تاند- د ملګروملتو سرمنشي یانکي مون د پکتیکا وژونکې حمله، چې ۸۹ تنه پکې ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول، وغندله.

هسپانیا هم تېر ماښام د پکتیکا د اورګون ولسوالۍ د سې شنبې د ورځې ځانمرګی برید وغانده.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي بان کوبیش او ګڼو افغان چارواکو او عامو خلکو دا وحشیانه برید غندلی دی. (ولولئ)

د هسپانیا حکومت په یوه اعلامیه کې د ځان او خپل ملت له لوري د پکتیکا د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دې پېښې ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې هسپانیا د خپل حکومت او ملت د خواخوږۍ مراتب د افغانستان چارواکو ته څرګند کړي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ترهګري په کلکه غندل شوې او ویل شوي چې تروریستي تشدد او په دې ډول تاوتریخوالي د خلکو د ارادې د بدلولو هڅه هیڅ راز سیاسي ستراتیژۍ ته د منلو نه ده.

د هسپانیا د حکومت د اعلامیې په دوام کې راغلي، هسپانیا په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې فعاله همکاري کړې او لېواله ده چې په راتلونکې کې هم ملګرتیا ته دوام ورکړي.

پرون د سهار په لس نیمې بجې د پکتیکا په اورګون کې موټر بمي ځانمرګي برید تر سلو زیات بېګناه افغانان مړه او ژوبل کړل.

————————-

په دې موضوع په فیسبوک د ځینو کاروونکو نظرونه ؛

لکه چی گل مرجان خیلو خپل قصد واخیست.

 

One thought on “د م.م. سرمنشي او هسپانیا د اورګون تروریستي برید وغانده”
  1. دا هغه نه بخښونکی جنایت دی چی اسلامی نړۍ لا څه چی ټول بشریت یی ولړزاوه. په اسلام کی د بیګناه انسان وژل منع شوی دی اوڅوکی چی یو بیګناه انسان ووژنی لکه ټول بشریت یی چی وژلی وی. دا هغه جنایت دی چی دهغه په سرته رسولو یی طالب په لوی لاس خپل کیرغړن سیاسی موجودیت ته به دپای ټکی کیښودل شی.
    د افغانستان ټول مظلوم ولس به د دی تورمخو پنجابی نوکرانو پرضد ملی قیام وکړی او هغوی به ټول د پنجاب هیرامنډوی ته وشړی.
    الله تعالی ج د زمونږ ټول مظلوم شیهدان غریق د رحمت کړی او جنت الفردوس د په نصیب شی. دهغوی کورنۍ او ټول افغانستان خلکو او پښتون ولس ته د الله ج دزړه صبر او همت ورکړی تر څوی د پردیو غلامانو پر ضد ملی قیام وکړی او هرڅوک چی ددی بدمرغه سیاسی مزدور تحریک غړی وی راټول او دافغانستان اسلامی جمهوریت ته وسپاری. هغوی چی وطن فروشی کوی او له پردیو د خپل هیواد ورانولو لپاره پيسی اخلی د تل لپاره ختم کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *