تاند – د اقتصاد او سولې د انستیتیوت له لوري د نړۍ پنځه تر ټولو سوله ییز هیوادونه مو مخکې در وپېژندل. دلته پنځه نور هیوادونه چې د نړۍ په شلو تر ټولو سوله ییزو هیوادونو کې له شپږم تر لسم مقام لري، در پېژنو.

آیسلنډ

1دا هیواد هم تل له نړیوالو کشالو او لانجو لېري پاتې شوی دی. هیڅکله یا ډېر لږ ځلي به داسي شوي وي چې آیسلنډ د نړۍ په لانجمنو خبرونو کې یاد شوی وي. دې هیواد ته خدای پاک خورا په زړه پوري طبیعي ښکلا بخښلې ده. د نړۍ د ګوټ ګوټ سیلانیان یې لیدو ته ورځي.

بلجیم

1

بلجیم د نړۍ اووم سوله ییز هیواد بلل شوی دی. دا هیواد هم د آیسلنډ په شان په اروپا کې دی. د افغانستان په شان دوې ژبې پکې رسمي دي. سره له دې چې د فرانسوي ژبو شمېر تر هالنډي ژبو لږ دی خو فرانسویان پر خپلې ژبې زیات ویاړي او تقریباً هماغه د افغانستان کیسه ده.

دا هیواد د ناټو او اروپايي اتحادیې مرکز دی. مرکز یې بروکسل دی.

چک جمهوریت

۱

چک جمهوریت، چې پلازمېنه یې د پراګ ښکلی او تاریخي ښار دی، د نړۍ د سوله ییزو هیوادونو په لیست کې اتم ځای لري.

چک په یوه حساب نوی هیواد دی ځکه چې تر ۱۹۸۹ مخکې پوري له سلواکیا سره یوځای و او چکسلواکیا (یا چک او سلواکیا) نومېده. له سلواکیا له بېلېدو وروسته چک پانګوالي نظام ته مخه کړه او د پانګونې لپاره یې ډاډمن او باثباته چاپېریال برابر کړ.

په ۲۰۰۹ میلادي کال د بشري ودې په فهرست کې چک جمهوریت ته د بشري پرمختګ له پلوه خورا لوړه درجه ورکړای شوه په تېره بیا د خپل حیرانوونکي پایتخت له کبله چې په اروپا او نړۍ کې د ښکلې معمارۍ له نظره کمساری دی.

سویس

۱

دا د سویس د ژمي عکس دی. لومړی عکس  د سویس د دوبي دی.

سویس یا سویزرلنډ د طبیعي ښکلا له پلوه د نړۍ تر ټولو ښکلی هیواد دی. په دې هیواد کې بشپړه سیاسي ازادي شته او د سیاسي بې ثباتۍ سابقه یې له نشت سره برابره ده.

سویس په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې جرمونه او تشدد پکې خورا لږ دي.

سره له دې چې د سویس خلک او سیاست ډېر ارام او سوله ییز دی خو د نړۍ ډېرې تودې سیاسي مسلې په دغه هیواد کې شاربل کېږي. همدا اوس د ایران د لانجمن اتومي پرواګرام د حل کولو لپاره خبرې په سویس کې روانې دي. د اتیایمې لسیزې په وروستیو کلونو کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو معاهده، چې په جینیوا تړون مشهوره ده، د دغه هیواد په جینیوا ښار کې لاسلیک شوه.

سویس د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې لري.

جاپان

۱

د چین له اقتصادي ودې وروسته جاپان، چې د نړۍ دوهم ستر اقتصادي قوت و، درېم مقام خپل کړی دی.
له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته جاپان په حقیقت کې په یوه خورا سوله ییز هیواد بدل شوی. په دې هیواد کې ډېرې لږې کورنۍ لانجې او جرمونه پېښېږي. جاپان له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د نورو هیوادونو په شان غښتلې اردو نه لري او یوازې کورني امنیتي ځواکونه یې د هیواد د نظم او دسپلین ساتونکي دي.

د نړۍ ۱۰ نور سوله ییز هیوادونه وروسته درپېژنو.

د نړۍ پنځه تر ټولو سوله ییز هیوادونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *