له جرمني ژباړه: اشرف جاوید
اول ځا ن، پسې جهان
« نا پېژاند »
ځانځاني هغه سپی دی چې تل راسره مل د ی
« فرېدرېښ ویلهلم نېچه »
ځانځانی هغه ده چې یواځې خپل غږ اورې
« ارنو ذولټر »
ځا نځاني هوسا ینې اوشته والي پسې تلوار دی
« ارتورشو پنها ور »
ځانځاني چلند نه، بلکې رښتیا ده
«فرېد رېښ ویلهلم نېچه »
موږ ټول ځانځاني د ژوند چلند په توګه غندو، خوخبره داده چې څنګه ځا ن وپېژنو؟
« لیو نېکولایوېچ تولستوې »
ځا نځانی هغه دی، چې د بل په هکله فکر نه کوې
« ایو ګېنه لا بېښه »
ځانحاني هغه مهال زږېږې، چې د نورو په کړاو ځان نېکمرغه وګڼې
«جان با پتیسته هنرې لاکوردایره »
ځانځا ني له ځا ن سره د مېنې کمښت دې
«اندریاس ټنسر »
پاکه او سپیڅلې ځانځا نې د روغ او خوشا له ژوند اړتیا ده
« ارنست فرای هیر فون فویشترسلیبین »
هرڅومره چې یواځې اندونه پر «ځان» څرخې، همغومره موږ له خپل شتون لېرې کېږو
« ارنسټ فرسټل »
ځانځاني د خپلې ځاني ځېرتیا ضد ده
« کلوس کلا ګیس »
ځانځا نی هېڅکله په چا د تنفس کولو پېرزوینه هم نه لوروې
« فرېتس شا رشو »
ځانځا نی خپله خوښې ځکه څرګندوې، چې ډیره برخه یې خپله تر لاسه کړې
« الفرېد زېلښر »
یواځې د ځان لېدنه او کتنه، دځا ني پرمختیا مخه نېونه ده
« دالا کامګې »
سپکاوی د ځا نځا نۍ بده څېره ده
« سامویل کولیرېدګه »
موږ اجازه نه لرو ومنوچې ټول څېزونه، زموږ په خا طر پېداشوې دی
« رنه د یکا رت »
ځا نځا نی هغه اوښ دی چې پړی یې د د ښتې والا په لاس کې وی
« اورکراتېس »
کله چې ځان یواځې ګورې، ګوښه یې
« ما نفرېد هنرېښ »
ځا نځا نی په نړۍ کې ډېرڅه تر لاسه کوې، خو ښه نومتوب نه ترلاسه کوې
« ارنېل یعقوب یوناس »
ځا نځا نی هغه بې خونده سړی دی، چې بل نه، خپل ځان ډیرستا یې
« ارنبروزه جوینېټ بېرسه »
دوه ګناوې مرګونې دی: یوه غوسه اوبله ځا نځاني
« روبرت ها مرلېنګ »
ځانځا نی هغه دی چې د ډیرو نه په یوخوښ وې
« ویلې ما ورر »
ځانځا ني د« اېزمونو» بده بڼه او څېره ده
« ویلې ماورر »
ځانځانی لیونتوب دی او لیونتوب ځانځاني ده
« لیونېکولاېوېچ تولستوی »
بشریت د ځا نځا نو یووالی ( اتحادیه) ده
« الفرېد زېلښر »
ځانځا ني ځان سره بې سلوکي، اروایې ناراحتي او بېلوالې راوړې
« پېترهارتون »
سړی ځا نځاني یواځې څاروې ته بخښې ، نه انسان ته
« اروېن کوښ »
موږ ټول ځانځانې یو، یواځې د ځان په کنترولو کې توپېر لرو
« ارهارډ شومینسفلډ »
ځانځاني یو جال دی چې تل زموږ پر مخ لاره بندوي
«الفرېد رېډه مخر »
څوک چې ځان اوخپل ځان لپاره ژوند کوې، مخکې له دې چې مړشې لامړشوې دي
« پېترامېنډ »
ځانځانی یواځېتوب دی
« فرېدرېښ شېلر »
ځانځا نی خپله انساني تودوخه ځا ن کې ساتې
« ارنست فرستل »
څوک چې یواځې په ځان سوچ کوې، پاې یې ړنګېدا ده
« برنهارډ شټا ینر »
ځانځاني یو کوچنی لوی لیونتوب دی
« ولفګنګ موکر »
ځا نځاني داسې ده، لکه کنګله غوښه
« جانه مارنې مارېنیرس »
څومره چې ځانځا نی ډېرېږې، همغومره مورال لږېږې
« اېما نویل کا نت »
ځانځاني لویه انسا ني کرکه ده
« ویلیام ایوارت ګلتستونه »
ځانځانی د نورو پرتله ځان ډیرغولوي
«هنري وارډ بیښر »
پوه ځانځانی مرستندوۍ اوپه نورو فکرکوې، پایله کې خپله ګټه هم ورڅخه اخلې
« دالیلا ما »
ځا نځانی ښوالی دادی، چې د نوروپه هکله لږغږېږې
« ویلې ماورر »
ناروغه ځانځانی اسره ده، روغه ځانځاني ویشنه ده
« الفرېد زېلاښر »
روغ اورښتېنی ځا نځا نی هغه دی، څه چې تر لاسه کړې نور یې هم تر لاسه کړې
« الفرېد زېلا ښر »
ځانځانی لپاره خپله موخه، تر ټولووسېلوڅپېڅلې ده
« ارنست فرستل »
ځانځا ني د انسان پیل دی
« رابیندرانات ټا ګور
المان ، 25.04.2014