پارلمان ته د ملت کور وایي ، هغه څوک په کې راټولیږي چې د خپل ملت د هوساینې لپاره قوانین جوړوي ، د ملت کور ته هغه خلک ننوزي چې د ملت په رایه کامیاب او د هغوی له لورې ټاکل شوي وي .
د هر هېواد پارلمان د وکیلانو خپل شمېر لري او ورسپارل شوې دندې پر مخ بیایي . پارلمان د هېواد مقننه قوه یانې د قانون جوړولو سرچینه ده . د خلکو استازي د ملت په کور کې په مختلفو موضوعاتو بحث کوي ، د حکومت د کړنو څارنه کوي او بهرنۍ پالیسې جوړوي .
د افغانستان ګډ وډ او ټوپکمار پارلمان د ستونزو د حل پر ځای همېش ستونزې زیږولي دي ، د ملالۍ جویا خبره به مو یاده وي چې پارلمان یې غوجل بللی وو . په غوجل کې څاروې تړل کېږي ، څاروي خو عقل نه لري د ښو او بدو توپېر نشي کولاي . که د وکیلانو کړنو ته وکتل شي نو د ملالۍ جویا خبره یو څه وزن لري . البته یو څو د ګوتو په شمېر په هېواد میین وکیلان له دې ډلې وتلې دي .
پښتنو کې مشهوره ده څوک چې لږ پوه ، ځیرک او هوښیار وي هغه ته انګریز وایې ځکه چې انګریزان د خپلو پلانونو په پلان کولو او پلې کولو کې ډیر استاذان دي . انګریزانو په افغانستان کې د طالب رژیم له پرځېدو وروسته یو ځل بیا خپل پلانونه او طرحې د پلې کېدو لپاره مخته کړي ، د حکومت تشکیل یې داسې جوړ کړ چې ټول ټوپکماران ، پاټکیان یې په کې ځای پر ځای کړل . لومړی یې وزارتونه ، معینیتونه او ریاستونه په ترتیب داسې وویشل چې تر ټولو لوي ټوپکسالار یې په تر ټولو لویه چوکۍ ورمېخ کړ ان تر دې چې څوک والیان څوک بهرنیو هېوادو کې سفیران شول .
کوم جګړه ماران چې بې چوکۍ پاتي شول هغوی یې په پارلمان کې راټول کړل تر څو بوخت یې وساتي او له شر نه یې په امن وي .پارلمان لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه کلیدې رول لري ، د هیواد د قانون مرجع ده او قانون د ټولنیز عدالت متضمن دی ،
پارلمان ته ځینې داسې بیسېوادۍ ځپلي وکیلان ورننوتل چې بدبختانه خپل نوم یې هم نشو لیکلاي ، بس چې خالي پاټکسالاره شالید به یې درلوده دولت ته به یې یو ډول سرخوږی جوړوو ، د ملت کور ته هم د خپل پخوانې عادت له مخې داسې ننوتل لکه نورو ډیرو کورونو ته چې د وحشت ، چور او چالان لپاره د ټوپک د شپیلۍ په زور ننوتي ول . د یو وکیل په اړه مشهوره ده چې د پارلمانې ټاکنو پر مهال د خپلې ولسوالۍ یوې قریې ته د کمپاین لپاره تللی وو خلکو ته یې خبرې داسې پیل کړي : ما ټول شمارلې یاست زه پوهېږم چې دې قریه کې څومره کسان اوسېږي که یوه رایه کمه وه بیا به سره ګورو ، څادر په اوږه له غونډې ووت .
اوسنې پارلمان چې موده یې په ختمېدو ده ډیر مردار او چټل شالید یې پرېښود ، د قانون جوړولو او د ملت د ګټو پر ځای یې خپلې شخصي ګټې ډیرې وپاللي ، او ځینې نور لاملونه د دې سبب شول چې یوه توره دوره تر شا پرېږدي د بېلګې په ډول :
۱. وکیلان مو ډیری یې نالوستې او لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه د پیسو او د ټوپک په زور پارلمان ته بریالي شوي ول ، دوی په پارلمان کې د خبرو لپاره څه نه درلودل هسې به کله نا کله غونډو ته راتلل د نورو وکیلانو خبرې به یې اوریدي ، داسې وکیلان په پارلمان کې شته چې په ټوله کارې دوره کې یې یوه موضوع مطرح نکړه نه یې یو دوه جملې وویلي . یو تن راته د خپلې سیمې د وکیل کیسه کوله وایي : نوموړې به د پارلمان په تالار کې کارتونو ته لیدل که سره کارتونه به ډیر ول سور به یې جیګ کړ که شنه به ډیر ول هغه به یې جیګ کړ . د کانونو د کیندنې او استخراج قانون چې کله پارلمان کې د بحث لاندې وو یو شمیر وکیلان پرې نه پوهیدل . قانون دا اجازه ورکوي چې وکیلان له نورو مسلکې کسانو مرسته غوښتلاي شي ځکه وکیلان په هر څه کې مسلکي نه دي خو دوی دا هم ونکړل .
۲. د وزیرانو استیضاح به د هغوی د کارې نیمګړتیا له امله نه کیدله ، بلکې کله به چې وزیر صیب د وکیل صاحبانو ناروا غوښتنې ونه منلي وزیر به یې پارلمان ته راوغوښت او پوره هڅه به یې دا وه چې د باور رایه ترې بیرته واخلي ، ډیر کم ځلي یې یو وزیر د ملي منفعت په پار پارلمان ته رابللی .
۳.د وزیر ټاکنه او رد به د پیسو په مقابل کې کیده . ډیری وارې به د کرزي او یا فهیم د خوښې سړی چې به د وزیر په توګه ولسې جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره ورمعرفي کیده ډیرو وکیلانو به خپلې رایې د پیسو بدل کې کارولي ، د وزیر ګومارلو کې یې خپلواکې نه درلوده دا موضوع څو ځل د رسنیو د سر خبر وو . د بېلګې پر ډول اوسنې بر حال د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي څخه د ولسې جرګې غړو د کورنیو چارو د وزیر په توګه د پاتې کیدو د اعتبار رایه واخیسته او د وزارت لپاره یې نا اهل وګڼه په دوهم ځل د ولسمشر له لورې تر ټولو مهم وزارت د ملي دفاع وزیر په توګه جرګې ته وروپیژندل شو . د خدای لپاره چې کورنې امنیت نشې سمبالولي د هېواد دفاع به څه وکړي . دې پیسه پالو وکیلانو خپله خو هسې هم د شرم په لار چیرته تېر شوې هم نه دي د ملت د کور نوم یې وشرمولو . د تایید رایه یې هماغه چا ته ورکړه چې دې جرګې نا اهل ګڼلې وو ، هو زمونږ بې وزله وکیلان صاحبان د پیسې د ټینګې چیرته دي .
۴. زموږ قانون جوړونکي وکیلان صاحبان پخپله په ټولو نا قانونه کړنو کې تر ستوني ډوب دي ، حضرت عمر زاخیلوال د مالیې وزیر څو تنو وکیلانو په دې پار پارلمان ته احضار کړ چې د هغوی قاچاقې مالونه یې نه پرېښودل چې هېواد ته بې مالیې داخل شي . ښاغلې زاخیلوال له دې مافیایي کړیو پرده پورته کړه او د خپل احضار لامل یې د هېواد غم نه بلکې د څو وکیلانو خپل شخصې غم وباله ، زاخیلوال زیاته کړه : ځینې وکیلان مالونه هېواد ته بغیر له دې چې ګمرک شي او مالیه ورکړي په پټه د قاچاقولو کوښښ کوي کله چې مالونه یې د اړونده مسوولینو له لورې ونیول شي له ما یې د خلاصون مرسته غواړي ، دا چې ښاغلې زاخیلوال یې مرستې ته مثبت ځواب نه وو ویلي احضار یې کړ. زاخیلوال یو شمیر وکیلان ان د شرابو په قاچاق تورن کړل چې په پټه هېواد ته شراب قاچاق کوي . د ولس مال دې مالیه ورکوي خو د وکیل صیب مال دې په پټه هېواد ته په قاجاقې ډول ننوځي .
۵. د پارلمان ځینې وکیلانو ټوله کارې موده د بهرنیو څارګرو ادارو په خدمت کې او ملي نفاق ته په لمن وهلو تېره کړه . هغوی به یواځې د تعصب مسایلو ته لمن وهله د دانشګاه او دانشکده په څېر یو دوه لفظونو باندې د جرګې غړو په ورځو ورځو بحث کړي .
۶. ځینووکیلانو د هېواد په امنیتې سرتېرو تېری وکړ ، له غزني څخه د خلکو استازی هما سلطاني د خلکو په شتون کې په یو پولیس فزیکې حمله وکړه هغه یې پر مخ په څپېړه وواهه ، د یوشمیر وکیلانو ځامنو او شخصي ساتونکو د ملي اردو د سرتېرو سره شخړې او لانجې وکړي نه د کورنیو چارو وزارت او نه هم د ملي دفاع وزارت د خپلو مظلومو سرتېرو پوښتنه وکړه .
۷. هغه وکیلان مو باید هم هېر نه شي چې د واک په جنون او د ولسمشرۍ د کاندید د کمپاین په هلو ځلو کې یې د تنکیو ماشومانو چې لا یې عمرونو د پسرلي غوټۍ نه وي سپړلي په شهادت ورسول . او اوس هم سرې سترګې ارته تڼۍ ګرځي څوک نشته چې د قانون منګولو ته یې راکاږي ، دا به هم وایې چې زه د ملت استازی یم .
هو ، دوی په خپله کارې دوره کې بلا نادودې وکړي ، بلا ستونزې یې وزیږولي ، په یادو ټولو نا خوالو یې بسنه ونه کړه په اخیر کې یې د قانون په جامه کې د ملت د خزانې د لوټلو قانون په اکثریت د رایو تصویب کړ ، دوه تنه ساتونکې ، د کارې مودې له ختمیدو وروسته په کور ناست د اوسنۍ تنخوا څلورمه برخه اخیستل او ورته نورې ناروا غوښتنې دوی په دې کړیدلي ملت ورتپل غواړي . بس لکه پولیس چې درته په سړک ودریږې خپل نظامې لباس به یې په تن وي ، ټوپک تر غاړه درته وایې ۲۰۰۰ روپۍ راکړه ګنې والله که رانه لاړ شي ، اصل دنده یې ستا او ستا د مال ساتل دي خو د قانون جامه کې درنه خپل مال لوټي ، زمونږ وکیلان هم کلنګ ته د قانون نوم ورکوي .
د وکالت په موده کې خو یې هر څه چې په وس یې پوره ول د ډاکوانو په څېر ولوټل له کارې مودې له بشپړېدو وروسته په کور ناست د دې بې وزله ملت پوستکی په ولاړه ویستل غواړي . د دوی پریمانه شتمنې ، بې وزله ولس او شړیدلې په بهرنیو مرستو تکیه افغانستان بیا هم داسې قانون تصویبول له ځان او هېواد شرمولو ، د وکیلانو له بې وجدانۍ ،بې ننګۍ د ظلم او ستم د دې مظلوم ملت په مرۍ د پښه اېښودولو پرته بل څه مانا لري ؟ چا چې د ملت په یو ټپ پټۍ نه وي لګولې او لا یې پرې مالګه دوړولې یې په کومو سترګو لا دا امتیازات هم د ځان لپاره غواړي . !!!