تاند- د پاکستان کوماندو او خاصو ځواکونو د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې له وسله والو مخالفانو سره ۱۰ ساعته جګړه وکړه.
د دې جګړې په نتیجه کې، دوه حمله کوونکي او یو خاص پاکستانی پوځي وژل شوي دي. همداراز ویل شوي چې د پاکستان د پوځ ۶ تنه خاص ځواکونه ټپیان شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې امنیتي ځواکونو وروسته له دې تېره شپه د رایونډ په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د صدراعظم نوازشریف کروندو ته نژدې د وسله والو مخالفانو پر یوه مرکز برید وکړ.
پاکستاني ځواکونه ادعا کوي چې دوه سخت دریځي یې وژلي او یو یې په ټپي حالت کې نیولی دی خو ډېر نور په تېښته بریالي شوي دي.
پوځ وايي چې زیاته وسله او مهمات هم په لاس ورغلي دي.
د دواړو خواوو د جګړې له کبله په سیمه کې یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف، د پنجاب اعلي وزیر شهباز شریف او ګڼ نور چارواکي د رایونډ په سیمه کې کورونه لري.