پکتيکا: موټر بم چاودنې ملکي وګړي شهيدان او ټپيان کړل
۱۳۹۳کال د چنګاښ ۲۴ مه نېټه
نن سهار نږدې لس بجې او دېرش دقيقې د يوې موټر بم چاودنې له امله د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې ګڼ شمير ولسي وګړي شهيدان او ټپيان شول
موټر بم چاودنه د يوه صرف ډوله موټر په وسیله د اورګون جامح جومات تر څنګ د يوه مارکټ مخې ته هغه مهال وشوه چې ولسي خلک د توکو اخيستو په حال کې وو، د يادې موټر بم چاودنې له امله د يوه ملا امام او شپږو ماشومانو په ګډون ۴۱ ملکي وکړي او دوه تنه ملي پوليس شهيدان شوي او تر شپېتو پورې ملکي وکړي ټپيان شوي دي،
ټپيان د چورلکو په واسطه شرنې، غزني او کابل ته لېږدل شوي دي
د پکتيکا والي محب الله صميم د پېښې په ځای کې خبريالانو ته وويل چې د سولې او ثبات دښمنانو يو ځل بيا د روژې په مبارکه مياشت کې ملکي کسان په شهادت ورسول، صميم دا کړنه د اسلام دين سره ښکاره دښمني وبلله
د يادلو ده چې په ياده پېښه کې ګڼ شمير دوکانونه هم ويجاړ شوي دي
نور جزيات وروسته
مخلص افغان
د پکتيکا ولايت وياند