تاند- د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له لوري رسنیو ته د یوه لېږل شوي سند له مخې دواړو کاندیدانو موافقه کړې چې په دوو کلونو کې به په اساسي قانون کې بدلون راولي او لویه جرګه به رابولي.

په دې سند کې، چې د دواړو خواووو د موافقې کاپي بلل شوې، ویل شوي چې که هرڅوک د رایو د بیا شمېرلو په نتیجه کې ولسمشر غوره شو، د ولسمشرۍ د چوکۍ له ترلاسه کولو سمدلاسه وروسته به د اجراییه ریاست پوسټ او دغه راز د اپوزیسیون مشر تعینوي.

بایلونکی کاندید به یا د اجرايي چارو مشري په غاړه اخلي او یا به د اپوزیسیون مشري کوي. غوره کېدونکی ولسمشر به دا واک لري چې کوم مقام بایلونکي کاندید ته ورکوي.

په افغانستان کې سره له دې چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسي انتخابات کېږي او ولسواکي نظام واکمن دی د اپوزیسیون ځای نه دی څرګند. عموماً هغه کسان د اپوزیسیون دعوه کوي چې د حکومت ډېره برخه یې خپله ده.

په موافقه کې ویل شوي چې د هیواد د کلیدي اقتصادي او امنیتي ادارو چوکۍ به د ولسمشر او د اپوزیسیون له لوري په ګډه غوره کېږي. همداراز به د والیانو په اړه له اپوزیسیون سره مشوره کېږي.

که چیري دا سند حقیقت ولري او اشرف غني احمدزی ولسمشر غوره شي نو احمدضیا مسعود به د هیواد اجرايي رييس شي او عبدالله عبدالله به غوره وبولي چې د اپوزیسیون مشري وکړي.

ولسمشر به همداراز ژمن وي چې تر ۹۰ ورځو پوري به امنیتي چارواکي نه بدلوي.

د سند له مخې حکومت به موظف وي چې په یوه کال کې په انتخاباتي کمیسیونونو کې بدلون راولي.

په سند کې د صدارتي سیستم یادونه نه ده شوې خو داسي ښکاري چې هڅه شوې چې که څوک ولسمشر شو نو دومره واک به نه لري چې هر څه په خپله خوښه واړوي.

10 thoughts on “د دوو کاندیدانو د موافقې مهم جزییات څرګند شول”
  1. ،اله همده اوس می ولی سپک شول ، دا څو ورځی داسی اوازی وی چی ډاکټر صاحب اشرف غنی ایتلافی جکومت ته تیار شوی دی شکر چی ایتلافی جومت خو نه جوړوی
    یو سوال لرم هغه داه چی:
    په اساسی قانون کی به د څه شی بدلون راولی؟ هیله ده که لږه روښنایی پری واچوی.

  2. کور مو ودان اوس مو یو سه مغر خلاص شو او پدی گونگه مسله پوه شو اما اشرف غنی دلته هم یو سه برلاسی شکاری اوس نو دی الله هغه وکری په کومه کی چی د اسلام او ددی خوار ملت خیر وی

  3. داجه واءي هرخوك جه اولسمشر شو دومره واك به نه لري جه هر خه به خبله خوشه وأروي .
    سؤال دادي جه اولسمشر داواك ونه لر ي نو دا واك به دجا سره وي
    د دي سؤال جواب بايد حتمي وضروري راكره شي
    داجه واءي د هيواد ،كليدي ، اقتصادي او أمنيتي أداروا جوكي به اولسمشر او دابو زيتون مشران به كده تأكي.
    بوه نه شؤم ابو ينسون باي لو نكي او قدرت ءي مساوي درءيس جمهور وي نو خه ضرورت تاكنو ته إحساسيده او دومره دردي سر به دخه دباره وو دي ته واءي مواضع حكومت به لز تغير دشكل
    بل خاي واءي دواليانو نو تأكل به دابو ينسون دمشرانو سره مشوره به به كيزي
    دادي جه رئيس جمهور دهر خه مسول وجواب ده به ملت ته واءي بي مسؤوليته اختيارات دابوزيسون دمشرانو سره به وي د دي خخه زه نتيجه اخلم جه نه كتونكي اونه بأيلو نكي كوم رول لري اصلي رول بل خوك لوبه وي ديته واءي استعمار أوبر خورد ديو مستعمري هيواد سره

  4. سلامونه او نیکی هیلی

    تاند- د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له لوري رسنیو ته د یوه لېږل شوي سند له مخې ….
    نه کیږی چې دا سند له مونږ سره هم شریک کړئ
    یا یې ادرس راپه ګوته کړی

  5. په امنیتی چاور که به ولی تر ۹۰ ورځو پوری تغیر نه راولی، ایا شمالی ټلواله بیا هم د کودتا په فکر کی ده؟

  6. په امنیتی چاور که به ولی تر ۹۰ ورځو پوری تغیر نه راولی، ایا شمالی ټلواله بیا هم د کودتا په فکر کی ده؟
    باید نوی ولسمشر د امنیتی قواو په باره کی له سره کتنه وکړی

  7. غنی بابا دادی په موږ څه ملنډی ووهلی او هغه ستا مفتکرتوب څه شو او تا دافغانستان دخلکو رایو ته هیڅ احترام ونکړ اوهغه دی پر یو توپک سالار باندی خرڅی کړلی دافغانستان شریف خلکو که چیری په رښتیا سره غواړی چی دقانون اساسی دی دنظام لپاره تعدیل وی نو شه به داوی چی داوسنی ریس جمهور لپاره دی ددریم ځل لپاره تعدیل کړی حداقل یو ریس جمهور خو به ولرو غنی بابا خو زموږ ټوله هیله را مړاوی کړلی

    ګل دهلمند ولایت څخه

  8. ګل یار ه لژ زر می بی حوصلی کیژه یوی خواته طالبانو و آی ایس آی راپسی راخیستی ده له بله خوانه له شمالی ټلوالی سره مشکل جوړول بیخی هیواد له لوی مشکل سره مخ کووی ، پښتانه یو لوی مشکل لری چی هیڅ کله هم په ځپلو مشرانو اعتبار نه کووی او مخکی له وخت نه احساساتی عکس العمل څرګندوی، لژ خو تاسی دغه خواره کی اشرف غنی ته لژ وخت ورکړی چی خپلی چاری په لاس کی واخلی څه چی هغه ته دیو مشر په حیث معلومیژی ملت ته ګرانه ده چی معلومه شی . له غزم نه کار واخلی انشالله هرڅه به سم شی انشالله

    دافغان ملت دسرلوړی او دمفسدینو او غلو نه دخلاص افغانستان به هیله
    مسافر

  9. ګرانه مسافر یاره
    کوم وخت چی غنی بابا د جان کیری لاس وینو هلته لا ددی مزه ولاړه او غنی بابا دومومره ساده بابا و چی خپل ۵۶ فیصد درایه په درلودلو یی و عبدالله ته سرکښته کړ او به پښتو کی یو متل دی چی سل یی مړه کړه لایی بدی نه بولی
    ګل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *