۲۴ / ۴ / ۱۳۹۳
د افغانستان مسلمان اومظلوم ملت خبردی چي په دې ورځوکې دافغانستان په ولسی جرګه کی یوڅوځان خوښونکواوګټه غوښتونکوهغه تش په نامه وکیلانواودخلګونماینده ګانوچې ددې غریب ملت ته دخدمت ترنامه لاندې یې ولسی ج��ګې ته په مختلفومشروع اونامشروع لاروځان رسولی دی اووعدې ېې دملت سره کړی وې چې موږبه دملت خدمتګاران یو نه باداران ، موږبه ملت ته دهوساینې زیری راوړو چي دولس پرحقوقوتیری څوک ونکړی.او. دی بی زړسویه وکیلانو دیوه داسی ملت چې څلویښت کاله یي ډیره سړي وژونکی جګړه شاته پري ایښی ده اوس دژوند په ټولوناخوالوکی راشکیل دې اوپه سل تقریبا ترپنځه ایتا فیصده زیات خلګ دبی کاری ،لوړونرخونو، لوږي اودبدمرغۍ سره لاس اوګریوان دي . دغه ښاغلی وکیلان ددي پرځای چې دهلمند دبې ځایه سوخلګو، کونډو ، یتمانو، اوخوږمنوسره ،اویاپه فرضی روژه کې دوزیرستان دملسمانوخلګودستونځواویادهغوي سره دمرستی، اویا د افغانستان پر سرحداتو باند په ډیره سپین سترګی سره پرته د افغانستان د دولت د ناخبرتیا څخه د ازغن تار راغځولو اویا د سرحد مخ ته راوړلو اواز پورته کړی دخپلوشخصی ، حتي دزامنو، اولمیسانودپاره هم دچورقانونی لاری لټوي . چې دا کارنه یوازی دخلګوپرګډ کور(پارلمان ) د ولس دبی باوری اوراتلونکی دپاره دخواتوری بلکه دټول ملت دکرکی اونفرت غوسه يی راپارولی ده ، ددی ترڅنګ یوه ډله وطنپال اودخلګوخواخوږو وکیلانوصاحبان، دمشرانوجرګي سناتورانوصاحبانوچې ددې ګټومخالفت کړیدي په حقیقت کې خپله پیرزوینه، میړانه ، هیواد پالنه ، ولس پالنه په اثبات رسولې ده خوزموږ دوجدان دهغه ناروغانووکیلانوڅخه چی دا غیر قانونی مسوده یی ترتیب کړی ده څو پوښتنی لرو. لومړي : ایا داستاسی وجدان مني چې دیوه بی چاره استاد ، یوه ټیټ رتبه صاحب منصب ، دیوه عادی مامورله معاشه مالیه ترلاسه سي دهغوي بچي وږی وی خوتاسی اوستاسی بچیان ورباندي په پاریس اولندن کي چګرووهی ؟ دوهم : تاسي په دي نه پوهیږی چي ستاسی دي کارپه افغانستان کي وفساد ، چور، درواغو، درواغجنووعدوته قانونی حیثیت ورکړي ؟ دریم :تاسی به بیا په کوموسترګوخلګوته وایاست چي موږستاسی خدمتګاران اومشران یو څوک چي داسی لقبونه ځان ته ورکوی هغوی دبیت المال چورته بډی نه راغړی.
څلورم :
تاسی نه ګوری چي ټولی ناخوالی که اداری فساد دي ، که دوزیرانوسرپرست مقررول دی، که وزیرانوته د اعتماد د رایي ورکولو په ورڅ ناغیړۍ مهمانۍ د چا نه دی هیری ،اکثره وخت د ولسی جرګی تالار خالی ولاړ وی او د ځینو وکیلانو په حاضری کی مریض لیکلی وی هغه دوکیل صاحب رمضان بشردوست په خبره چي راځی ولسي جرګه یوي شفاخانی ته نقل کړوځکه دولسی جرګي اکثریت غړی دمریضی رقعی لری دولسی جرګې په تالارکې نه پیداکیږي؟ پنڅم : که تاسی خلګوټاکلی یاست اودخلګونماینده ګان یاست بیا دخلګوولی ویره لری ؟شپږم : دوی ، دری، دوری ورسته به په افغانستان کي یوڅوتنه ډوډی خواره وکیلان اود دوی باډی ګارډان اوسیږي اوڅه چی په بیت المال کی پیداکیږی هغه به دوی نوش جان کوی نورملت بیا بلی خواته پنا وړی ؟ اووم : موږخبریوچې دغه کسانو لاپخوا په کابل دمختلفومشروع اونامشروع لارو ډیرلوړي بنګلی اوماڼۍ ابادی کړیدي اوبلکل بیا خپلوولسوته نه ځی اوډیری بیلګې اوس هم موږ په سترګووینو. زموږد داسی بی رحمه وکیلانونه هیله داده چې دوې دې سرپه ګریوان کې چی زموږپرخواراوبی چاره ملت دړندې جګړې ترځنګ ځه ناخوالی تیریږی خوتاسی په ډیره بی رحمی د داسی ملت پراوږوسپیریږۍ؟ دلته دحقوقودیوه دانمشند وینا دبی عدالتی په هکله ریښتینوالی مومي چې وایې ( بی عدالتی په هرځای کي چې واقع سی په ټولوځایوکې دعدالت دثبات دپاره خطراوتهدید متوجه کوي ) دحقیقت ګوند داغیرقانونی اودملت ضدعمل په کلکه غندې، د دی ترڅنګ د افغانستان پر ټولو پاکو اووطنپالووکیلانوصاحبانو، سناتورصاحبانو، قدرمنو رسنیو مدنی ټولنو، دقلم ، خاوندانو، سیاسی ګوندونو، قومی شوراګانو ، زړه سواندو مشرانو ، بالاخره دافغانستان پرښاغلی ولس مشراوټول ملت ږغ کوي چی د دي غیرقانونی ناخوالی او دغه کرغیړن تصمیم په مخنیوی کی دحقیقت دګوند ددي وړاندیږملاتړوکړی.په درنښتدحقیقت دګوند عالی شورا
محترم وكيل صاحبا نو خه مو خورلي اوخه مو اوريدلي اوخه مو فكر كري هغه متل دي نه به تل ناصر خان وي اونه به سره أوشان وي ملت دلوري سره لاس به كريوان دي تاسي خو خيتي دكي كري اوس غواري جه دكو آسيا نو غم هم وخوري زهر به موشي ملت اوس بيدار دي حساب به در سره وكري همدا شرم مو بس دي اول داجه دو) لسي جركي با وجدانو غرو در ته جواب در كري او،اوس در بسي تول ملت راخوخيدلي دير خاي دي شرم دي به دي بي ننكو تصميمونو مونز داو طلبا نه دنفر خدمت به نامه دسر بز د خدمت خخه به اردو كي د باي تكي كيشود او تا سي به نني عصر كي ديو به خاي دوه نفره سرباز ان د خدمت دباره غواري دير خاي دتاسف دي حيف ستاسي به دي خجالت أميزه تصميم بأندي جه هغي ته بيا دقانون بنه وركوي