تاند- په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو سرمفتیش وايي د متحدو ایالتونو د پوځ له لوري د افغانستان ملي اردو ته شاوخوا ۱۶ سوه ودانۍ داسي جوړې شوي چې په اسانه اور اخیستلی شي.

په دې ودانیو کې، چې د امریکا د پوځ د انجنیرانو قول اردو جوړې کړي، روغتونونه، بارکونه او د اطفاییې مرکزونه شامل دي.

د سرمفتش په راپور کې د امریکا د پوځ د انجنیرانو پر دې منتطق انتقاد شوی چې ویلي یې دي افغان ځواکونه چټک دي او د اور لګېدو په صورت کې له ودانیو ژر وتلی شي.

د امریکایي پوځ د یوې فرقې قوماندان تورن جنرال “مایکل آر آیر” په خپل یادداشت کې لیکلي چې په دغو تاسیساتو کې معمولاً ځوان او تکړه افغان عسکر ځای پرځای کیږي چې له ناببره حالاتو څخه ژر ځان ژغورلی شي.

په دې ودانیو شپاړس سوه ملیون ډالره مصرف شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري په دې اړه بې خبري څرګنده کړه چې د امریکا د پوځ له لوري افغان اردو ته جوړې شوې ودانۍ د اور په وړاندې مقاومت نه لري خو ویې ویل چې دفاع وزارت ته د دغو ودانیو له سپارل کېدو وروسته د ودانیو نیمګړتیاوې ورته څرګندېږي.

فارن پالیسي نشریه بیا وايي، داسي ښکاري چې په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو د سرمفتش جان سوپکو راپور وښودله چې د امریکا پوځ تر فشار لاندې دا ودانۍ په بیړه د افغانستان د ملي اردو لپاره جوړې کړي دي.

د امریکا د پوځ د انجنیرانو قول اردو په ۲۰۱۰ میلادي کال د افغانستان د ملي اردو لپاره د شاوخوا ۲ زره ودانیو د جوړولو پلان پیل کړ.

جان سوپکو په خپل راپور کې ویلي چې د دغو ودانیو په منځ کې ۲۸۵، چې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، کومه ستونزه نه لري. د دغو ودانیو په منځ کې ۸۳ یې بارکونه، څلرو کلینیکونه او دوه د اور وژلو مرکزونه یا اطفاییې دي.

دولت وزیري وايي چې د افغانستان دفاع وزارت د امریکا د انجنیرانو له خوا د جوړو شویو ودانیو د ساتنې لپاره تشکیلات جوړ کړي دي.

د سرمفتش جان سوپکو په راپور کې ویل شوي چې تراوسه پوري دوو ودانیو اور اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *