو کان کېندونکو ډلو او افرادو سره د کانونو د استخراج قراردادونه کوي او له لارې يې د روانې جګړې يوه برخه لګښت برابروي.

په پاکستان کې د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره طالبانو يو کميسيون جوړ کړی، چې قرارداد له هغه لوري کېږي او کان کېندونکي به هم د دغو قراردادونو په بدل کې پيسې ورکوي.

ځايي خلک وايي، اوس په ځينو سيمو کې تر دولت له طالبانو سره د کانونو په برخه کې قرارداد د کان کیندنې اسانتیا لري، ځکه چې د طالبانو په سيمو کې کان کېندونکي له موانعو سره مخ نه وي.

ځايي خلک وايي، په کندهار، هلمند، غزني، وردګو، لوګر، خوست، پکتيا، پکتيکا، کونړ او نورستان ولايتونو کې د مرمر ډبرو، ګچ، کرومايټ، شوکاڼي، فلورايډو او قمتي ګاڼو د کانونو کنټرول او واک له وسله والو ارپکو سره دی او د کانونو قرادادونه د دوی له لوري کېږي.

يوې سرچينې محور ته وويل، وسله والو طالبانو په پاکستان کې د افغانستان د کانونو لپاره يو کميسيون جوړکړی، چې قراردادونه له هغه لوري کېږي. سرچينه زياتوي، په هغو سيمو کې چې د طالبانو واک زيات دی، کان کېندونکي هم ډېر زړه ښه کوي، چې تړونونه له طالبانو سره وکړي، ځکه چې تر دولت له دغې وسله والې ډلې سره تړون ورته ارزښت لري او په خوندي توګه خپلې کېندنې او انتقالات کولای شي.

ځايي خلک ادعا کوي، له هغه چې طالبانود کانونو د استخراج قرارداونه په ورکولو پيل کړي، له مختلفو ولايتونو او ان ګاونډي پاکستان نه کان کېندونکي راځي او په کاني سيمو کې پلټنې کوي.

هغه قراردادیان چې په وړو کانونو د پانګونې لپاره دولت ته مراجعه کوي، هم مهاله باید طالبان هم خوشاله وساتي، حتی داسې بېلګې شته، چې تر افغان دولت دطالبانو قراردادونه د کار عملي ضمانت ورکوي.که یو څوک وغواړي له افغان دولت سره قرارداد وکړي، هم باید طالبانو ته سهم ورکړي.

کله چې وسله وال طالبان د کان د استخراج تړون له کومې ډلې او يا شخص سره لاسليک کړي، نو ډاډ ورکوي، چې د دوی تر کنترول لاندې او يا هم د دوی د نفوس په سيمه کې به يې د کار پر وړاندې کوم ممانعت نه کېږي.

د وردګو ولايت د دايميردادو يو ځايي مشر چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، محور ته وويل، هرڅوک چې د کان سپړلو کار پيلوي، نو لومړی بايد له پاکستان نه د طالبانو جواز راوړي، پيسې تحويل کړي او وروسته بيا خپل کار پيل کړي.

دی وايي، کله چې تر کانونو مواد ار وايستل شي، د لارو په اوږدو کې افغان پوليسو ته يوه اندازه پيسې ورکول کېږي، نور په ډاډه زړه خپل انتقالات کوي.

د وردګو ولايت په دايميرداد او د سيداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د مرمرډبرو، شوکاڼي او ګچ کانونه د طالبانو په کنټرول کې دي او په ناقانونه او غير مسلکي توګه ترې ځينې ډلې او افراد کاني توکي وباسي.

همدا ډول د لوګر ولايت په ازره او خروار ولسواليو کې د کرومايټ ډبرو او قېمتي کاڼو کانونه شته، چې له دغو کانونو نه مواد په ښکاره او پټه پاکستان ته ايستل کېږي.

ځايي سرچينې وايي، په کونړ او نورستان ولايتونو کې بيا په هغو سيمو کې چې د طالبانو نفوس پراخه دی، د قېمتي کاڼو په کانونو تالان ګډ دی. ځايي خلک وايي، له ګاونډي پاکستان نه خلک راځي، د طالبانو له لوري ورکړل شوي جوازونه ورسره وي کېندنې کوي.

په هلمند، کندهار، غزني، خوست، پکتيا، پکتيکا ولايتونو کې بيا د کورمايټ، شوکاڼي، فلورايډ روخام ډبرې کانونه شته، چې په بې ساري ډول پاکستان ته ايستل کېږي او وسله وال مخالفين په کې لاس لري.

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد عظمي وايي، د طالبانو د تمويل سرچينې نشه يي توکي، په ناقانونه توګه د کانونو سپړل او د مافيايي کړيو د ګټو خوندي کول دي. دی زياتوي، دا د نن خبره نه ده، چې طالبان دې د کان کېندونکو ملاتړ وکړي، بلکې له وړاندې وختونو د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتو په ملاتړ په داسې عمالو لاس پورې کوي: (( دوی کاني مواد، ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کوي او ډېر عوايد له دې درکه تر لاسه کوي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *