اوسنی افغان قشر د پخوا په پرتله ډېر رند، چالاکه او په زده کړې سمبال ثابتېږي. دوی د هېواد لپاره په هره برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي دي، یواځینی قشر دی، چی تر نورو یې په هېواد باندې ډېر زړه خوږېږي، خو اوسنۍ ګنګوسې یې له هر څه څخه د مایوسۍ پله درنده ساتلې ده. داسې ګنګوسي دي چې راتلونکی نظام به یو داسې مرحلې ته لاړ شي، چې یا به له فدرالي کم نه وي او یا به په رسمي بڼه فدرالي شي.

پرونیو راپورونو او د ښاغلي محقق څرګندونو هم دغه ګنګوسي واقعیت ته نېږدې کړل، خو لا هر اړخیز ندي تائید شوي.

امريکايي ورځپاڼه نيويارک ټايمز ليکي چې د امريکې د بهرنيو چارو وزير جان کېري په منځګړتوب د د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ په خبرو کې داسې موافقه وشوه، چې د رايو تر شمېرنې وروسته به بايلونکي نوماند ته د اجرائيوي مشر په نامه يو پوسټ له ځانګړو واکونو سره ورکول کېږي او بيا به په دوه، دريو کلونو کې په اساسي قانون کې د بدلانه له لارې دا څوکۍ د لومړي وزارت په څوکۍ بدلېږي.

د ورځپاڼې له قوله دا هغه څه دي چې ډاکتر عبدالله يې خپلو پلويانو ته ژمنه ور کړې ده، خو د پخوانيو نظر پوښتنو له مخې دا بدلون په افغان ولس کې ډېر کم ملاتړ لري.

د شنونکو په اند دا ډول حکومت به په لوی لاس حکومتي واک قومي کړي او تل به د قومي وېش له مخې حکومتونه جوړېږي او د حکومت لاسونه به په ډېرو برخو تړلې وي، فدرالی نظام په افغانستان کې هېڅ ډول غوښتونکي نه لري، فدرالی نظام د افغانانو زړونه نشي خپلولای، فدرالی نظام افغانستان د صفر حالت ته د وړلو په مفهوم دی، د فدرالي نظام طرحه د افغانستان اوسني حالت سره سمون نه لري او دغه نظام به افغانستان د ملک الطوایفي په لور یوسي. ملک الطوایفي ته د هېواد تګ ددې هېواد شته لاسته راوړنې هم ننګوي او دا د افغانستان د وېش لپاره یوه بیرونۍ طرحه ده.

دغو ګنګوسي له هغه را وروسته نور هم واقیعت ته نیږدې ښکاري، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر وکړ او د سفر اساسي پلان او موخه هم دا وه چې له نظار شورا سره په همغږۍ باندې په افغانستان کې راتلونکی حکومت چې یو قوت به ګڼل کېږي په کمزوري حکومت بدل کړي او هڅه یې داوه چې د یوې قانوني پروسې په توګه نظام فدرالي ته واړوي او یو اجرائیوي پوسټ رامنځته کړي.

دا هر څه د فدرالي نظام لپاره پیلامه ده، خو دا ټول په اوس وخت کې د افغانستان له غوښتنو او ضرورتونو پورته دي.

هغه کسان چې د افغانستان په سیاسي نظام کې د اجرائیه ریاست د رامنځ ته کولو غوښتنې کوي او یاهم په اجرایی پوسټ باندې د افغانستان واک ویشي په ښکاره ډول د افغانستان د اوسني نافذ اساسي قانون خلاف کار کوي او تر پښو لاندې یې کوي.

د اساسي قانون شپېتمه ماده وایي: ((جمهور رئيس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په سر كې دى چې خپل واكونه په اجرائيه، مقننه او قضائيه برخو كې ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم عملي كوي.))

جمهور رئيس دوه، لومړۍ او دويم مرستيالان لري:
د جمهوري ریاست کاندید د خپلو مرستیالانو نومونه دځان له کاندیدولو سره یوځای ملت ته اعلاموي د جمهور ریس لومړی مرستیال دجمهور ریس د غیاب، استعفا او یامړینې په حالاتو کې ددې اساسی قانون له مندرجو حکمونو سره سم، کار کوي چې یو په بل پسې د یو بل په غیاب کې په تسلسل سره د اساسی قانون له مندرجو احکامو سره سم عملي کوي یعنې زموږ په ریاستي ډوله نظام کې جمهور رئیس نه یوازې د دولت مشر دی، بلکې په اجرائیوي چارو کې د ده واکونو ده ته د حکومت د رئیس حیثیت ورکړی دی.
همدارنګه:

د اساسي قانون يواويايمه ماده په صراحت سره بیانوي، چې یوازې او یوازې جمهور رئیس د حکومت مشرتوب کولای شي. په دې توګه چې ((حكومت له وزيرانو څخه جوړ دى او د جمهور رئيس تر رياست لا ندې كار كوي. د وزيرانو شمير او وظايف د قانون له ليارې تنظيمېږي.))
اوس که هر څوک د اجرائيه ریاست په نوم کومه څوکۍ رامنځته کوي او بیا دې کس ته د حکومت مشرتوب ورکوي او یا د جمهور رئیس صلاحیتونه ورسره وېشي دا په ښکاره ډول د جمهور رئیس د صلاحیتونو نقض او د اساسي قانون تر پښو لاندې کول دي.

خو دا پلان نوی نه، بلکې له ډیرې مودې را وروسته په هېواد کې د ځینو مغرضو کړیو له لوري د عملي کېدو په درشل کې دی، داسې هڅې روانې دي چې د طالبانو، شمال ټلوالی او ځینو نور ډلو ټپلو له لارې هغوی ته د ځینو سیمو د سپارلو له لارې پر افغانانو ملوک الطوایفي وتپي، په دې اړه له یو شمېر هېوادونو سره خبرې لا له وړاندې شوې دي.

د افغانستان اوسنی نظام ریاستي دی او ولسمشر د درېواړو قواوو مشري کوي، خو یو شمېر کسان، ګوندونه او سیاسي ډلې له څو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د فدرالي نظام د پلي کولو وړاندیزونه لري. دغه ډلې او ګوندونه په دې باور دي چې فدرالي نظام د یو کس په لاس کې د واک له تمرکزه مخنیوی کوي او په واک کې د سیاسي ګوندونو ورګډېدو ته لار هواروي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې یوازې لویه جرګه کولای شي د مهمو ملي مسایلو لکه د سیاسي نظام تعینولو په اړه پرېکړه وکړي.

فدارالی نظام په هغه هېوادونو کې د تطبیق وړ بلل کیږي چی کم له کمه په هغه هیواد کې دوه یا هم درې داسې قوي ګوندونه وجود ولري چي د هېواد اکثریت ورباندي را ټولیدلای شي، په افغانستان کې د قوي احزابو په ځای یوازی غیري رسمي ډلې وجود لري چی د ګډونوالو منظم ګډون یې باوري نه بلل کیږي او نه هم کومه ښکاره طرحه لرلای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *