داعش؛ د ایران زوال او سیمې ته نوې سناریوګانې

 داعش یا د عراق او شام د اسلامي دولت په نامه ډله پر عراق د امريکا له بريد وروسته په ۲۰۰۳ زېږدي کال کې د “توحيد او جهاد” تر نامه لاندې جوړه شوې، چې اردنی ابومصعب الزرقاوي يې مشر و. الزرقاوي چې کله په ۲۰۰۶ کال کې د امريکايي ځواکونو له خوا ووژل شو، د دغې ډلې مشري ابوحمزه المهاجر په غاړه واخېسته او په همدغه کال کې د ابوعمر البغدادي تر مشرۍ لاندې “په عراق او شام کې د اسلامي دولت” ډله هم رامنځته شوه، چې په يو ډول د همغې پخوانۍ ډلې د بڼې بدلون و.

د دغې ډلې اوسنی مشر ابوبکر البغدادي، چې څو کاله يې د امريکا په بند کې هم تېر کړي او ویل کېږي چې په کابل کې هم پاتې شوی، په ۲۰۱۰ کال کې د امريکايي او عراقي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د ابوعمر البغدادي تر وژل کېدو وروسته، د دغې ډلې مشر شو.

د اسلامي دولت ډله په دې وروستيو کې د سوريې او عراق د ځينې سيمو له نيولو وروسته خورا ځواکمنه شوې. په تېره بيا کله چې د دغې ډلې جنګياليو د روان ميلادي کال په جون مياشت کې د عراق موصل ښار (د عراق دويم ستر ښار) لاندې کړ؛ د پوځي توکو تر څنګ يې نغدي پانګې هم ترلاسه کړې، چې د ځينې رسنيو له قوله يې شتمني څو ميليارده ډالرو ته ورسېده.

بلخوا، اردن او لبنان هم د دغې ډلې له خوا وګواښل شول. د اسلامي دولت ډلې په لومړي ګام کې په اردن کې هم يوه څانګه د نوو غړو د جلبولو لپاره فعاله کړې، چې موخه يې ګاونډيو هېوادونو ته د وسلو او ځواکونو استول دي. همدارنګه يې له لبنان سره هم د جګړې اعلان کړی دی.

د ځينې هېوادونو مشرانو دغه ډله ستر ګواښ بللی؛ خو د ملګرو ملتونو سازمان که څه هم د اسلامي دولت د ډلې اقدامات محکوم کړي؛ مګر داعش نوم رسما تر اوسه د ملګرو ملتونو د ترهګريزو ډلو په فهرست کې نشته دی.

خو دغې ډلې هله نړيوال شهرت خپل کړ، چې د عراق او سوريې د ځينې شمالي سيمو له نيولو وروسته يې، د سوريې له حلب څخه د عراق تر دياله ښار پورې د اسلامي خلافت اعلان وکړ او د خپلې ډلې نوم يې “اسلامي دولت” ته واړاوه. وروسته د روژې په مياشت کې د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي، په موصل ښار کې د جمعې په يوه خطبه کې د نړۍ مسلمانان له ده سره بيعت ته راوبلل.

د اسلامي دولت ډله د خپل نفوذ د پراخوالي او په سیمه کې د جلب او جذب او خپلو پښو د ټینګولو لپاره په چټکۍ سره کار کوي او داسې ښکاري چې د سیمې شرایط او له بلې خوا د یو شمېر لوېدیزو، عربي او غیرعربي هېوادونو ګټې به د دې لامل شي، چې د دوی بریاوې دوام وکړي او اردن او لبنان په څېر هېوادونو ته هم د خپلو فعالیتونو لمن وغځوي؛ په داسې حال کې چې دوی د کردستان په موضوع کې یو له هغو لورو بلل کېږي چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د دې پروژې د چټکتیا لامل شول.

داعش او د کردستان موضوع:

د عراق د کردستان د کورواکې ادارې مشر مسعود بارزاني په دې وروستیو کې د کردستان پارلمان ته په وینا کې وویل چې د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه ترسره کړي چې دغه اعلان په سیمه کې په ځینو دولتونو وېره ګډه کړې او ځینې یې هیله من کړي.

داعش چې دا اوس د خپل نفوذ د پراخوالي او په سیمه کې د جلب و جذب او خپلو پښو د ټینګولو لپاره په چټکۍ کار کوي داسې ښکاري چې د سیمې شرایط او له بلې خوا د یو شمېر لویدیځو، عربي او غیرعربي هېوادونو ګټې به د دې لامل شي چې د دوی بریاوې دوام وکړي او اردن او لبنان په څېر هېوادونو ته هم د خپلو فعالیتونو لمن وغځوي؛ په داسې حال کې چې دوی د کردستان په موضوع کې یو له هغو لورو بلل کېږي چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د دې پروژې د چټکتیا لامل شول.

د داعش ډلې وروستيو پرمختګونو د نورو هېوادونو تر څنګ، ايران تر ټولو ډېر اندېښمن کړی. ځکه پر عراق د امريکايي ځواکونو له يرغل وروسته، ټوله پاملرنه د دغه هېواد شيعه وګړو ته وه او سني وګړي يې تر ډېره د قدرت له صحنې وايستل شول او دا چاره تر ډېره د ايران په اشاره شوې وه او بيا کله چې امريکا له عراق څخه د وتلو تکل وکړ، نو عراقي حکومت د ايران په اشاره هغه څه وکړل، چې اوس امريکا هم د داعش ډلې د جنګياليو پر وړاندې د عراقي حکومت له ملاتړ څخه ډډه کوي.

بلخوا په دې وروستيو کې په سيمه کې د اسلامي دولت ډلې، چې له ډېرو کلونو راهيسې په عراق او سوريه کې جنګېږي، نړيوال شهرت خپل کړ او د سوريې، عراق، ايران، اردن، لبنان او ځينې نورو هېوادونو پراخې اندېښنې يې راوپارولې. د دغې ډلې چټک پرمختګ او ځواکمنو اقداماتو تر ډېره دا ډله شکمنه هم معرفي کړې ده.

نوی کردستان او له وروستيو بدلونونو د ايران وېره

د عراق د کردستان د کورواکې ادارې مشر مسعود بارزاني په دې وروستیو کې د کردستان پارلمان ته په وینا کې وویل، چې د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه ترسره کړي او دغه اعلان په سیمه کې په ځینې دولتونو وېره ګډه کړې؛ خو ځینې یې بيا هیله من کړي دي.

د ایران واکمن رژیم په خپلو سیاستونو سره په سیمه کې داسې حضور درلودلی و، چې د مذهب له مخې يې هم په کوردننه او هم په سیمه او نړۍ کې په ډېر یو اړخیز ډول د شيعه مذهب په وسیله د سیمه ییز او نړیوال اقتدار هلې ځلې کولې. خو هم په کوردننه او هم په سیمه کې د دغه اقتدار د هستو یو اړخیز چلند د دې لامل شوی، چې هم یې ایران او هم يې په سیمه کې د ایران د ملاتړو حضور سخت ننګولی دی. په سوریه کې د واکمن رژیم ځپل کېدل، د سعودي عربستان، ترکيې او قطر په څېر هېوادونو سره ډیپلوماټیک او سیاسي مخالفتونه، په عراق کې د داعش په څېر د ډلو ظهور او د کردستان موضوع يې ښې بېلګې دي.

کردستان به د ایران په لوېدیځ کې یو داسې هېواد وي، چې د دوی ټوله توجه او ځواک به جلب کړي او د ایران یو شمېر هغه سیمې به چې همدا اوس پکې د بېلتون پالنې پیاوړې روحیه شته ده، او د تاريخ په اوږدو کې د ایران د دولت لخوا ځپل شوي دي، له نوي کردي دولت سره یو ځای شي او په دې توګه به، ايران د کمزورۍ او تجزيې په لور ولاړ شي. دا چې نوی کردي دولت به د بېلابېلو بهرنیو ځواکونو او استخباراتي شبکو په ملاتړ جوړېږي، نو په دې سیمو کې به د ګاونډي ایران لپاره جدي امنیتي ګواښونه متوجه وي.

په دې پروسه کې د داعش ډلې پراخ رول به د دې لامل شي، چې په دې خاوره په حاکمیت کې پوره شامل وي او چون له ایران سره به ګاونډي وي؛ نو طبیعي خبره ده چې ایران به د دوی د له منځه وړلو او هغوی د غبرګون ښودلو په پروسه کې، د اوږده مهال لپاره ایران ته جدي ګواښ وي.

په عراق کې به شیعه دولت ځپل کېږي او په داسې حال کې چې په دمشق کې هم د حکومت تضعیف په ایران کې واکمن رژیم، چې له نړیوالو فشارونو او بندیزونو سره هم مخ دی، لا تضعیف او د تجزیې له جدي ګواښ سره مخ کړي.

داسې فکر هم کېږي چې داعش ښايي د مسلمانانو د تاریخي مخالفینو د له منځه وړلو لپاره، پر اسرائيلو او د هغوی په مستقیمو او یا غیر مستقیمو ملاتړو چې په سیمه په تېره بیا لبنان او سوریه کې شته دي،هم بریدونه وکړي. خو داسې تحلیل هم شته چې د سعودي عربستان، امریکا او اسرایلو په څېر هېوادونو پټ ملاتړ هم له دې ډلې سره شته خو دا چې تر کله او کومو محدودو پورې به دا ملاتړ دوام کوي وخت به یې ښکاره کړي خو د اوس لپاره یې د ایران په ستراتېژیکو ملاتړو هم کړۍ راتنګه کړې، چې په دې ډول به د ایران نفوذ او سیمه ییز ځواک خورا زيات وننګوي.

د کردستان د خپلواک هېواد د جوړېدو له شونتيا، د داعش چټک پرمختګ او له ځينې هېوادونو سره يې په اړه جدي اندېښنو او په سيمه کې له نورو وروستيو بدلونونو داسې ښکاري، چې دا سيمه به په نژدې راتلونکي کې د ژورو بدلونونو شاهده وي، چې اوسني بدلونونه يې هم پيلامه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *