شتمن هغه ګڼو چې “کار يې سم وي” کار د هغه چا سم بولو کور يې خپل وي، شپږ اووه ګټندويه ځوانان يې په کور وځي ننوځي، لږ تر لږه د هرو دوو ځوانانو پر سر يو موټر لري، ماشومان يې په درېشي والا (شخصي) ښوونځي کې زدکړه کوي…
زه او ماته ورته ډېر کسان په اند دي چې يوازې همدغه خلګ بايد خيراتونه وکړي. خو “ومما رزقناهم ینفقون” دا په ډاګه کوي چې خيرات يوازې د شتمن کار نه دی. پښتو متل هم دی چې “بنده تر خپله وسه پړ دی.”
پېغمبر محمد ﷺ وويل: “يو درهم تر يو لک درهمو ډېر شو.” د دې خبرې پر اورېدو د هغه ټول ملګري هېښ شول چې يو درهم څنګه تر يو لک درهمو ډېرېدای شي؟ پېغمبر عليه السلام ځواب ورکړ: د يوه کس ټوله شتمني دوه درهمه ده، يو درهم ترې خيراتوي. او دويم کس په لکونو درهم لري او پوره يو لک درهم خيراتوي، خو بيا هم د لومړي کس ثواب تر دويم ډېر دی. دا په دې چې لومړي کس د خپلې شتمنۍ نيمه برخه او دويم کس د خپلې ټولې شتمنۍ يوه وړه برخه خيرات کړه.
لوی الله څومره والي ته نه بلکې څرنګوالي ته ګوري.
د حضرت عمر (رض) او حضرت ابوبکر صديق (رض) تر منځ به تل د خير په کارونو کې سيالي وه، په دې سيالي کې به هر وخت ابوبکر صديق مخته وو. د تبوک تر غزوې وړاندې پېغبمر عليه السلام پر خپلو ملګرو ږغ وکړ چې د غزوې لپاره بسپنه (چنده) راټوله کړي. په دې شپو کې حضرت عمر (رض) شتمن او حضرت ابوبکر صديق (رض) نېستمن وو. عمر فکر وکړ چې دا ځل به هرو مرو په سيالۍ کې تر ابوبکر وړاندې کېږي. هغه خپله ټوله شتمني پر دوو برخو ووېشله يوه برخه يې د ځان او کورنۍ لپاره وګرځول او بله برخه يې د غزوې بسپنې ته وسپارله. ابوبکر صديق که په اصطلاح خپله ټوله هستي و نېستي سره را يوځای کړې وای بيا به هم د عمر د ونډې نيمايي برخه نه وای ترې جوړه شوې خو بلاخره هماغسې يې وکړل د کور ټول توکي او خپله ټوله شتمني يې سره را غونډه کړه. تر دې چې پر دېواله يې لاس ټپراوه او مېرمنې ته يې ويل “پر دې دېواله ما يو وخت ستن جګه کړې وه چې پيدا يې کړم غواړم هغه هم د خيرات له توکيو سره يو ځای کړم.”
خيراتونه را غونډ او د پېغمبر عليله السلام پر وړاندې کېښودل شول، عمر په هسکه غاړه په دې فکر کې ناست وو چې دا ځل تر ابوبکر وړاندې دی. خو هغه وخت يې د زړه درګ شو او زړه ته يې تېره شوه چې په دې سيالي کې هم تر ابوبکر شاته دی، چې پېغمبر عليه السلام پر ځای د دې چې ترې وپوښتي چې څه دې راوړي دي وه يې پوښتل چې کور ته دې څه پرې ايښي دي؟ عمر په ماته خوله ځواب ورکړ: “خپله ټوله شتمني مې نيمه راوړه او نيمه مې ځان ته وګرځول.” پېغمبر عليه السلام پر ابوبکر مخ ور واړاوه همدغه پوښتنه يې تر وکړه، ابوبکر ور غبرګه کړه: “يه د الله استازيه! کور ته مې يوازې ستا او خدای رضا پرې ايښې ده، چې څه مې لرل ټول همدا دي.”
“د دونيا د درې ورځني ژوند” د ګڼو نورو اړخونو تر څنګ مېړانه، سخاوت، زړهسوی او عاطفه هم تر هر څه ښه د پېغمبر عليه السلام او د هغه د يارانو له ژونده زده کېدای شي. دوی وه چې خپله به يې روژماتی او پېشلمی دواړه په اوبو ول خو مسکين يې تش لاس تر وره نه تېراوه، دوی وه چې خپل ماشومان به يې وږي ويده کړه او په کور کې شته ټول خوړنتوکي به يې د مېلمه مخې ته کېښودل.
زموږ د کور په کوڅه کې ښايي تر درې ډېر داسې کورونه وي چې ګټندوی يې فرض روژه په خوله سهار د مزدورانو چوک ته ځي او د غرمې تر يوولسو بجو پورې يې ناهيلي انتها ته رسي، په مات زړه بيرته کور ته ځي او تر کښېنستو وړاندې يې ماشومان ورته وايي چې پلاره موږ ته دې د اختر کالي راوړل؟ زما د کور لويانو او ماشومانو آن تر روژې هم وړاندې د اختر جامې موندلي دي، خو زه بيا هم ځان شتمن نه ګڼم او د ګاونډي پر حال ځان خبرول د ځان دنده نه بلکې د شتمنو دنده ګڼم.
زموږ د کور په کوڅه کې ښايي تر درې ډېر داسې کورونه وي چې د سرې ګرمۍ سرې غرمې د پټو او پوړني په لندولو ځانته يخوي، خو زه د لمريزې برېښنا او عادي برېښنا لپاره جلا جلا کولران لرم او بيا هم دا تر ځان د شتمنو دنده ګڼم چې دوی ته يوه شمسي او يوه د شمسۍ بادپکه واخلي.
ما د خپل ګاونډي رېړۍ والا پر حال کله هم پوښتنه نه ده کړې، له هغه مې نه دي پوښتلي چې رېړۍ څو ګټي؟ د رېړۍ له ورځنۍ ګټې دومره سپمول کېږي چې د مياشتې په پای کې د سرای کرايه او د اوړو بوجۍ شي؟ زه دا هر څه د هغه شتمن دنده ګڼم چې په اول سر کې مې يې يادونه وکړه. او خپله کله نا کله چې ميده پيسې (سيکې) په جېب کې راباندې وغمېږي د مسجد مخ ته د ناست سوالګر په لمن کې يې ور واچوم. او په دې توګه خپلې غاړې خلاصې ګڼم، ډېر سخي نه يم؟
په ګرداب ورځپاڼه کې خپور شوی