تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې افشا کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته د عبدالله عبدالله پلویانو تیاري نیولې وه چې پر ارګ او په څو ولایتونو کې پر دولتي ودانیو یرغل وکړي خو له عبدالله سره د ولسمشر بارک اوباما ټېلفوني خبرو د دې کار مخه ونیوله.

نیویارک ټایمز د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د یوه مشر فضل احمد معنوي له قوله لیکلي چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ سهار وختي له عبدالله سره د اوباما ټېلفوني خبرو په افغانستان کې د واک پر سر د یوه خطرناک کړکېچ مخه ونیوله.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، په داسي حال کې چې د افغانستان انتخاباتي لانجه ترینګلې کېده او لوېدیځ چارواکي څو اوونۍ له دې مسایلو لېري ول، جرمنیان لومړني کسان ول چې په افغانستان کې یې د قدرت پر سر د یوه لوی جنجال په وړاندې خبرداری ورکړ.

نیویارک ټایمز لیکلي: پوره یوه اوونۍ مخکې لوېدیځو چارواکو خبرداری ورکړ چې که یو زورور والي د عبدالله په مشرۍ جلا حکومت اعلان کړي، لوېدیځ به له افغانستان سره ټولې مرستې ودروي او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت به هم پای ته ورسوي.

ورځپاڼه وايي، ډېر ژر ثایته شوه چې د جرمنیانو اندېښنه حقیقت لري. د سې شنبې په ورځ د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته دغه افغان والي د یوه موازي حکومت خبره وکړه او ورپسې د عبدالله نورو پلویانو ورته اعلانونه وکړل.

نیویارک ټایمز لیکي، څه چې ونه ویل شول دا و چې د عبدالله خبرداري یوازې پټکې نه وې بلکې یو عملي پلان و.

د عبدالله عبدالله د څو مهمو پلویانو او همکارانو په وینا د عبدالله یو شمېر ملاتړ کوونکو لږترلږه په ۳ ولایتونو کې د دولتي ودانیو د محاصره کولو او نیولو پلان جوړ کړی و. دوی دغه راز دې ته تیاري نیولې وه چې د ولسمشرۍ پر ماڼي- ارګ به ورننوځي او یا به محاصره کوي.

نیویارک ټایمز وايي چې د شمال ټلوالې قومندانانو غوښتل چې پر ارګ دې یرغل وشي. دوی باور درلود چې افغان امنیتي ځواکونه او د ارګ امنیتي ساتونکي به پرې ډزې ونه کړي.

دغو جهادي قومندانانو باور درلود چې اکثره امنیتي ځواکونه د عبدالله عبدالله پلویان دي او ولسمشر کرزی به ونه کړای شي چې پر هغو کسانو د ډزو امر ورکړي چې پر ارګ برید کوي.

فضل احمد معنوي نیویارک ټایمز ته ویلي:«زموږ قومندانان وايي، ارګ ته د ننوتو لپاره د انتخاباتو د کمیسیون له خوا د بریالیتوب سند ته اړتیا نه لرو. په خپله ارګ ته تللی او هغه نیولی شو. که عبدالله امر کړی وای د ولسمشرۍ د ماڼۍ په شمول مو څو ولایتونه نیولی شوای.»

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې ولسمشر بارک اوباما عبدالله عبدالله ته خبرداری ورکړی و چې حتي د واک د غصبولو فکر ونه کړي، درې ورځې دې صبر وکړي چې جان کیري کابل ته ورسېږي.

معنوي نیویارک ټایمز ته ویلي چې اوباما ډېر ښه کار وکړ که ده دا کار نه وای کړی هر څه به بل ډول و.

21 thoughts on “نیویارک ټایمز پر ارګ او دولتي ودانیو د عبدالله د حملې پلان افشا کړ”
  1. زه خو فکر کووم چی دا هسی اپلتی او بی معنی خبری دی او بیا څنګه معنوی دخپل ټیم په زیان دا خبری افشاکوی فقط دا خبری د کیری راتګ او مداخلی لپاره د سند جوړول دی چی دهغه اهمیت وښیی

  2. اینه همه نتیجه سیاستهای غلط کرزی است که تا حد به شورای نظار فرصت د رحکومت و ادارات دولتی را داده است که حالا آنها جرعت اشغال ولایات و حتی ریاست جمهوری و ارگ را میکنند. و در پهلوی این این دزان د قتالتریقان تا حد چشم سفید ان که برخلاف آرای مردم هنوز هم در فکر دهه ب1370 شمسی اند. لعنت به کرزی که بعد از ده سال تا حد اردو و پولیس تنظیمی است که حالا یک تهدید به تمامیت ارضی کشور و حتی افغانستان شده است.

  3. ارګ یا مرګ:البته چی مرګ،مرګ به وی،دا د ایران تالیڅټی باید د افغانیستان ریښتنی تاریخ ولولی،نه په ُقم کی د افغانیستان په مورد کوم داستانونه چی متعصیبو ایرانی اخوندانو اختراع کړی او دوی ته( اشرارو ته)د اشر جوړولو په مقصد تدریس کیږی.د دوی نه پوښتنه:أیا داسی څوک په ګوتی کولای شی چی په دې کږی لار تللی وی او منزل ته رسیدلی وی؟

  4. زه فکر کوم لویدیځو رسنیو ته دا افواهات ځکه ویل شوی چی د نظار شورا قوت او قدرت مطرح کړی چی امریکا ونشی کولای هغوی نظر انداز کړی او دکیری په منځګړیتوب کی وکولای شی حد اکثر امتیازات ترلاسه کړی دوی پر دی ښه پوهیږی چی ددوی شتون یواځی په قانونی لاره د مبارزی په صورت کی تضمین کیدای شی او دزور په صورت کی ددوی مطلقه نابودی ده هم دداخلی مخالفتونو له وجهی او هم د بین المللی تحریم په اساس دوی نشی کولای حتی یوه هفته هم حکومت ولری او بله دا چی ددی ګنګسو په خپرولو دوی همدا اوس هم پر غنی د یو ډول فشار کار اخلی چی د ملی وحدت په نوم د حکومت په جوړولو کی ډیر امتیازات ترلاسه کړی . ددوی تر ټولو غټ قوت قومندان عطا دی چی د دوستم او جمعه خان همدرد په مقابل کی په شمال کی په نشت حساب دی پاتی شو د پروان او کاپیسا قومندانان چی هغوی اکثرا د احمدضیا مسعود په واسطه جذب شوی امریکا ویلی په هغه صورت کی به حمایت بند کړی چی که عبدالله په زور قدرت غصب کړی او ددفاع او کورنیو چارو او امنیتی ارګانو واګی په لاس کی واخلی نه دا چی په شمال کی دده د بغاوت په صورت کی هم امریکا د مرکزی حکومت سره مرستی بندی کړی باور وکړی که عبدالله حتی په ځان کی ددولت په نیمایی هم قدرت لیدلی وای نو ده به خبرو او منځګړیتوب ته نه وو کتلی او لا له وخته به یی بغاوت کړی وو دا ډیر بزدله او وطن فروشه مخلوق دی

  5. سراسر درواغ اواپلتي وایی زمونږ هیواد لادومره بی کسه شوی هم نه دي چی داودلا پلویانو غوندي ګیدړان دی ارګ ته ننوځی کاش دوی دا کار کړی وایی چی پته یی ولګی دوی دامریکا په مشري دغربي ټلوالی دسیروم نه غیر په دی هیواد کی نفس هم نشی ښکلی لکه چی دکولاب شپی تری نه هیردي

  6. ګرانو ورونو او دوستانو ملا معنوی غواړی په دغه خبرودټاکڼو خپلواک کمیسون وډار کړی، ملا معنوی فقط اوفقط دترهګری او ډار اچونی پروسه پرمخ وړی.
    دارګ چارچاپیره هغه ځواکونه او واقعی افغانان پراته دی چه ددوی سره دایران اخوندان هم ملګری وی نو یوه لویشت به مخکی لاړ نشی، زه ډیر مخکی نه ځم خو کله چه د عبداله په یوه غونډه کی بسم اله خان ګډون وکړه، نوکرزی ته وویل شول چه ډیر ښه وخت دی باید دغه سړی ونیول شی، کله چه دکرزی عکس دلوی جرګی په خیمه کی وشکیدو، سمدلاسه کرزی ته خبر ورکړل شو چه امراله صالیح، او دهغه دترهګری ډلی ځینی لنډه غر باید ونیول شی مګر کرزی یی مخه ونیوله،دبلخ په ولایت کی دملی اردو هغه افسران او سربازان پراته دی چه په څو دقیقو کی دعطانور لاسونو ته ولچک اچولی شی، مګر په ډیر تآسف سره باید ووایم چه ددغه ټولوناخوالو مخنیوی دکرزی لخوا کیږی.
    په افغانستان کی دا ډار نشته لکه په عربی ملکونو کی چه مظاهری وشوی او واک یی په خپل لاس کی ونیو، ځکه په افغانستان کی چه کله دبلواګرواو ډار اچونکو مشران ونیسی بیا هیځوک څه نشی کولای.
    خبری په احساساتو نه کووم خودا زیری درکووم چه دغه ترهګر انشاالله په .ختمیدو دی
    . ملا معنوی ته وایم چه اوس یویشتمه پیړی ده، کوم ترهګری سیاست چه ته اوستا انډیوالان پرمخ وړی دهغی وخت اوس تیر شوی دی .

  7. ګرانو لوستونکو ته او هم د تاند ویب پاڼی چلونکوته سلام وړاندی کوم. داچه خبر څومره رښتیا دی زه څه نه غواړم ووایم،خو ځنی شیان غواړم ولیکم او هغه دادی چه:
    په زیاترو ولایاتو نو کی په خاص ډول هلته چه کوم والی ته اشاره شوی هلته نو په دولتی ودانیو ورختل دا معنی لاری چه نوموړی والی خپل دفتر ته زړه وه چه چور یی کړی ،داځکه چه ددی ولایت ټول واک او اختیار یی میراثی دی.
    په کابل کی هم په ټولو امنیتی حوزو کی دیوی ولسوالی خلک دی او دوی کولی شی هر وخت یی چه زړه غواړی ټولی چوکی او میزونه یی کور ته یوسی او داسی څوک به نه وی چه پوښتنه ځنی وکړی لکه چه ټولو ته پته ده دهمدی معنوی سره تر اوسه دټاکنو د کمیسیون موټر دی او هیڅوک یی هم نشی تری اخیستلی.
    همدا ډول دچا په اصطلاح په ځنی نورو ولایاتو هم لکه پروان،دپنجشیر علاقه داری او ددای کوندی اوددی په شان نور یی هم ددوی وبولی.
    خو زه به ملا ډوله معنوی ته یو شی ورپه یاد کړم او هغه داچه: تاسی به دهغه ملیونو کسانو په وړاندی چه تاسی په ضد یی رایه درکړه او تاسی ټولی هیلی یی درخاوری کړی څنګه مقاومت کړی وی؟
    خو په اخیر به معنوی او دهغه ډلی لپاره یوه مشوره داوی چه دوی که دافغانستان تاریخ نه وی لوستی ،نو دابه ښه وی چه یو ځل خپل ځآن اوهم دافغانستان نور خلک وپیژنی!
    زه اوهم نور افغانان دا نه غواړی چه معنوی او دهغه ډله یی په تیښته او منډو دتاجکستان دپولی څخه دتیریدویه حال کی وګوری.
    دګران افغانستان غلیمان دی مخ توری وی.

  8. ګرانو ورونو اودوستانو ملامعنوی غواړی چه په دغه ناشونو خبرو فقط او فقط دټاکنو کمیسون دتاثیر اوډار لاندی ونیسی ځکه ددغه سړی وظیفه دترهګری او ډار اچونی پروسه پرمخ وړل دی
    .
    دارګ چارچاپیره هغه ځواکونه او واقعی افغانان پراته دی چه دمعنوی د ډلګۍ سره دایران اخوندان هم ملګری وی نو یوه لویشت به مخکی لاړ نشی، زه ډیر مخکی نه ځم خو کله چه د عبداله په یوه ملکی غونډه کی نظامی بسم اله خان ګډون وکړه، نوکرزی ته وویل شول چه ډیر ښه وخت دی باید دغه سړی ونیول شی، کله چه دکرزی عکس دلوی جرګی په خیمه کی وشکیدو، سمدلاسه کرزی ته خبر ورکړل شو چه امراله صالیح، او دهغه دترهګری ډلی ځینی لنډه غر باید ونیول شی مګر کرزی یی مخه ونیوله،دبلخ په ولایت کی دملی اردو هغه افسران او سربازان پراته دی چه په څو دقیقو کی دعطانور لاسونو ته ولچک اچولی شی، مګر په ډیر تآسف سره باید ووایم چه ددغه ټولوناخوالو مخنیوی دکرزی لخوا کیږی
    .
    په افغانستان کی دا ډار نشته لکه په عربی ملکونو کی چه مظاهری وشوی او واک یی په خپل لاس کی ونیو، ځکه په افغانستان کی چه کله دبلواګرواو ډار اچونکو مشران ونیسی بیا هیځوک څه نشی کولای.

    خبری په احساساتو نه کووم خودا زیری درکووم چه دغه ترهګر انشاالله په .ختمیدو دی

    . ملا معنوی ته وایم چه اوس یویشتمه پیړی ده، کوم ترهګری سیاست چه
    ته اوستا انډیوالان پرمخ وړی دهغی وخت اوس تیر شوی دی

    حکومت باید په دغه هکله دملا معنوی څخه جدی پوښتنه وکړی اومحکمی ته یی معرفی کړی .

    کریم افغان

  9. ارگ ته ننوتل که دوی ته اسانه وای خو والله که یی یوه هفته هم ساتلی خپل زانونه به لدی ملک نه ورک کری وای ..

  10. په هر حال دا یوه خطرناکه دسیسه وه چی افشا او خنثی شویده. دوی ته د افغانستان ملی منافع، د افغانستان دخاوری تمامیت، د افغانستان د خلکو رایی ورکول هیڅ ارزښ نه لری . پدی اوباشانو باندی هیڅ شک نشته . دوی چی لویی جرګی خیمی ته تللی شی او د برحال جمهور ریس عکس را غورځولی شی. اخطارونه ورکولی شی او د موازی حکومت اعلان ته تابیا نولی شی نو صرف په ارګ ننوتل او د نورو مشرانو نیول هم ورته سخت کار نه دی.
    پداسی عجولانه تصمیم کی حتما له وسلی کار اخیستل کیده چی د دواړو خواو ترمنځ به ډیری وینی توی شوی وی، زمینه به د طالبانو ته مساعده شوی وه او بیا به د کولاب او مشهد خواته مهاجرتونه شروع کیدل . ښه شوه چی د کودتاچیانو مخونه تور شول.

  11. سلام
    يو ابر قدرت چى ١٣ كاله په يوه ملك كى تول سياسى ، نظامى اواقتصادى قدرت په خپل لاس كى ولرى هغه دهغه ملك سياسي ، نظامى او قبلوى شخصيتونه نه پژنى .داخو به دمنلو نه وى چى مونژ دا ومنو چى المانانو دا توطيه كشف كره او امريكايان يي پرى خبر كرل دومره چى دا دفساد دله له امريكايانو سره نژدى اريكى لرى بله هـيحً داله دا امكانات نه لرى تاسي واوريدل چى اوباما اول له عبدالله سره تيلفونى خبرى وكرى يوه شپه ورسته يي له احمدزى سره خبرى كرى دا نه سالم عقل منى او نه دافغانان په احساساتو راحًى نه دادومره نوى خبر ندى دا خبر تيل په اور كى اچوى دى. تا سي دنتايجىو منتظر اوسى نه دوارسا پكت په افغانستان خير ليدلى او نه به ناتوخيريوسي او نه به افغانستان تجزيه شي دا يوه توطيه ده چى د افغانانو ته يو ذهنيت وركرى او يا يي وبيروى امريكا او متحيدينو يي بايللى دهسره له پاكستانه

  12. دا معنوي خوشي غول خوري، ولي مونز به لاسو كي بنكري اجولي دي، داسي بي بنياده خبري نبايد نشر شي، ددوي بلار هم دا كار نشي كولاي، افغانستان سه د شورايي نظار لندغرخانه نه ده.

  13. محترم معنوي صاحب،
    تاسو خو ډاکتر عبدالله په شرمونو وشرمولو، که خدای مه کړه دا بريالی هم شي نو افغان ملت به په داسی ولسمشر او تاسو غوندی بی کفایته ملګرو ځنګه اعتبار وکړي.

  14. سلام : این همه حرف ها جز اخطار برای خارجیان و باجگیری چیزی دیگر نیست ملت غیور افغان به کسی اجازه نمی دهد که حق شانرا بخورد وهر کس به دستور باداران خویش هرکار بکند وملت سکوت کند .این پشک کشی را اغای معنوی شب اول میکرد .میراث فامیلی شان نیست که دایم سر قدرت باشند .

  15. داهسی خبری دی او امریکا غواړی جی نړیوالو او خپلو متحدینو ته وښایی چی افغانستان په هرحالت کی امریکا او غربی نړی ته اړتیا لری

  16. دشمن دانا بهتر است نه دشمن نادان
    ډاکتر صیب اشرف غنی ته !ودلیدل حه وشول او څه کیږی په اختیاط قدم اخیستل دبل دهر قدم هره ثانیه او دقیقه تعقیبول او نظارت کول خوش باوری نه کول دخپل کاری ټیم سره مشوره کول ډاریدل او ترس ته څای نه ورکول په هسی اوتو بو تو نه غولیدل کلک او متین عزم لرل او پر مخ تلل په اداراتو کی مطلق دپاکو او مناسبو خلکو ګمارل خاصتا په اوردوکی –وزارت داخله –امنیت کی–ستره محکمه -لوی څارندالی کی که جزوی اشتباه درنه وشوه کودتا در باندی کوی په اخرکی بیا وایم مارته په لا ستونی کی څای مه ور کوه .

  17. دا پورته ټول نظر یات طلای دی خو بیا هم ویره راسره شته هغه داچه ! سړی خوش باوره ده خدای مکړه د پړ ګرو دمنترو لاندی نشی او بی حسه کړی بیا به هیڅ نه کیږی موږ خو همدا وایو چه (مارته په لاستونی کی څای مه ورکوه ) .

  18. عبدالله هيس هم تشي كولي عبدالله شه بوهيكي جي د طالبانو مخه بختنو نيولي كه دا بختانه نه وي نو بيا به د شمال لنده غر تاجكستان كيوي

  19. زما په فکر، دوی همیشه په دی بی ارزشه عملو نو کی ګټه کړی او اوس هم ددی احتمال موجود وه چه داسی یو عمل چه ذکر یی معنوی خپله کړی اجراکړی. ددوی دداسی عمل په نتیجه کی ممکن یو څو ورځی انارشی راولاړه شوی وای مکر اساسی حل یی همدا لاره وه، افغانان که ۱۵ کاله د رسمی ترورستانو سره جنګیدای شی ، ایا دغیر رسمی او نکتای داره ترورستانو سره جنګیدل کومه ګناه ده، خو متاسفانه په نړی کی د دتروریست تعریف د امریکا په لاس کی دی او هر چا ته یی چه مزاج واوړی دتروریست خطاب ورته کوی.. تر څوبه افغانان دیو خاص ګروپد فرمایشاتو د عملی کولو لپاره د نورو افغانانو حقونه د پښو لا ندی کوی..:که د دوی د فرمایشاتو د پوره کولو لپاره کع همیشه دیموکراسی لکه د قره قل د پسه ګوټی په شکل د غربیانو له خوا قربانی کیړی، نو فکر نه کوم چه افغانستان دی د یو داسی نظام خاوند شی چه واقعآ پری حساب وشی .

  20. اوس چی خبره دومره رسوا شوه نو د افغانستان غیور ملت او ملی قوتونو ته لازمه ده چی د اودلا اودلا ډلګۍ په مجموع کی اما ملا معنوی ، بسم الله جان ، خلیفه اتا خان، چریک امرالله صالح ، ملا ماکک ، یونس قانونی او نور داسی بړيڅی چی غواړی د افغانستان د خلکو امنیت ګډوډکړی او یا بی ځایه تبلیغات وکړی او یا بل داسی عمل وکړی چی د ملی منافعو خلاف وی ، تر جدی څارنی لاندی ونیسی او کله چی غواړی دوی کومه توطییه او دسیسه جوړه کړی د دوی دسیسه په نطفه کی خنثی کړی. له زرو خلکو وژلو نه همدا لس دولس بندی ساتل او مهار کول ډیر ښه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *