د ښځینه پولیسو دجلب او جذب په اړه د ننګرهار ولایت دامنیه قوماندانی اړوند دجلب او جذب قوماندانی خبرتیا

دسزطان دمیاشتی ۲۶ نیټه

دننګرهار ولایت ملی رادیو تلویزون محترم ریاست ته !

هیله مند یودهمیشینی همکاری له مخی لاندی خبر تیا ددی میاشتی ترپای پوری نشر ته وسپاری :

دکورنیو چارو وزارت علیقدر مقام دلارښونی او دجلب او جذب دعمومی قوماندانی دهدایت پر اساس دننګرهارولایت امنیه قوماندانی اړوند دجلب او جذب قوماندانی د۱۳۹۳ کال په تشکیلاتی جوړښت کی (۲۰۰) دوه سوه تنه هغه خویندی چه دزده کړی کچه یی دولسم او یا دهغی څخه پورته وی دپولیسو دمسلکی زده کړو په موخه دشپږو میاشتو لپاره دوست او اسلامی هیواد ترکیی ته استول کیږی دروزنیزی دوری دتیریدو څخه ورسته ددوهم څارن په رتبه په اړونده ولایت کی مقرریږی کافی اندازه معاش په بدل کی په دندو ګمارل کیږی په ننګرهارولایت کی میشتو هغه په شرایطو برابری خویندی چه غواړی دپولیسو په لیکو کی هیواد او خلکو ته دخدمت مصدروګرځی کولای شی ددی خبرتیا داوریدوڅخه ورسته دتابعت دتذکری ، تحصیلی اسنادو او دشپاړس قطعو عکسونو سره یو ځای دی دجلب او جذب قوماندانی ته مراجعه وکړی .

                                                                       په درنښت

             سمونیار حضرت حسین(مشرقیوال)

            دمطبوعاتو امر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *