سولی تاته مو د مینی ژوند در وباښه ، د تا د راتلو لپاره دادی دیرش کاله سترګی په لاره یو ته شوی زمونږ د ژوند ښکلا ؟؟؟؟
ولی په څه دومره خوابدی یی ؟ نه خو مو ستا بی قدری کړی او نه مو هم ستا چیری بد ویلی په هر ستر مجلس کښی دی خبری روانی دی ، زمونږ ستره بودیجه په تا مصرفیږی ، مشران او کشران دی په خوږو او سپیلو نومونو یادوی ته شوی زمونږ د هوساینی خور راشه کنه …… !
راشه سولې ستا د راتلو لپاره کلونو کیږی چی د وینو سیلاب روان دی کاش په تا مو جادو کړای شوی نن به ستا د راتلو جادوګر وم.
سولی زه خو ستا د ماشومتوب ملګری یم ۱۲ کاله په ښوونځی کی مو ستا یادښت کاوه همځولی به راسره ولاړ ول مابه ستا د راتلو ترانی ویلی کله به یوازی وم او کله به مو چی ښوونکی راته ستا ښکلاوی بیانولی نو ټولګیوال به ټول راسره شول زمونږ خو بیله نړی وه یوازی ستا سپینی جامی مو خوښیدلی کله به چی ستا دښمنان ډير شول زمونږ د لوبی ځایونه به یی راته ړنګ کړل . د کلی کور رنګ به مو تور شو له هری خوابه تور دودونه راښکاره شول او مونږ به ټول سره د بام سر ته اوچت شوو مونږ به په خپل فکر کی ولاړو چابه ویل چی ته به نور د تل لپاره ځی زه درته قسم خورم کاش زه پوهیدای چی ته دومره ناهیلی یی … !
زه ماشوم وم نه پوهیدم خپلی مستی او خندا خوړلی وم کنه نو چیری می پریښودی که نور څه ستا د دریدو لپاره نه وو دا خپل ژوند خو می در بښلی شوی.
سولی راشه یوځل بیا مو سره خپل کړه دادی اختر راغی مونږ به ستا د راتلو لپاره ټول سپینی جامی واغوندو سولی ستا لپاره به هرڅه هیر کړو مونږ به نوی نړی پرانیزو مونږ به درته د مینی غیږ درکړو.
سولی تاسره می دمینی نیم ژوند پاتی دی زه ډیر کړیدلی یم په جګړه کی نړی ته راغلم په جګړه کی لوی شوم ستا د راتلو لپاره مو هر کال تیاری نیوه ته رانغلی سولی مونږ درته خور ویلی راشه مونږه پریکړه کړی مونږه دیموکراسی اعلان کړه مونږ سره را ټول شوو پرون مو یو بل ته سنګر نیولی وه دادی اوس د یوبل ترڅنګ ولاړ یو زه پوهیږم چی څه ناڅه ستنونزی لرو خو چی ته راشی ستا په مټ به هغه هم جوړی کړو.
سولی ستا د نشتون نه نړیوال هم نه راځی مونږ ته نړی تروریستان وایی . مونږ خو یو وخت ستا په مټ ډیر څه کړی سولی ته چی لاړی مونږه ډير څّه وکړل د چا مو سر ترینه غوڅ کړ ، د چا مو کور د اور په لیمو وسه ، خپل ورونه مو په ډیرو نومو سره ووژل خو ته نوی په یو څه می درنه ویره نشته او ته هم رانه خفه نشی دا هرڅه چی وشول خو ته نوی ته چی وای دا ټول نکیدل.
وایی چی سوله د قدرت او زور په مټ نه پاتی کیږی ، سوله یوازی په پوهاوی لاس ته راتلای شی .
سولی راشه زمونږ د پاتی ژوند مینه شه .
سولی راشه کنه ……………….. !