تاند- د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د هیواد پر اقتصادي وضعیت په یوه غونډه کې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړو کاندیدانو هم پکې د ګډون بلنه ورکړای شوې وه، غور وشو.
دا لومړۍ ځل دی چې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ته د کابینې په یوه غونډه کې د ګډون بلنه ورکول کېږي او د اقتصاد پر عمومي وضعیت بحث اوري.
راپورونه وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر سر وروستیو لانجو د هیواد پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی، د خلکو کاروبار خورا سوړ شوی او وېره ده چې ډېرو شتمنو او سوداګرو به د احتمالي بحران له کبله پانګې بهر ته لېږلي وي.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې کاندیدانو په غونډه کې ګډون کړی و او کنه خو په عکسونو کې اشرف غني احمدزی ښکاري خو عبدالله نه لیدل کېږي.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم:«د نن ماښام په غونډه کې، چې په ارګ کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ وشوه، د ولسمشرۍ کاندیدان ډاکتر اشرف غني احمدزی او ډاکتر عبدالله عبدالله دعوت شوي وو.»
د خبرپاڼې له مخې په غونډه کې د هیواد پر عمومي اقتصادي وضعیت، د ملي عوایدو پر ښه کېدا، د ګمرکي نظام پر اغېزمنتیا او له قاچاق سره پر مبارزې خبرې وشوې او د یادو مسایلو په اړه وړاندیزونه او نظرونه وړاندې شول.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکو ورځو کې دې د مرستندویو هیوادونو د استازو او د افغان سوداګرو او پانګوالو په ګډون دې ځانګړې غونډې جوړې شي.
په دې اقتصادي غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال، د مالیې او سوداګرۍ وزیران او د افغانستان بانک مرستیال ګډون کړی وو.
چی اقتصادی بحث یا مناظره وی هلته والله که د ډبل عبدالله سیوری هم تر سترګو شی، خو چی د چوکیو د ویشلو او چور خبره یی بیا د میز په سر کی ناست وی.