عصمت الله بهیر –
د اوولسمي روژې روژه مات ته مو ملګرو شېبې شمارلې، يخ سره ليمويي او ريحاني شربت په چيني جيک او ګيلاسو کې يخ-يخ ولاړ ول او زموږ د سينو سړولو تلوسه يې لرله.
د تلوېزيون د سر خبر راغى ، چې د پکتيکا په اورګون ولسوالي کې د يوه مازدا موټر بم چاوندني په محشر کې د ولسوالۍ بازار غونډ منډ په تورو ايرو او سکرو بدل شو او يو مخ له منځه ولاړ، دمړو شمېر ٨٩ تنو ته ورسېد او ٤٢ زخميان دي.
ما له انډيوالانو وپوښتل، چې د فلسطين په غزه تړانګه کې د يوې اونۍ په ترڅ کې اسرائيلو څومره فلسطيني مظلوم مسلمانان ووژل؟ جواب يو سلو څلوېښت راکول شو.
ما ويل، ځه-ځه، خير دى هيڅ بلا نه ده نازله شوې، اورګونوال خو سلو ته لانه دي رسېدلي ځکه نو زموږ مسلمان ملت بايد هيڅ تشويش ونکړي او هيڅ خواشينى نه شي او زه چې د خپلو متدينو او معتقدو مسلمانو خلکو خوى و بوى پېژنم نو ان شالله چې هيڅ شپږه به يې هم ونه خوري .
ملايان او ملاامامان به مو په سراسر مسلمان وطن کې نن ښه مست او زبر دست روژه مات نوش جان کړي.
د ننګرهار په اسلامي پوهنتون کې به نن يوازينى شاعرانه ماښامى وي، چې د مظاهرې له ذکر و فکره پرته به ، د سکون په غېږ کې، په خپل خاص رنګ و رونق سره، مسلمانو محصلينو ته، د خداى پر دسترخوان د روژه مات بلنه ورکوي.
د ټول وطن د شرعياتو پوهنځي به مو نن شپه د هيڅ ډول رنځ احساس ونکړي او د نن ورځي تر ټولو مطمئنه روژه به يې د لوى الله ج په لوى دربار کې تر ټولو زياته قبوله او مقبوله وي.
جمعيت اصلاح ټولنه به نن ملا اذان د بېغمۍ په غولي کې سره راټوله او ورله ټوله وي او نن به د پټي خولې عبادت خپل خاص تاثير لري او دا به له دين څخه د اصلي فهم تر ټولو عالي معيار وي.
نن ماخوستن ، کېداى شي تر تراويحو وروسته اصلاً مړو و ژوندو ته د دعا ضرورت پېښ نه شي، په دې دليل چي د روژاتي هر حرکت عبادت دى ، د هغه تنفس عبادت دى ، د هغه ويښه عبادت دى اود هغه خوب عبادت دى.
نن به تر پېشلمي زموږ پر دين مين فيسبوکي ځوانان ، پر هغو موضوعاتو پوسټونه وکړي ، پر هغو به کومنټونه ورکړي او لايکونه به پر ووهي ، چي د خداى رضا پکښېکي وي او له مسلمه امت سره د کفري نړۍ له دښمنۍ څخه پرده پورته شوې وي او د اورګون په حادثه به خپل د قيمتي وخت د ضياع حماقت ونه کړي.
سبا ته به زموږ مسلماني رسنۍ پرته له يوه لنډکي خبر څخه د هيڅ اعتراض ، هيڅ مظاهرې او هيڅ غبرګون ګزارش خپور نه کړي .
ځکه د اورګون مړي نه اتيا ول او د غزې دا يوسل او څلوېښت تنه ول؛ کاشکې خو د پکتيکاوالو مړو شمېره، حد اقل تر سلو ور اوښتې واى، چې بيا ورباندي د عکس العمل يوه نرۍ بهانه خو واى.
مګر ها !!! ټول دليل همدا نه دى؛ مسئله يوازي رياضيکې هم نه ده، د غزې له قربانيانو سره د بدبختو اورګونوالو د بد مرغه توپير غميزه يوازي د اعدادو په زيات و کم کې هم نه ده، دلته د يوه بل قوي منطق څو زورور اړخونه پټ دي اود سراسري اطمنان په موخه يې ښکاره کول اړين دي.
يو- په فلسطين کې خو قاتل اومقتول مالوم دى؛ جنايتکار، نامسلمانه او خداى دښمنه اسرائيلو، مظلوم ، بېچاره او مسلمان فلسطنيان شهيدان کړل ځکه نو پر هر مسلمان او خاصتاً د افغانستان پر مسلمان ديني دين دى، چې پر ضد يې شعارونه او فريادونه پورته کړي. په پکتيکا کې مقتول ځکه د زړه سوي نه دى چې قاتل يې ورک دى، په ورک قاتل پسې بد ويل په تياره کې ډبري غوځول دي او دا د بې شمېره مخالفو او متخاصمو اسلامي ډلو ټپلو تر منځ يوازينۍ مشترکه وجه ده، چې دغسي کار فضول ګڼلى بويه.
دوه – که بالفرض والتقدير، د اورګونوالو قاتل مالوم هم شي، نو هغه به نه يهود وي نه نصارا، نه کافر او نه کوم بل ګمراه بلکې په همدغه خطه کې به د کومي اسلامي جهادي ډلي استشهادي وي، فلهذا، پر غزه خو د کافرو يهودو د قيامت قيام برپا شو ځکه زموږ پر مسلمان ملت واجب وه، چې په دولتي او ولسي کچه يې بايد د مظاهرو، غونډو،غندنو ، دعاوو او مرستو لګه درګه جوړه کړې واى، مګر د اورګون مسلمان خو مسلمان د محشر پر شر واړاوه ، اوس نو دغه فدايي مسلمان ته ښېرا، غندنه او غبرګون په کوم قانون ، کوم کتاب او کوم شريعت روا دى.
درې – فلسطين خو مسلمان ملک دى او اسلامي ډلي پکښي حاکمي دي ، ځکه يې د خلکو مرګ ژوبله ګناه لري او موږ ځکه بايد ددغسي ګناه ارتکاب ته اجازه ورنکړو، مګر اورګون ولسوالي خو د صليبي يرغلګرو تر استعمار او د حامد کرزي د ګوډاګي او مزدور حکومت تر حاکميت لاندي ده، ځکه يې اوسېدونکې واجب القتل او مباح الدم دي؛ ښايي په قتل عام يې د شکرانې نوافل اداء شي او که نه حداقل ورباندي سکوت کول هم د عبادت په کمه نه دى او ددې عبادت درجې په شهر مبارک الرمضان کې تر عادي ورځو يو په اويا زياتي دي.
په همدې سوچونو او بحثونو کې وو چې د ماښام اذان سو، په روښان جيک اوګيلاسو کې سره شربت لکه د اورګون د وژل شويو وينې ، فقط په يو څو تفاوته:
يو- د اورګونوالو ويني لاتودې وې او پر مځکه د ايشېدوپه حال کې وې او زموږ د روژه مات شربت ښه يخ ول او د سينې لمبه او د زړه جوش يې کښېناوه.
دوه- د پکتيکاوالو وينو هيڅ اهميت نه لاره ځکه په وينو کالي مردارېږي او لمونځ ورسره نه صحيح کېږي، خو زموږ په شربتو کې د روژه مات ثواب نغښتى وو.
درې – د پکتيکايي مسلمان وينه له وجوده راوتلې وه، ځکه نو ورته اضافه توجه په بيعقلي کې راتله او زموږ شربت وجود ته د ننوتوپه حال کې ول، ځکه نو ورته په کمه سترګه کتل ناشکري وه.
څلور- د اورګوني انسان په وينه خاوري او ايرې ګډي وې او زموږ په شربتو ، ليمو او ريحان.
موږ نننۍ روژه په دغسي يوه مجموعي ښېرا سره ماته کړه:
يا الهي!
په دغه د مغفرت مياشت کې ، نور هيڅ نه درڅخه غواړو؛ مه دي جنت راکوه او مه مو هم کوم بل نعمت، نه دکوم ثواب حساب درپسي نيسو او نه هم د کوم صالح عمل د پاداش وثيقه درته ساتو.
بس او فقط ، د هستۍ له سره تر صور اسرافيل پوري انسان دښمنه عناصر سرنګون او نېست کړه.
آمين ، ثم آمين يا رب العالمين
زهیر صا حب ډیر دې دګرانو هیوادوالو دزړه درد په لیکنه کې انځور کړیدی !!!!!!!!!!!! الله (ج) دی ښا د ، خوشاله او سر لوړی ولره.
او ددغې روژې مبا رکې میا شتې په برکت دې الله (ج) دې دغه ډلې چې وافغانانو ته یې خپل ګران هیواد سور تنور ګرځولی دی ته (ج) یې دابو جهل ، او فرعون په شان شرمنده او نیست نا بود کړې. په دنیا کې خو به منکر شې چې دغه عمل موږ نه دی کړې مګر الله خو یې وینې !!!وګوری په دغه فرض روژه کې په دغه ګرمې کې په ټول افغانیستان خصوصا هلمند کې چې دحرا رت درجه تقریبا ۴۴ درچې سا نتې ګرادده داولسې بې ګنا ه مسلمانانو څه حالت دی ؟ دچا دلا سه؟ څوک یې حما یه کوې؟
زهیر صا حب ډیر دې دګرانو هیوادوالو دزړه درد په لیکنه کې انځور کړیدی !!!!!!!!!!!! الله (ج) دی ښا د ، خوشاله او سر لوړی ولره.
او ددغې روژې مبا رکې میا شتې په برکت دې الله (ج) دې دغه ډلې چې وافغانانو ته یې خپل ګران هیواد سور تنور ګرځولی دی ته (ج) یې دابو جهل ، او فرعون په شان شرمنده او نیست نا بود کړې. په دنیا کې خو به منکر شې چې دغه عمل موږ نه دی کړې مګر الله خو یې وینې !!!وګوری په دغه فرض روژه کې په دغه ګرمې کې په ټول افغانیستان خصوصا هلمند کې چې دحرا رت درجه تقریبا ۴۴ درچې سا نتې ګرادده داولسې بې ګنا ه مسلمانانو څه حالت دی ؟ دچا دلا سه؟ څوک یې حما یه کوې؟
دغه رنګه دوزیرو بې ګناه مسلمانانو څه حال دی؟ اودچا دلا سه؟
اود فلسطین دبې ګناه مسلمانانو څه حا لت دی؟
یا الله په هرځا ی کې چې چا مسلمانان نا ارامه کړیدې یا الله ته یې رسوا ، خراب ، شرمنده ددارینو او بر با د یې کړې امین ثم امین ثم امین