عبدالقدير منصف –
کله چې حامد کرزى د بن د پرېکړې له مخې،په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت مشر وټاکل شو، عامو خلکو او ان د سياسي چارو پوهانو يې په اړه هغو شرايطو ته پام چې له مخې يې هغه قدرت ته رسېدلى و، بېلابېلې څرګندونې کولې.
ځينو به ويل، چې کرزي په جهاد کې ونډه لرله او ښه سړى دى، خو ځينو به بيا ويل چې هغه د امريکايانو سړى دى او ډېر ژر به له حکومت څخه ټول هغه کسان وباسي،چې اسلامي فکر لري او په جهاد کې يې برخه لرلې ده.
که څه هم کرزي په لنډ مهاله دوره کې نه يواځې دا چې دا کار يې ونه کړ، بلکې تر ټولو ډېر واک يې ځينو هغوکسانو ته ورکړ، چې په جهاد کې يې ونډه لرله، خو يو شمېر خلکو به ويل، چې دا د کرزي چل دى او په لنډمهاله حکومت کې دا کار نه کوي، تر څو د خلکو باور تر لاسه او ځان د خپلو پلانونو عملي کولو ته چمتو کړي.
دې کسانو به ويل چې کرزى به په انتقالي دوه کلنه دوره کې خپل دغه پلان پلى کړي او د يادو کسانو له واک څخه د لرې کېدو تر څنګ به پرته له پښتنو نور کسان هم د حکومت له مهمو څوکيو وشړي.
خو کرزي نه يواځې دا چې په انتقالي دوره کې يې هم داسې کوم کار ونه کړ،بلکې د جمهوري رياست په دوو پنځه کلنو دورو کې يې هم ډېر واک له ځينو پخوانيو مجاهدينو سره و او په حکومت کې يې د پښتنو په پرتله نور کسان ډېر په واک کې پاتې شول.
دغه راز کله، چې د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم له نړۍ سترګې پټې کړې،مخکې له دې چې ولسمشر د هغه د ځاى ناستې په اړه اقدام وکړي، يو شمېر هغو کسانو چې کرزي په خپله واکمنۍ کې ډېر نازولي وو، ډنډورې پيل کړې چې ګواکي کرزى غواړي د جمعيت اسلامي ګوند يو ضعيف کس د مارشال فهيم ځاى ناستى کړي او له دې لارې ټاکنې مهندسي کړي او …
خو د لومړي مرستيال په توګه د محمديونس قانوني په ټاکل کېدو سره دغه ډنډورې هم ګونګې شوې او ثابته شوه چې د کرزي په اړه دغه اټکل هم بېځايه و.
بلخوا د کرزي د “سياسي مخالفينو” لخوا د ډېرو تبليغاتو له امله، ان ډېرى عام خلک په دې باور وو، چې کرزى نه غواړي واک پرېږدي او د ١٣٩٣ کال د ټاکنو د ځنډېدو لپاره هرو مرو يوه پلمه پيدا کوي.
د کرزي پر وړاندې دا ډول ډنډورو هغه مهال زور واخيست، چې هغه له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه د لويې عنعنوي جرګې د جوړېدو هوډ وکړ.
ځينو خلکو په تېره بيا هغو کسانو چې له يوې خوا يې د کرزي له برکته په حکومت کې تر ټولو غوړه ونډه لرله او له بلې خوا يې د اپوزيسيون دعوه کوله،ويل چې کرزى غواړي د يادې جرګې له لارې خپله واکمني وغځوي.
خو کرزي، په جرګه کې د خپلې واکمنۍ د غځېدو هېڅ هڅه ونه کړه او ثابته يې کړه چې په دې اړه د ده د سياسي مخالفينو اټکل هسې د هغوى وهم دى او هېڅ بنسټ نه لري.
کرزي په وار،وار وويل،چې د يوې ورځې لپاره هم د خپل واک د غځېدو په فکر کې نه دى،خو دا ځل يې سياسي مخالفينو بله خبره راپورته کړه او ويل يې چې هغه غواړي خپل ورور قيوم کرزى د واک پر ګدۍ کېنوي.
دا خبره هغه مهال، ډېرو خلکو ته رښتيا ښکاره شوه،چې قيوم کرزي ځان کانديد کړ .
ځينو کسانو به ويل چې کرزى ځکه له امريکا سره د امنيتي تړون د سند لاسليک په بېلابېلو پلمو ځنډوي،چې غواړي د ياد سند د لاسليک په بدل کې يا خپل واک وغځوي او يا هم امريکايان دې ته قانع کړي، چې ورور يې قيوم کرزى د واک پر ګدۍ کېنوي.
بلخوا يو شمېر کسانو ويل، چې کرزى له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کوي او په دې اړه يې لويه عنعنوي جرګه ځکه رابللې،چې غواړي د دې سند د لاسليک مسووليت د جرګې پر غاړه واچوي.
خو کله چې جرګه جوړه شوه او کرزي په دې جرګه کې نه يواځې د خپل واک د غځېدو هڅه ونه کړه بلکې د تړون د لاسليک په اړه يې د جرګې غوښتنه هم ونه منله، څرګنده شوه چې په دې اړه هم اټکلونه سم نه وو.
لږ وخت نه و تېر چې پر کرزي انتقاد کوونکي له خپلې دې خبرې چې ګواکي ولسمشر يې ورور واک ته رسوي هم تېر شول، خو دا ځل يې ويل، چې اوس د کرزي په اصلي موخه پوهېدلي او هغه دا چې هغه غواړى ډاکټر زلمى رسول راتلونکى ولسمشر شي.
خو کله چې زلمي رسول په لومړي پړاو ټاکنو کې د هغوى د توقع خلاف شاوخوا ١١ سلنه رايې تر لاسه کړې، د کرزي په اړه د اټکلګرو پر اور اوبه تويې شوې او ځينو خو يې اعتراف وکړ چې کرزي خپل بې پرېتوب ساتلى دى.
پر کرزي د دې باور موده ډېره لنډه وه، ځکه چې د ولسمشرۍ له دويم پړاو ټاکنو وروسته، د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله يو ځل بيا پر کرزي نيوکې پيل کړې او ويلي يې چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي او په دې اړه دى پر ولسمشر کرزي هم بې باوره شوى دى .
لږ وروسته د اصلاحاتو او همپالنې ډلې په څرګندو ټکو کې وويل،چې ټاکنې د ارګ، ټاکنيزو کميسيونونو او تحول او تداوم د ډلې لخوا مهندسي شوي دي.
د کرزي پر وړاندې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې غوسې دومره زور واخيست، چې ناقانونه کړنو ته يې وهڅول او د لويې جرګې په خېمه کې يې د کرزي انځور راوغورځاوه او پر ځاى يې د عبدالله انځور ځوړند کړ.
که د کرزي په اړه وروستي شکونه او څرګندونې هم ناسمې ثابتې شي، نه پوهېږم چې سياسي مخالفين به يې بيا د کومې ناروا شک پرې کوی؟
يادونه: دغه ليکنه په سرنوشت ورځپاڼه کې خپره شوې ده.