تاند- په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ د نړیوالو ځواکونو له لوري د روزل شویو افغان ځواکونو ښه والی او مهارت د پام وړ وباله خو ویې ویل چې د اوباما د حکومت دا پلان به، چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان باسي، په افغانستان کې د امریکا د تروریستي ضد ماموریت وړتیا کمزوری کړي.
په افغانستان کې د جنرال ډنفرډ ماموریت مخ په ختمېدو دی او ټاکل شوې ده چې نوموړی د امریکا د سمندري ځواکونو د قول اردو قومندان شي.
ده د پنجشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته وویل:« داسي راته نه ښکاري چې افغان امنیتي ځواکونه به دومره وړتیا پیدا کړي چې هغسي عملیات وکړي چې موږ یې کوو او پر القاعده او نورو فشار راوړو.»
امریکا سږ کال خپل ځواکونه باسي خو ۹۸۰۰ سرتېري د ۲۰۱۶ کال تر پایه پرېږدي. همدراز به د ناټو نور غړي هیوادونه ۴ زره سرتېري پرېږدي چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه افغان امنیتي ځواکونه وروزي.
په پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو کې به ۲ زره ځاص عملیاتي ځواکونه هم شامل وي خو د ټولو ۹۸۰۰ امریکايي پوځیانو نیمايي به په ۲۰۱۵ کې له افغانستانه ووځي.
۱۰۰۰ به په بل پړاو کې ووځي او لږ شمېر پوځیان به د ۲۰۱۷ کال تر پایه پاتې شي.
ډنفرډ د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته وویل چې حاضردمه د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې د القاعده پټ غړي امریکا ته خطر نه شي پېښولی. ده وویل امریکا به د ۲۰۱۷ کال په پای کې د افغانستان او پاکستان پر پوځونو اتکا وکړي.